کور / افغانستان او نړۍ / چارواکو آیا پکتیاوال دریم لاس افغانان دي؟

چارواکو آیا پکتیاوال دریم لاس افغانان دي؟

پکتیادافغان له سترولایتونوڅخه ده چي ډیروګړي یې زږه پښتانه دي هغه پخواني کلتوري جامې ،جرګې ،میلمستیاوي ،نښې ویشتنې اتڼونه لا اوس په کې رواج دي چي دسړی پښتنه مینه په ماتیږي.

په دې وروستیوکې یوځل بیا پکیتاوال راپاڅیدلي چي دوی ته دولت توجه نه کوي د دوی په نوم استازي چي کابل مرکزکې دنمائیده ګانوپه نوم  ووسي هغوی ټول ددوی مشران نه دی ،ځکه هغوی داسي  پرېکړې کوي چي له دوی سره یې سلااومشوري نه دي شوې ،دوی وايي دنورو ولایتونوپه پرتله پکتیاکې هیڅ ډول دپام وړخدمت نه دی شوی،دوې ورځې وړاندې دولسمشرپه فرمان زوړ والي ارسلاله ددې ولایت له دندې ګوښه اوپرځای یې جنرال ویسا مقررشوی ،له همدې امله دپکتیاقومي مشران اوځینومخورو کسانو هغه وړکس ځکه ونه بللوچي یوخونوموړې نظام چارواکی دی بل ډیرعمرضعیف کس دي پکتیایوسترولایت دی باید د دوی په خوښه شخص انتخاب شي په همدې اړه ځیني پکتیالو شکایتونه کړې چي ماپه یوپه بل پسې راوړي او چارواکوولسونوته مې وړاندې کړي دي په پای کې دپکتیالنډه پيژنده شوې.

پکتیاوال دریم لاس افغانان دي !!! ش.سحر

د پرېکړو او تصمیمونو له مخې اول لاس افغانان هغه څوک دي چې خپل سرنویشت پخپله ټاکي،چې دا طبقه وګړي زموږ په هېواد کې نشت برابر دي.

دویم لاس افغانان هغه څوک دي چې ددوی په ټولو تعاملاتو کې ددوی رایه سمه نیمایي او یا تر هغې هم په کمه فیصدي تاثیر لري.
او دریم لاس یې بیا هغه افغانان دي چې نه یوازې دا چې ددوی د سرنویشت په هکله لدوی څوک پوښتنه نکوي،بلکه له هغه څه او څوک ورته خوښوي چې په درسته نړۍ کې له عجایبو ګڼل کیږي.

بې بابرکه پکتیا له تېرو پنځلسو کالو رانیولې تر ننه پورې داسې تسلسل زغمي ،چې بویا هیڅ طبقه افغانان ندي ورسره مخ شوي،
موږ به په کلکه او کلي توګه دا ومنو چې پکتیاوال یووالی نلري.او په بېلو بېلو فرقو او ډلو وېشل شوي.امّا د وخت هغه حاکم او مشر په داسې حال کې چې د همدې پکتیا والو په زحمتونو او ستړیو یې مشري لاسته راوړې وي،حد اقل خپله هغه ایماني او انساني وجیبه خو تر سره کړي.

پښتانه یو متل کا وایي

 موږ تورګل خان ژاړه،سورګل خان یې په خره سپور راووړ

دلته یوه غټه ستونزه داده.

چې د افرادو د ښه والي او بدوالي میعیار د شخصي اړیکو او ګټو په تناسب پالل کیږي.

یانې ښه سړی او ښه حاکم هغه څوک بولو چې تر ټولو زیات باید زموږ ډېر خیال وساتي.فقط او فقط چې دا صفت ولري نور د خدای وکړي چې ښه غټ غل ښه ستر فاسد او …..ولې نه وي.

له پرون ورځ راهیسې د پکتیا د والي نصرت الله ارسلا له دندې د ګوښه کېدو ګرمې اوازې وي.

ادلون بدلون د یوه نظام اصل ګڼو،د ښاغلي ارسلا په اداره کې ریښتیا هم بلا زیاتې ستونزې موجودې وې.

دا چې د نظام رهبري د ستونزو د حل لاره د ښاغلي ارسلا په لرې کېدو کې ویني.

سمه به وي.

اما اړینه خبره د بدیل او عوض ده.

فېسبوکي مالوماتو ته په کتو د نظام رهبري غواړي چې د کندهار د پخواني والي توریالي ویسا ورور زلمی ویسا چې په بلخ کې د شاهین قل اردو قوماندان پاتې شوی،نوموړی د پکتیا د والي په توګه ورمقرر کړي.

نوموړی تقاعد عمر ته د نږدې عمر خاوند دی او فکر کوم په ملکي ادارو کې د داسې سابقې خاوند هم ندی پاتې شوی چې یو څوک یې د تکړه والي شهادت ورکړي

پکتیا له تاریخه د بېلابېلو کلتورونه او قومونو کور پاتې شوی.

د نظام رهبري او ولسمشر ممکن د افرادو په اتنخاب کې کافي تجارب ولري.

خو د زلمي ویسا ټاکنه د کوم میعیار له مخې …؟؟؟

خوبل پلو په رسینوکې هم پکتیاوالو چیغې جوړې کړې چي د دوی ولایت دي له سیاسي سقوط څخه وژغورل شي په دې اړه په پکتیا کې ځینې قومي مشران وايي که له دوی سره سلا مشوره نه کېږي د پکتیا لپاره نوی والي نشي منلی.

تېره ورځ د حکومت له لوري  په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې جنرال زلمی  ويسا د پکتيا د والي په  توګه اعلان کړای شو خو دپکتيادغه نهادونه  وايي چې نوموړی والي به هيڅکله ونه مني ځکه چې  دغه تن په کابل کې د داسې کسانو په واسطه ګومارل شوی چې شخصي ګټې يې په کې خوندي دي .

قومي مشر حضرت محمد کوچي وويل چې  په کابل کې دپکتيا يو څو وکيلان او سياستوال دي چې دځان په ګټه ددې ولايت په ادارو کې ګومارنې کوي نوموړی وايي موږ دنوي او زوړ والي په مقرريدو باندې کومه نيوکه نه لرو، بلکې دا وايو هر څوک چې مقرريږي بايد دپکتيا والو په خوښه وټاکل شي.

خوپکتیاوالو نن جمعه د پکتیا د پخواني والي نصرت الله ارسلا د خدای پامانۍ په غونډه کې وویل چې د ولسمشر په هغې پرېکړې خپه دي چې له دوی سره له سلا پرته یې د پکتیا لپاره نوی والی ټاکلی دی په غونډه کې د قومي او مدني ټولنو په استازولۍ محمدعلي جان محمدي وويل چې پکتیا ته نوی راتلونکی والي له دوی سره له سلا او د ستونزو له درک پرته ټاکل شوی دی.

"د پکتيا ولايت قومونه، مشران او سپينږيري او ځوانان خبر نه دي او په پکتيا باندې لوبې کيږي موږ ته ارګ او مرکزي حکومت قناعت نه وي راکړی، موږ نوی والي نه منو او دغه والي له موږ نه شي تللی."

د پکتیا پخواني والي نصرت الله ارسلا له ولسمشر او اجرایه رییس مننه وکړه چې دی یې د پکتیا والي ټاکلی و او اوس هم له دې پرېکړې سره کوم مخالفت نه لري د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې پرون اعلان وکړ چې د دوی د وړاندیز په اساس تورن جنرال زلمی ویسا د ولسمشر اشرف غني له لوري د پکتیا نوی والي ټاکل شوی دی زلمی ویسا یو کال وړاندې په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان و،خودامنوچي نظام کس وو مګراداري نظام نه شي ترسره کولای سره له دې خبرې چي هغه اوس نور ختم شوی درسمي اودولتي چارو قابلیت یې په موټ کې دضعف له امله وتلی دی.

ښاغلي ارسلا درخصتېدوپه وروستۍ غونډه کې ویلي چي شکر وباسئ چې د داسې يو نظام تر سيوري لاندې موږ او تاسې ژوند کوو چې د ولسمشر د امر اطاعت کېږي او په فرمان يې هم دندې ته راځو او هم ځو او د ولسمشر قدرداني کېږي او زه له رئيس جمهور او اجرائيه رئيس څخه مننه کوم چې په تېر يو نيم کال يې په ما باور کړی و او د پکتيا غوندې يو مهم ولايت واک يې راسپارلی و، موږ او تاسې داسې يو نظام غوښته چې د ولسمشر په يوه ټوټه کاغذ يو کس وظيفې ته لاړ شي او په يوه ټوټه کاغذ يې ايسته کړي داسې مو نه غوښته چې په يو ولايت کې دې زورواکي چارواکي ناست وي او چې لېرې شوی وي دی دې زور وکړي او نه دې ځي او دا تجربه موږ او تاسې کړې او ۱۳ کاله مو دې ته انتظار کړی دی چې داسې يو نظام راشي چې فرمان يې ومنل شي."

نوموړي وويل چې ده په خپله کاري دوره کې د پکتيا لپاره هغه څه وکړل چې لازم وو، په ادارو کې يې خالي بستونه ډک کړل، يو شمېر پروژې يې په مرکز او ولسواليو کې ترسره کړېد پکتيا والي د خدای پاماني په دې غونډه کې د پکتیا ولايت قومي مخورو والي نصرت الله ارسلا ته د قدردانۍ لونګۍ ورپه سر کړه او په پکتيا کې د ښې حکومتدارۍ مننې ترڅنګ يې ولسمشر باندې غږ وکړ چې په کابل کې ناست سياسيون د پکتياوالو استازيتوب نه شي کولای.

 راشئ اوس نوپکتیا وپيژنؤ :

پکتيا ولايت د افغانستان په سوېل ختيځ زون کې پروت غرنی ولايت دی، چې ټول مساحت يې  ۱۶۸۶۲ کيلومتره مربع  او د بحر له سطحې شاوخوا ۱۵۰۰ متره لوړ دی.
پکتيا ۱۳ لويې او وړې ولسوالۍ لري، ډېر اوسېدونکي يې په غرنيو ولسواليو کې ژوند کوي.
د رباني د حکومت پرمهال يې سرشمېرنه نږدې پنځه سوه زره شوې؛ خو په پکتيا کې دا مهال د روغتيايي او مرستندويه ادارو له لوري نا رسمي سرشمېرنې څرګندوي، چې پکې د نفوسو شمېر تر يونيم ميلون پورې رسېږي.
پکتيا اوږده تاريخي سلسله لري، د پخوانيو اريايانو مرکز ګڼل شوی او په تاريخي کتابونو کې راغلي، چې ټول پښتانه په هغه وخت کې له دې ځايه نورو سيمو ته کوچېدلي او ځای پر ځای شوي دي.
 

ولسوالۍ:
پکتيا شپاړس اداري واحدونه لري،چې يو مرکز او ديارلس ولسوالۍ دي. احمداباد، سيدکرم، ميرزکه، احمدخېل، ځاځي اريوب، لجه منګل، جانخېل، څمکني، ډنډې پټان، شواک، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، زرمت، يې ولسوالۍ دي، چې احمداباد او سيدکرم يې په هواره ځمکه او پاتې نورې يې په غرنيو سيمو کې پرتې دي.
 

د اوبو بندونه:
د مچلغو بند د پکتيا مرکز ګردېز ښار څخه ۴۰ کيلو متره مخ په سوېل ختيځه سيمه په احمد ابا ولسوالۍ کې موقعيت لري. دغه بند ۱۸۰۰ هکتاره ځمكه خړوبوي او د ۸۰۰ كيلو واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري. که څه هم چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د جوړېدو ژمنې کېږي ، خو لا هم نه دی جوړ شوی.
 

کولتور:
د پکتيا خلک د جرګو او مرکو د خلکو په نامه يادېږي او ډېرې شخړې او لانجې په کې له دې لارې هواريږي او دا يې د کولتور يوه خاصه ځانګړنه ده.
په پکتيا کې ډيری تصميمونه دقومونو له خوا نيول کېږي؛ خو د دې تر څنګ د لوړ ولور او ګڼ شمېر نور دودونه هم په کې رواج لري.
دغه راز په تېرو يوولسو کلونو کې لکه د نورو ولايتونو په شان په کې فرهنګي چارې هم ګړندۍ شوې دي.
په پکتيا کې پنځه اويا کاله وړاندې د وړانګې په نامه يوه پنځلس ورځنۍ جريده د اطلاعاتو او کولتور رياست په چوکاټ کې خپرېده؛ خو د دېرش کلنو جکړو او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له خپرېدو پاتې وه؛ خو د نوي حکومت په راتلو سره بيا فعاله شوه.
 

دغه راز په کې وخت ناوخت غونډې، ادبي ناستې، مشاعرې، سیمینارونه او نورې فرهنګي چارې هم تر سره کېږي.
 

تاريخې ابدې:
د ګردېز بالاحصار د پکتيا تر ټولو لوړه او ستره تاريخي سيمه او ودانۍ ده. دغه بالاحصار د ښار ختيځ ته په  څلوېښت متره لوړه غونډۍ پروت دى، چې اوږدوالى يې ۱۵۰ متره او پلنوالى يې پنځوس متره ښودل كېږي.
د دغه بالاحصار په اړه د سيمې اوسېدونكي وايي، چې سلګونه كاله پرې تېر شوي او په خپل وخت كې واكمنو د يوه سنګر په توګه كار ترې اخېست.
 

مشاهير:
پکتيا د تاريخ په اوږدو کې په خپله غېږه کې ډېر ستر شخصيتونه روزلي او ټولنې ته يې وړاندې کړي دي. پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله، ببرک خان ځدراڼ، باچا خان ځدراڼ، مورخ عبدالحی ګردېزي، سرمحقق علي محمد منګل، غلام محمد زرملوال، حيات ګردېزی، استاد ګلزمان، احسان الله درمل، رحيم الله زرمتی او ګڼ شمېر نور يې مشهور او نوميالي دي.
 

رسنۍ:
د نوي حکومت په راتلو سره په تېرو یوه نیمه لیسزه کې په پکتيا کې هم د نورو ولايتونو په شان ګڼې رسنۍ خپرونې کوي. وړانګه، اوښتون، سحر، پکتيا، ولس هيلې، سيدکرم، ميرزکه، افغان ننګ، پکتيا ځوانان او غوټۍ مجلې اوسراب او پکتيا غږ جريدې يې چاپي خپرونې دي.
دغه راز يو ملي تلوېزيون، ملي، اوښتون، پکتيا غږ، روان اف ام، کاروان او څمکنی غږ په دې ولايت کې فعالې راډيوګانې دي.
د دې تر څنګ پژواک خبري آژانس، کليد، بي بي سي، ازادۍ، سلاموطندار او بيان راډيو ګانې او شمشاد، ژوندون، لمر، طلوع، يک او يوشمېر نور تلوېزيونه له کابله هم په دې ولايت کې اورېدل کېږي او ليدل کېږي.
پوهنه:
دا مهال په پکتيا کې ۳۴۰ ښوونځي او بېلابېلې ښوونيزې ادراې شته، چې په کې ۸ ديني مدرسې، يوه ميخانيکي، يوه د کرنې مسلکي لېسه او يو کثيرالرشتوي انسټيټيوټ شامل دي، چې ۱۸۰۰۰۰ زره زدکونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۴۵۰۰۰ تنه يې نجونې دي.
په پکتيا کې له ۳۴۰ ښوونځيو څخه ېې ۱۶۹ ښوونځي ودانۍ نه لري. پکتيا له پنځو څانګو سره يو دارالمعلمين او يو پوهنتون هم لري.
صنعت:
په پکتيا کې که څه هم چې صنعت ډېره وده نه ده کړې؛ خو په ځينو کليو او بانډو کې لاسي توکي جوړېږي. يوشمېر کسان د خامک، وړيو، نيمڅي، ټوکرۍ، پوزي، خټين لوښي او نور جوړوي.
کرنه:
پکتيا يو غرنی ولايت دی، چې ډېری برخه يې غرونه دي او د کر لپاره کمې ځمکې لري.
په سيدکرم، احمداباد او زرمت ولسواليو او ګردېز ښار کې د کرنې وړ ځمکه لري، چې تر ډېره په کې غنم، جوار او ځينې نور فصلونه کرل کېږي. په پکتيا کې په دې وروستيو څو کلونو کې د باغونو جوړولو ته هم د خلکو پام اوښتی او د مڼو او نور مېوو باغونه مخ  په ډېرېدو دي.
د دې ولايت ډېری ځوانان عربي هېوادونو ته د کار روزګار لپاره ځي.
لوبې:
په پکتيا کې ځوانان په ګڼو لوبو بوخت دي، واليبال، کرکټ او فوټبال هغه لوبې دي، چې په مرکز ګردېز او ولسواليو کې مينه وال لري، دغه ډول ډېر شمېر ځوانان بيا د لازمو امکاناتو د نشتون له امله دوديزې لوبې تر سره کوي، چې په کې خوسی، تيږه اچول، غېږ نيول او نورو شامل دي. جمالیار 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …