کور / افغانستان او نړۍ / دصدام تر ټولو نېژدې دوست وايي : صدام حسین ژوندی دی

دصدام تر ټولو نېژدې دوست وايي : صدام حسین ژوندی دی

بریتانوي ورځپاڼې «ډیلي سټار» تازه یو راپور خپور کړی چې دصدام حسین دژوندي پاتېکېدو دعوه یې کړې ده . 

ورځپاڼې د۵۶ کلن  مصري خبریال انیس الدیغیدي له کوله ویلي دي‌ چې صدام حسین ژوندی دی . مصري خبریال انیس الدیغیدي دصدام حسین داوږدې واکمني‌پر مهال دهغه نېژدې ملګری وو. صدام حسین

نوموړی وايي چې دصدام حسین تر فرضي مرګ وروسته یې ۴ ځلي‌له ښاغلي‌صدام سره لیدلي دي . 

نوموړی وايي چې لمړی ځل یې په ۲۰۱۰ کال کې په لیبیا کې دمعمر قدافي په پوځي اډه (باب العزیزیه) کې سره لیدلي . 

دوهمه او دریمه لیدنه یې له ښاغلي‌ صدام حسین سره د (۲۰۱۱) کال په اوږدو کې دلیبیا په تیپولي او په ایران کې کې شوې دي. 

مصري خبریال انیس الدیغیدي چې دصدام حسین ډېر نېژدې ملګری بلل کېږي وايي چې وروستۍ لیدنه یې په ۲۰۱۶ کال کې په سعودي عرب کې شوې ده . 

دغه مصری خبریال وايي چې صدام حسین پټ دی ، ځکه هغه پوهېږي چې دنړۍ ځواکمن هیوادونه دده په لټه کې دي . 

دخبریال په خبره چې صدام ډېر وخت دایران په تهران کې تېر کړی دی او ایران دا وخت دصدام سره هراړخیزه مرسته کوي . 

نوموړی وايي چې دا یوه ډېره پېچلې لوبه ده چې ایران دصدام حسین مرسته کوي او صدام حسین مړنه او ژوندی دی ، مصري خبریال انیس الدیغیدي دا ادعا کوي چې دداعش اصلي مشري هم دصدام حسین په غاړه ده او ابوبکر بغدادي دشطرنج یوه وړه دانه ده چې خپل اختیار نه لري . 

نوموړی دا دعوه هم کوي چې صدام حسین په بریتانیا کې دلویو بریدونو پّ لټه کې دی او هڅه یې داده چې بېرته دعراق مشري ترلاسه کړي . 

ټوله نړۍ په دې باور ده چې دعراق پخواني ولسمشر صدام حسین اعدام کړل شو . هغه مهال عراقي تلویزون هغه صحنه هم خپره کړه چې صدام حسین د داعدام تختې ته بیول کېږي . هم دا راز وروسته هغه انځورونه خپاره شوې چې صدام حسین ته په غاړه کې پړی ور اچول کېږي‌او هغه په لڅ مخ په دار راځوړند کېږي‌ ، خو دهغه دوژل کېدو صحنه دعراق تلویزون نه خپروي ، البته یوازي او یوازي‌ په کفن کې دهغه مړی ښکاره کوي . خو اوس ددمصري خبریال انیس الدیغه دې دعوې نړۍ وال حیران کړي دي .

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …