کور / افغانستان او نړۍ / افغان حکومت له بریتانیا دزرداد غوښتنه کړې 

افغان حکومت له بریتانیا دزرداد غوښتنه کړې 

دافغانستان حکومت په رسمي ډول دبریتانیا له حکومته دهغه زنداني غوښتنه کړې چې د(۲۰۰۵) کال دجولای په میاشت کې په لندن کې یوې محاکمې په (۲۰) کاله بند محکوم کړ.

دا زنداني دحزب اسلامي یو قوماندان زرداد دی چې دډله یزو وژنو او انسان ځورونو په تور په بریتانیا کې زنداني شوی دی . زرداد قوماندان

په بریتانیا کې قاضیانو ښاغلي‌زرداد ته له دې کبله جزا ورکړه چې له ١٩٩٢ نه تر ١٩٩٦ پورې کابل ته نږدى د سروبى په سيمه کې په پاټکونو کې خلک ځورول او دده په امر به بندې کيدل اووژل کيدل.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت یوه لوړرتبه مامور چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي خبریال ډاټ کام ته وویل چې خپله غوښتنه یې تر بریتانوي چارواکو رسولې ده . 

زرداد فریادي چې د(۲۰۰۵) کال دجولای په میاشت کې په شل کاله بند محکوم شوی اوس خپل قید پوره ګني او هڅه یې داده چې بیرته خوشي شي . 

خو افغان حکومت له بریتانیا نه دزنداني زرداد غوښتنه کړې ده او غواړي‌چې زرداد دخپل زندان نور وخت په افغانستان کې تېرکړي . 

که څه هم تر اوسه لا دزرداد فریادي دخلاصو او افغان حکومت ته دسپارلو په تړاو دبریتانیا دحکومت له لوري څه نه دي‌ویل شوي ، خو دخبریال ډاټ کام سرچینې وايي چې دښاغلي‌ زرداد خلاصون دحزب اسلامي سره دسولي په تفاهم کې دګلبدین حکمتیار جدي غوښتنه وه . 

حزب اسلامي هم دخپل پخواني‌قوماندان زرداد په تړاو خپل دریځ تر دا مهاله له رسمآ نه دی څرګند کړی . 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …