کور / ظریفي / لايتناهي سفر او نامعلوم جهت

لايتناهي سفر او نامعلوم جهت

لیک : بادام ظریفي (فقیر)\

زما یو ملګری او اډیالوژیکي ورور تقریباً د اوویشت اته ویشت

 کالو راپه دې خوا چې چیرته د چا سره مخامخ شي بس د ډیرې

 تشریح د اوریدویا ویلو په مقابل کې یوه خبره کوي چې لاتیناهي

سفر او نامعلوم جهت چې د دې جملې په ډیرو ویلو سره اکثره

 ملګري ورته لیونی وائي خو که څوک دې وینا ته ښه زیر شي

 او د افغانستان د تیرو دریو لسیزو ماضي ، حال او راتلونکي ته

وګوري نو واقعاً دا جوتیږي چې د افغانانو سفر نه ختمیدونکی او لوری ئي هم معلوم نه دی .

یو وخت افغانانو د ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره مبارزه کوله ، یو وخت ئي د پردو د یرغل پر وړاندې میدان ته ودانګل یو وخت ئي د افغانستان د تجزیه کیدو د مخنیوي په موخه ټټرونه سپر کړل او اوس ئي د ملي تاریخ داعیه توده ساتلې ده کله چې په هیواد کې د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ پنجې په هیواد ولږیدې نو د دې پنجه پاو یا چنګاښ د پنجو پورې د جهاني جاسوسي شبکو جرائيم نښتی وو او د همهغه وخته په هیواد کې جاسوسي جنګ پيل شو .

ګرچې شهید سردار محمد داوُد خان ښه نشنلست و او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې ښکیلاک او زبیښاک ته تسلیم نه شو ، د هغه د مرګ او د ۱۳۵۷ ال د غوايي د ۷ مې نیټې څخه وروسته د غربي امپرالیزم او شرقي سوسیال امپرالیزم سره په جنګ شول او تر نننه دا جنګ په بیلابیلو ډولونو روان دی چې په دې جنګ کې (KGB) او (CIA) په ملیاردونو ډالر مصرف کړي خو برټش اینټليجنټ سرويس یواځې په (ISI) مصرف کړې دي او داسې یو شیطاني قوت ئي په سیمه کې روزلی چې ټولې جاسوسي شبکې ئي په ګونډو کړي دي .

د هیواد ستراتیژیک او جیولوژیک موقعیت داسې دی چې هر زوراور په دې ځای قبضه کول غواړي خو افغانانو د تاریخ په اوږدو کې بلواکي نه ده منلې دا چې یوویشتمه پيړۍ ده د ساینس او ټکنالوژۍ دور دی او افغانانو د دې حالاتو سره ځان نه دی عیار کړی تعلیمي کچه کمه ده او بشریت په ډیره بیړه مخ په پرمختګ روان دی د معنوي امکاناتو سره د مادي امکاناتو د لاس ته راوړلو لپاره په وروسته پاتې هیوادونو کې لاس وهنې کوي د خپلې خوښې د نظامونو د راوستلو لپاره د دیموکراسۍ د ملاتړ په نوم د ملتونو د خوښې مشران وژنې که په ملي سوچ او هیوادنۍ دیدګاه څخه حالاتو ته زیر شو وبه ګورو چې په دې هیواد کې کومې لوبې روانې دي په واحد ملت کې ملیتونه جوړ کړي دي او لګیا دي دې بل شوي اور ته وخت په وخت نوي نوي پطرول ورشندي ؛ پرون ئي جهاد او مجاهدین ستایل او بیا ئي جهاد ته فساد او مجاهدینو ته مفسدین ، پاټکسالاران او ټوپکساران وویل ، استادان يئ په شاګردانو وزغلول ، اسلامي امارات ئي جوړ کړی ، بن لادن ئي وروزه ، مجاهد اعظم ئي ورته وویل او بیا ئي د القایده په نوم تورن کړ ، اسلامي امارات ئي ړنګ او تورې بوړې ته ئې راټول کړل او هغه وزیرستان ته ئې واستول کوم چې انګریزي ښکیلاک نه و تسخیر کړی د ایپي فقیر نیاز علي خان په قیادت کې ئي جهاد کړی او د میرزا علي په مشرۍ ئي خپله خپلواکي ساتلې وه ؛ د ډرون حملو يئ هم سر ټیټ نکړای شو ، په قطر کې د نوي دفتر نوې لوبه د مسلې نوی اړخ دی چې نوې نوې خبرې ترې را ولاړې شوې دي او په هیواد کې نوې نوې غږونه اوچت شول .

د فدرالیزم غږ د افغانستان د تجزيي په لور یو حرکت دی مډیا او سیاسي شنونکي ورځ په ورځ نوې نوې تبصرې کوي ، که داسې شي نو داسې به شي هغه بیا هغسې نه شي بل شان شي ، پرون د طالبانو د تحریک مشرانو وویل چې ترڅو خارجي پوځونه نه وي وتلي موږ د چا سره خبرې نه کوو مګر نن وائي چې موږ د خارجیانو سره خبرې کوو ، د افغانستان د حکومت سره خبرې نه کوو پرون ویل کیدل چې موږ د قطر څخه پرته بل چیرته خبرې نه کوو خو ولې نن ویل کیږي چې په سعودي عربستان کې به افغانستان ، پاکستان او طالبان سره خبرې وکړي .

داټول هغه څه دي چې افغانانو ته خپل لوری نه معلومیږي وائي یو وخت په یو ملک کې یو پاچا و چې ذهني توازن ئي نه لره او خبرې به ئي ګډې وډې کولې د وزیر سره په مشوره ئي پریکړه وکړه چې یو تار به د پاچا په پښه کې وتړل شي او بل سر به ئي د وزیر سره وي کله چې د پاچا څخه د خبرو لوری غلطیږي نو وزیر به تار کش کوي او پاچا به خپلې خبرې بدلوي یا به خاموشه کیږي نو یوه ورځ پاچا د یو بل ملک د پاچا سره صحبت کې ناست و او خبرې تړې کاواکه شوې نو وزیر تار کش کړ پاچا خاموش شو هغه بل پاچا ورته وویل چې ښه خبرې کوه کنه پاچا ورته ځواب کې وویل چې تار يئ کش کړی دی ، نن سبا ټولو مشرانو کې تارونه اچول شوي دي د چا تار د ایران د چا پاکستان د چا روس د چا هندوستان د چا چین د چا فرانسه د چا جرمني د چا انګریزان او د چا چا سره په لاس کې دی او کش کوي ئي ، پرون له امو څخه تر اباسینده او د بدخشان څخه تر ګوادره یوه خبره وه او ټولو ځان ته افغان ویل مګر نن هر ورور محترم ځان د افغان په نوم نه بلکه د هغه قوم په نوم شمیرې چې له کوم قوم دې اصلي خبره داده چې ملت جوړ نه دی ځکه یو واحد ملت یا واحده ټولنه په یوه ټاکلې جغرافیه وي قلمرو کې د بیلابیلو ژبو ویونکو او د مختلفو قومونو ارګانیک یووالی دی چې ګډ تاریخ ګډ اقتصادي ، سیاسي ، نظامي او کولتوري ګټې او مشترک برخه لیک ولري او په اګاهانه توګه ځانونه د دغې ټولنې او د دغه جغرافیوي قلمرو ته وفا دار وبولي مطلب ملت باید داسې یوه ائينه وي چې هر څوک په کې خپله څهره په خپل شکل وګوري د هر چا حقوق په کې خوندي وي چې ټول به په ګډه د خپلو ملي منافعو څخه دفاع کوي ټول به یو نظر د بلواکۍ څخه خپلواکۍ ته ترجیع ورکوي ، ټول به خپل ملي یووالي ساتي او ټول به د ټولو لپاره یو شان وي د ځان غوښتنې پرځای به بل غوښتنه غواړي نو زما په اند :

په ټولو افغانانو کې د ملي روحیي او ملي سوچ پياوړي کول .

د ملت جوړونې لپاره د ټولنیز عدالت پلي کول .

د بیګانه ګانو څخه ځانونه خلاصول .

ملي امنیتي ځواکونو په پرمختللو وسلو سمبالول ، د هوايي ځواکونو غښتلي کول ، د ملي اردو پخواني صاحب منصبانو په اردو کې جزبول او د هغوي له تجربو څخه ګټه پورته کول .

پر خپل خدای (ج) خپل هیواد او مټو تکیه کول .

د ژوند په ټولو اړخونو کې د قانون حاکمیت پلي کول .

په ټوله کې د ملي یووالي او یو بل ته د ورورۍ لاسونه ورکول .

د ټولو سیاسي ګوندونو ، تنظیمونو او مدني ټولنو یو بین الافغاني کنفرانس جوړول .

د سولې او د فغانستان د راتلونکي لپاره د ملي طرحې جوړول .

په دولتي مقامونو کې د پوهو ، صادقو او هیوادني ګتو ته وفادارو افغانانو مقررول .

badamzarifi200@gmail.com

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …