کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / په افغانستان کې ولي خبریالان په نښه کېږي ؟ میرویس افغان 

په افغانستان کې ولي خبریالان په نښه کېږي ؟ میرویس افغان 

خبریالان د افغان ټولنې هغه کاري پاړکی جوړوي چې دندې یې نه دي خوندي.

هر وخت او هره ورځ خپل کار له لاسه ورکولای شي . دنوري‌ نړۍ برعکس په افغانستان کې دخبریالانو  ژوند بیمه نه دی . 

ځیني نړېوالې رسنۍ چې په ډېرو هیوادونو کې خپلو کارکونکو ته Life insurance یا دژوند بیمه ورکوي په افغانستان کې خبریالان له دغه راز آسانتیاو بې برخې دي. میرویس افغان

په ځینو نړېوالو رسنیو کې په دندو بوخت خبریالان په پرتله ییز ډول ښه میاشتنۍ تنخواه اخلي ، خو په ځايي رسنیو کې په دندو بوخت خبریالان په ډېره ټیټه تنخواه کار کوي چې د دوی پر کاري ساحه یې لوی اغیز کړی دی . 

د نورې نړۍ برخلاف افغان خبریالان اړ دي چې د یوه خبریال د دندې په  لایحه کې د شته چارو سربېره نور کارونه هم تر سره کړي. په ځینو مواردو کې خو یو خبریال غونډه رسنۍ چلوي . هغه د خپرونې چمتو کوونکی هم وي او وړاندې کوونکی هم،‌ تخنیکي‌ چارې هم پر مخ وړي‌ او آن د آشپزۍ چارې هم.

هغه ریسرچر یا څېړونکی هم وي او له خلکو سره اړیکه نیونکی هم. 

هغه موټر چلونکی هم وي او د عکاس او خبریال دنده هم پر مخ بیا يي . 

هغه له خپلې پوهې سره سم یوازي او یوازي د خپل علم په رڼا کې دا هر څه کوي . 

د دوی ډېره برخه دځیرکتیا یا مجبورۍ له مخې دغې دندي ته راغلي دي . لوی شمېر یې په هغه کچه لوستي نه دي چې دوی ته په کار دي . 

خو له دې هر څه سره سره په خورا لوی زړه په جګړه ځپلي افغانستان کې دخلکو له ستونزو بېخبره چارواکي خبروي . 

دوی همېشه دپېښو قربانیان هم وي . د روان میلادي ۲۰۱۶کال په لومړیو لسو میاشتو کې د خبریالانو پروړاندې دتاوتریخوالي ۳۷۷ پېښې ثبت شوې دي چې شمېر یې په تېرو اتو کلونو کې د خبریالانو په وړاندې د شویو تقریبآ ټولو پیښو سره برابر دی.

په دغه لړۍ کې په همدغه لسو میاشتو کې یوازي په زابل ولایت کې (۲۵) پېښي ثبت او راجستر شوي دي‌. 

زابل ولایت یو مثال دی ، خو تر ډېره بریده دپلازمېني کابل په ګډون یو ولایت هم خوندي‌ نه دی  او په هر ولایت کې خبریالان ځورول کېږي‌. 

د حکومت مخالف لوری طالبان وايي چې دا کارونه دوی نه کوي‌او تر ډېره بریده دپیښو له مسولیت نه ځان څنډې ته کوي او پړه یې پر ځايي ملېشو او خپل سرو وسلوالو وراچوي . 

دوی وايي خبریالان لاخوندیتابه لپاره چې هرلوري ته ځي باید‌ د طالبانو ویندویان خبر کړي . 

البته په ځانمرګي برید کې کوم خبریال زیانمن شي طالبان وايي چې دا د ځانمرګي نه بلکې د امنیتي ځواکونو په ډزو لګیدلی دی . 

حال دا چې په ځینو پېښو کې د ډزو راکړه ورکړه شوې هم نه وي.

دوی کله هم دکوم خبریال دټپي کېدو

 او وژل کېدو مسئولیت په غاړه نه اخیستی دی او نه یې اخلي . 

دوی آزادي دخبریالانو بنیادي حق بولي . 

خو تر ډېره بریده په عمل کې هغسي نه وي . د طالبانو ویندویان خورا په خوږه ژبه خبري کوي او کله هم رسنیو او خبریالانو ته اخطار نه ورکوي ، خو په سیمه کې داسي‌ وسله وال طالبان لري چې ددوی په یوه اشاره دیوه ولایتي ودانۍ په وړاندي‌هم خبریال وژلی او ترټلی شي . 

خو دا چې د حکومت مخالفین عملآ په جګړه بوخت دي‌ او تر ډېره بریده دځینو داسي پیښو پړې هم دوی ته په غاړه ور اچول کېږي چي دوی نه وي ‌کړې ، نو دا علت دی چې دوی په ورته مسایلو چندان پروا هم نه کوي ، البته دا چې رسنیو او خبریالانو ته دوی ضرورت لري او همدا راز دنړېوالې ټولنې په وړاندي دخپل تحریک دریځ روښانه او دخبریالانو په حق کې وښيي نو دخبریالانو سره دتاوتریخوالي دپېښو غندنه کوي . 

او که چېرته داډول نه وي ، بیا خو طالبان دافغانستان پر یوه برخه واکمن دي او په تېرو (۱۵) کلونو کې ولي دوی ونه توانیدل چې دیوه شهید خبریال قاتل ونیسي ؟ 

اصله خبره داده چې دوی هم دافغان حکومت په څېر په دا موضوع کې یوازې او یوازې درسنیو تر بریده ځان شریک ګڼي . 

هم دا راز که چېري له حکومتي چارواکو پوښتنه وشي نو هغوی هم له خپله اړخه دغه دروند پېټي ته ځان نه نیسي او وايي چې ګواکې په دغو پېښو کې ددوی مخالفین لاس لري . 

حکومت او حکومتي‌ چارواکې  تل هڅه کوي چې خبریالان یا خو تر فشار لاندي ‌راولي‌او یا هم دهغوی په ترټلو سره خپلي سیمي ته دحکومت او نړۍ والي‌ټولنې پام واړوي . 

وهل ، ډبول ، توهینول ، معلوماتو ته نه لاس رسی او دپیښو پر مهال له خبریالانو سره ناوړه چلند په افغانستان کې یوه عمومي‌ ستونزه ده . تر ډېره بریده په کاري ساحه کې هر خبریال ورسره لاس او ګریوان وي . دا پر دې دلالت کوي چې دافغانستان ډېر امنیتي ساتونکي‌ روزلي نه دي او دیوه خبریال مسولیت او خوندیتوب اندازه نه ورکوي . 

په دې اړخ کې افغان حکومت ته په کار دي چې دامنیتي ساتونکو دروزلو پر مهال له رسنیو سره دچلند دزدکړو برخه ورزیاته کړي . دا کړنه کولای شي چې په راتلونکو کې دورته پېښو مخنیوی وکړي . 

بل اړخ ته د چارو ځینې څارونکي په دې باور دي چې ښایي ځینې حکومتي کړۍ هم وغواړي چې خبریالانو ته د مرګژوبلې اوښتلو په مټ خپله سیمه ناامنه وښیي او له مرکزه امکانات تر لاسه کړي او له همدې امله ښایي د هغوی  مرګژوبلې ته په لوی لاس زمینه برابره کړي. د چارو څارونکي وایي دغه اسان هدف په رسنیو کې خورا زیاته غوغا جوړوي. 

په دغه کار سره یو چارواکی هڅه د چارو د څارونکو استدلال دا دی چې د دغه کړۍ غواړي له یوه لوري د مرکزي حکومت پام ځانته واړوي‌،او له بله اړخه یې کوښښ دا وي چې په آزاده پښه دخبریالانو دتګ راتګ مخه ډب کړي . 

کله چې خبریال یوې سیمي ته سفر کوي‌ نو له هغه سره به امنیتي ساتونکي ‌شته وي او دامنیتي ساتونکو په وړاندي دا نا ممکنه ده چې ولسي خلک دي په اسانه له خبریال سره ستونزي شریکي کړي . 

د ډسمبر میاشتي په ۲ نېټه په زابل کې د خبریالانو پر موټر چاودنې ډېرې پوښتنې رادبره کړې دي. 

دا چاودنه کې دخبریالانو تر موټر وړاندي دامنیتي ساتونکو دوه موټرونه تېر شوي، خو پر هغوی چاودنه نه وه شوې او دخبریالانو موټر په نښه کېږي . دا پېښه څېړنې ته اړتیا لري . 

خو حکومتي چارواکو تل دا ادعاوې رد کړي او افغان ولسمشر اشرف غني په خپله له رسنیو سره د همکارۍ حکم کړی.

د رسنیزې ادارې او د هغوی مشران هم د خبریالانو په وړاندې د کېدونکي تاوتریخوالي یوه برخه مسولیت په غاړه لري.

 علت دادی چې په افغانستان کې زرګونه خبریالان شته دي او لوی اکثریت یې دامنیتي پیښو او نا امنه سیمو ته د تګ په تړاو نه دي روزل شوي . دوی ته هغه روزنه نه ورکول کېږي چې دپیښو پر مهال څه ډول چلند وکړي . 

دوی ته دا روزنه نه ورکول کېږي‌ چې په لیري پرتو سیمو کې دپیښو دراغونډولو پر مهال څنګه تګ راتګ وکړي او په ځايي‌ ملیشو تر کومه بریده اعتبار وکړي . 

خبریالان په دې نه دي پوهول شوي‌ خپل موټرونه باید تر حرکت کولو وړاندي وپلټي او په ځانګړي ‌ډول په هغه سیمو کې ډېر پام وکړي چې هلته دپېښي دپلټنو امکان کم وي . 

دوی ته دجګړې لیکو ته دتګ وسایل نه دي ورکول شوي . البته دا خبره دټولو خبریالانو په اړه نه بلکه دډېرو خبریالانو په تړاو ده .‌

درسنیو چلونکو ته په کار دي‌ چې دیوې موضوع لپاره خپل خبریال قرباني نکړي . 

خو په افغانستان کې درسنیو چلونکي په دا هرڅه سرچپه کوي . 

افغان حکومت چې په بیلا بیلو خپل منځي شخړو کې راګیر دی ، دخبریالانو دخوندي‌توب اړخ ته پاملرنه نه کوي‌. که چېرته اشرف غني په افغانستان کې دخبریالانو خوندی توب ته جدي‌پاملرنه ونه کړي‌ ښايي حکومت یې په نړېواله ټولنه کې اعتبار له لاسه ورکړي. 

لیکوال : میرویس افغان 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …