کور / افغانستان او نړۍ / ولسمشر غني به نن داسیا زړه کانفرانس ته وینا کوي

ولسمشر غني به نن داسیا زړه کانفرانس ته وینا کوي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د اسیا زړه شپږم کنفرانس کې د ګډون په موخه د هند امرتسر ښار ته ورسېد.

افغان او هندي چارواکي وايي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د سولې راوستلو د هڅو سربېره د هند، افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ سوداګري به د دغې ناستې د بحث موضوګانې وي.نریندر مودي او اشرف غني

جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د هند د امرتسر په هوايي ډګر کې په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر مبشرجاوید اکبر، د هند د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس، په افغانستان کې د هند سفیر ښاغلي من پریت هورا، په هند کې د افغانستان سفیر شیدامحمد ابدالي او د دواړو هېوادونو یو شمېر ډيپلوماتانو تود هرکلی ووایه.

جمهور رئیس غني ته د امرتسر له تاریخي مذهبي ځای ګولډن ټیمپل څخه د کتنې پرمهال د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هرکلی ووایه او بیا یې د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري جوړه شوې مېلمستیا کې ګډون وکړ.هند کې کانفرانس

د هېواد جمهوررئیس به نن د یک‌شنبې په سهار د هند صدراعظم نرېندرا مودي سره کتنه ولري او له هغه وروسته به د اسیا زړه کنفرانس کې چې د هند په امرتسر ښار کې جوړېږي، ګډون او وینا وکړي.

افغانستان، پاکستان، اذربايجان، چين، هند، ايران، قزاقستان، قرغزستان، روسيه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکيه، ترکمنستان او متحده عربي امارت د دغه کنفرانس غړي دي.

امریکا، بريتانيا، استراليا، کاناډا، ډنمارک، مصر، فرانسه، جرمني، فنلنډ، ايټاليا، عراق، جاپان، ناروې، اسپانيا، سويډن او پولنډ هغه هېوادونه دي چې د اسيا زړه له کنفرانسه ملاتړ کوي.

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …