کور / تاج / اِداره او ګوزاره / تاج محمد تمکین

اِداره او ګوزاره / تاج محمد تمکین

د ملي  وحدت حکومت د جوړښت سره سم ټولو خلکو داسې باور درلود چې ولسمشر غني چې په ټاکنیز کمپاین کې کومې غورې وهلې وې، هغه به ټولې عملي شي او افغانستان به په څو ورخو کې د فسادیانو خلاص شي، د تورو ورځو نه به سپینو ورځو کې قرار ولري او همدا شان غربت، فقر، بدبختئ او لاقانونیت ته به د پای ټکی کیښودل شي.دا سمه ده چې ولسمشر غني ټاکنیز کمپاین پرمهال خلکو ته په رڼا ورځ ستوري ښودلي وو، خو هغه د ټاکنیز کمپاین اصل دی چې د خلکو باور وګټې او رایه یې ترلاسه کړې.خلکو باید د اول نه فکر کړای وای چې نه خو افغانستان کې امکانات دې ته چمتو دي چې په یو کال کې دې افغانستان نه اروپا جوړه شي او نه هم جنګسالاران او لنډغرتاج محمد تمکین په افغانستان کې دومره ضعیفه دي چې په دومره کمه موده کې به قانون ته غاړه کیږدي او د خپلې بدمعاشئ تنګه دایره به ومني.که څه هم ولسمشر غني په لمړي سرکې وغوښتل چې په مطلق ډول د قانون د حاکمیت لپاره کار وکړي خو له بده مرغه د ولسوالیو او ولایتونو په شمول ورته ان په مرکز کې دومره ستونزې پیدا شوې چې دردِ سر یې ورته جوړ کړ او خبره بسته بسته د ولایتونو تر سقوطه راورسیده.

افغانستان لا داسې سیاسي چاپیریال نلري چې په یوه ورځ یې ټول سیاسیون د قانون حاکمیت ته غاړه کیږدي نو ځکه د کاملې ادارې لپاره لا دلته شرایط برابر ندي.مخکني ولسمشر کرزي په ډیر چل او هنر سره د ګوزارې نه کار اخست او یو پاو سلنه یې اداره هم کوله.په تکتیک سره د جنرال دوستم ترکابله محدودول هغه هم پرته د صلاحیته، د تورن اسماعیل خان غوندې قوي خلک تر ولایته محدودول، د استاذ سیاف تر پغمانه پورې محدود ساتل او همدا شان په سلګونه نور جهادي قومندانان او مشران په محدوداتو کې ساتل د هغه د سترو بریاوو څخه ګڼل کیږي.په دې کې شک نشته چې ولسمشر  غني غواړي چې افغانستان په یو باقانونه او امن افغانستان بدل کړي خو نه خو دا د کوم فلم کیسه ده چې ژر ولیکل شي او پایله یې مالومه شي او نه هم کوم کتاب لیکل دي چې په څو میاشتو کې تکمیل شي.د افغانستان د سیاست پهلوانان اوس هم په هغومره زور کې دي لکه څومره چې مخکې وو.ولسمشر غني د تیرې څو مودې راهیسې د افغانستان د سیاست اصلي فارمول یانې اداره او ګوزاره عملي کول پیل کړي دي چې ورسره ورسره په نسبي ډول ورته حالات هم نورمال شوی دي او هغه کسان چې شپه ورځ به یې دده پښې وهلې اوس حدِ اقل دومره شوي دي چې ورسره یو ځای کیني او دده هر تصمیم ته سر هم خوځوي او د همکارئ ډاډ هم ورکوي. په دې کې هیڅ شک نشته چې ټول افغانانان نور د خپلو ولایتونو د سیاسي بدمعاشانو څخه پوزې ته راغلي دي خو په دې کې هم هیڅ شک نشته چې که چرته دغه سیاسیون چیړل شروع شي نو د حکومت د تضعیف په مقابل کې به ځای ځای نوي دسیسه ایز کمپاینونه پیل او د حکومت د خرابوالي لپاره به کار شروع کړي. ولسمشر غني ته پکار دي چې په ډیر تکتیک او هنر سره ټول سیاسیون متفق وساتي او داسې یو دم پرې چوپ کړي چې دده تصامیم ورته پخپله د قبلیدو وړ وګرځي، دا کار به تر یو حده پورې قرباني غواړي خو د شرایطو په نظر کې نیولو سره دا سودا تاواني سودا نده بلکه د هیواد او ولس په خیر تمامیږي.

د ادارې او ګوزارې فرمول که څه هم تر شا تریخ زمیني حقایق لري خو د وطن په خیر تمامیدای شي، دا فرمول د زیات چلش څخه وروسته په خپله د ګوزاې ټکی له ځانه حذفوي او داسې وخت به راشې چې اداره به بیا هیڅکله ګوزاره نه مني، هغه به هغه وخت وي چې زمونږ نظامي ځواکونه به کاملا ملي وي، اجرایوي ادارې به زمونږ ټولې ملي وي، او همدا شان په لوړو پوسټونو باندې کارکونکو ته به قوم، نژاد، ژبه او سمت د قانون په وړاندې هیڅ اهمیت نلري خو دا کار په تدریج سره کیدای شي نو په فوري توګه.نو تر هغو چې یواځې د ادارې وخت رارسیږي نو ګوزاره او اداره په کار ده.

لیکوال: تاج محمد تمکین

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …