کور / افغانستان او نړۍ / داعش دقبرونو ترڅنګ ملي ،تاریخي اومذهبي اثارهم ورانوي

داعش دقبرونو ترڅنګ ملي ،تاریخي اومذهبي اثارهم ورانوي

داعش غواړي چي په ټوله اسلامي نړۍ کې لرغوني اثار،تبرکات ،اوتاریځي ودانۍ ویجاکړي ،خودوی نه یواځې داکارکوي بلکي دوی دې سره په مسلمانانو کې234298_615 234299_770 234300_711 1539355_926 8229372-12861098 82251641-71060592 635946781320557769  تخریب موزه موصل توسط داعش روحي نظریات اوعقیدوي بنسټونه هم ورانوي،دوی اصل کې داسلامي بنسټونه ورانوي خوپه ډيروحشي اومرموزډول .

په افغانستان کې داعش اوس په دې شروع کړې چي ټول هغه قبرونه چي څوک ورته دزیات لپاره ورځي دوی یې ورانوي اوداکارشریک بولي ،هغوی کې یوشمېرپخواني سلفیان یااهل حدیث په نوم مذهبی تندرو اوسرزوري هم شته ،چي همدې موقع ته ساتل شوي وو.

داعش په اړه محقیقنو داڅیړنه ډیره مخکې کړې خو دې ورستیو کې افغانستان په ننګرهار اودعراق په ځینولویوښاروکې د دوی اصل څرګندشوی یوشمېرکارپوهان وايي چي داعش دامریکااوځينو نور هیوادو ځانګړي ډله ده چي دجغرافیايي او مذهبي جګړو لپاره رامینځ ته شوې ده دوی به دافغانستان ځینو سیموکې د دولت دځینوکړیوپه موټ سپورټیږي ،ترڅو دچین اوروسي جګړه ځانګړی رول اداکړي.

په همدې اړه ویل شوي دوی چي له هرښارڅخه وځي دهغه ښارملي شتمنۍ اواثار لوټوي په دې وروستیوکې دسوریې عراق تول اثار اومذهبي نښې له مینځ وړل شوې خوځيني بودايي اثار یې  هم له مینځه وړي ،تیره ورځ په عراق یوځل بیا د دوی له شاتګ سره جوخت دوی دعراق اثار تالان کړل ، دا لرغوني اثار د موصل په جنوب ختیځ کې نزدې په ۱۹ میله فاصله لرې موقعیت لري.

دیوخبرله مخې چي روانه اوونۍ چې کله د امریکا په مشرۍ عراقي ځواکونو تُندروه ډله د نمرود ښار نه وویسته، نو وې لیدل چې د عراق د لرغونو اثارو دا زوړ ښار کنډرپروت دی.

دغه ښار پله د عراقي ځواکونو د پرمختګ نه څو میاشتې وړاندې د داعش تُندلارو دغلته ټولې مجسمسې او تاریخي ځایونه تباه کړي وو کوم چې درې زره کاله پخواني وو، او د زغورت زیاتره اثار يې ویجاړ کړي کوم چې په نهمه صدۍ کې جوړ شوي او یو وخت تر ټولو لوړ ې ودانۍ وې.

د عراق د لرغونو اثارو کارپوهه سرمدالوان وایس اف امریکا ته ویلي نمرود په داسې ډول ویجاړ کړی شوی چې (( دا په ګرانه یقین ته پریوځي چې به بیا جوړ شي دا لرغوني اثار د موصل په جنوب ختیځ کې نزدې په ۱۹ میله فاصله لرې موقعیت لري د نمرود نوم په الهامي کتابونو کې راځي او په نوي عصر کې دې ته کلهو ویل کيږي کوم چې د ۶۱۰ عیسوۍ نه تر ۱۳۵۰عيسوۍ پورې د شام د سلطنت پلازمینه پاتې شوی دی.

ویل کیږي چي دا ښار نزدې درې زره کاله زوړ دی کوم چې د صدو نه د خاورو لاندې پټ ؤ او په کال ۱۸۴۹م کې د لرغونو اثارو پوهانو بیا راښکاره کړی ؤ.

دترکيي منتخب ولسمشر رجب طيب اردوغان چې په پاكستان كې په رسمي ليدنو بوخت دى يوې غونډې ته وينا په ترڅ كې وويل چې داعش د اسلام سره هېڅ ډول اړيكې نه لري. ددې ترهګرې ډلې ترڅنګ لوېديځ ولاړ دى.

اردوغان چې د پاكستان ملي شورا ته وينا اوروله د داعش د ترهګرې ډلې سره د مبارزې په برخه كې شتو ستونزو ته په اشارې سره وويل چې ددې ترهګرې ډلې سره د مبارزې پر مال لاس ته راغلې وسلې ټولې په لوېديځ كې جوړې شوي دي. دومره زيان چې اسلام ته دوى رسولى دى بل هيچا نه دى رسولى.

ولسمشر اردوغان زياته كړه چې “ لوېديځ اوسمهال د داعش سره ولاړ دى. له داعشه نيول شوې وسلې په لوېديځ كې جوړې شوې دي. دا ډول د اسلامي نړۍ پر وړاندې روانه دسيسه ده. په عراق، سوريې، لېپيا او افغانستان كې همدا لوبه روانه ده. دوى د افغانستان او پاكستان ترمېنځ كړكېچ هم همدوى جوړ كړى دى. آيا پاكستان ځان له ترهګرو خلاص كړ؟ نه آيا تركيې ځان له ترهګرو خلاص كړ؟ نه. د قاتلانو دا رمې بايد ژر تر ژره له اسلامي نړۍ وشړو. په بل ډول ثبات نشوترلاسه  كولاى؟  دا لومړى ځل دى چې ولسمشر رجب طيب اردوغان په زغرده د داعش په ظهور كې د لوېديځ په لاس لرلو باندې بحث كوي.

دیوه بل خبرله مخې چي د داعش وسله والې ډلې یوه چارواکي په daiesh-610x330خپل یوه فرمان کې ددغې ډلې وسله والو ته امر کړی، چې د امریکا متحده ایالتونو الوتکو ویشتل منع دي د دروسي خبري ویبسایټ لیکلي، چې د داعش وسله والې ډلې دا سند یې په بغدیدا ښار کې ترلاسه کړی دی چې په دیوالونو ځړول شوی و د سرچینې په وینا په لیک کې لیکل شوي، چې د ائتلافي ځواکونو پر پوځي الوتکو چې په هره ارتفاع کې الوتنه کوي، حتی که د کور په بام که ناسته وی، د هر ډول وسلو سره ډزې کول پرې کلکه منع دی دا سند د داعشیانو په یو مرکز کې چې خلک یی خپلی ډلی ته بلل، د دیوال په مخ ځړول شوی وو یادې سرچینې ویلي چې دوی ددې فرمان د سند په توګه ځانګړي انځورونه لري دا فرمان د ددغې ډلې یوه مشر شیخ ابو صفیة الاکثار لخوا صادر شوی او لاسلیک شوی دی، د لیک پیل په خطبې سره شوی او وروسته له سلام څخه یې متن لیکلی دی، د لیک په پای کې یې خپلې ډلې ته په ذکر او تهجد لمونځونو هم امر کړی دی.

په تیرو څو کلونو کې دننګرهار ځايي خلکوپه سترګولیدلی حقائق ښيي چي له پاکستان څخه را وارید شوي داعش وسله وال اکثریې سلفیان دي دوی دامریکا په ځانګړو قواو پورې تړلي دي ،خو په دې وروستیو کې افغان دولت هم ورته سیاست زده کړي چي داعش به باندې نورنړۍ لکله روسي جمهوري هیوادنه اوچین وډاروي ،ترڅو پوځي تجهیزات اومالي لښګتونه ورته ورکړي اوله دې جګړې څخه ببوجوړ کړي ،مګرپه کنترول کې ده ،دوی ولي دلوی کندهارپه سیموکې نشي کولای فعالیت وکړي ځکه چي یوخو هلته سلفیان نشته بلخوا ددې سېمې خلک له ورته چلند سره تربل هرچا اوس پوی شوي اویوڅه انداز دواک اوځواک موټي یې هم غښتلي دي ،دننګرهارځايي خلکوپه کراتو دولت ته ویلي چي امریکايي چورلکي دوی یوبل خوا انتقالوي او د دوی راډیو اسټیشن دامریکاله ځانګړي کمپین څخه خپریږي اوله دوی څخه نیول شوي وسائل اووسلي دامریکاساخت دي،خودولت اوس دد ې واک نه لري.

په دې ورستیوکې یې دشمالي ولایتونو جوزجان اوغورپه ولایتونوکې هم انګازي خپرې شوې خو ځايي خلک وویل چي دهرڅوک بولې مګردي دشمالي ټلوالي پخواني توپکیان .

اوس يي په ځینو ولایتونو کې کوشش کړي چي خپلې رېښې وغځوي ،داسي هم ویلي شوي چي دوی وغواړ دلويي پکتیااوکوڼړځنګلونه اوچارمغزو ونې ورباندې ووسوځوي لیکن لیرې نه ده چي داخبردي موږ یوه ورځ وانه ورو ځکه د  دوی جوړشوي همدې لپاره چي ملي اومذهبي ارزښتونه لوټ کړي.

جمال اسحاق زی 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …