کور / افغانستان او نړۍ / سږکال سوړ ژمی به طالبان په جګړو ګرم وساتي

سږکال سوړ ژمی به طالبان په جګړو ګرم وساتي

ویل کیږي چي طالبانوبه سږ کال په ژمې کې هم خپلو وسله والو بریدونوته دپخواپه پرتله زیات دوام ورکړي ،ترڅو په هیواد کې خپل پټنځایونه اودوامي سنګرونه جوړکړي .

طالبانو ته یوې نژدې سرچنې ویلي چي وسله والو طالبانو ته امرشوی چي په شمال جنوب او ختیځو ولایتونکوکې دسرپناځایونه ونیسي اونورې ټولې اړتیاوي پرتله له پاکستان میشتیدو هم هلته پوره کړي،ترڅو خپل حضورثابت کړي اود نورو له برلاسه ځان وژغوري.

څومیاشتي مخکې دطالبانو ډیری مشران له خپلووسله والو سره دپاکستان څخه واوښتل اوهلته یې دجګړو په زیاتیدوسره دومره سیمې له افغان دولت څخه ونیولي چي دوی په کې ژوند کوي.

یاده سرچنیه وايي چي پاکستان طالبانو ته ویلي چي په  دوی باندې بهرنی فشار زیات شوی کیدای شي د دوی هیواد هم په وسوځي ،هغوی دملامحمداخندپه مهال هم هغوی ته ویلي چي دوی ستاسولپاره خپل هیواد نه شي قرباني کولای اوملامحمدعمرورته ویلي چي دوی نه اوس ورته ضرورت لري اونه یې مخکې ،خونورطالبانوبیا دسیاسي پنا په غرض دپاکستان سره دښواړیکوپه دوام ټینګارکړی ،مګر دګټې یې زیان ورته اړولی دی.

څوورځي مخکې یوشمېررسینزو سرچینو په ویلي چي طالبانو سره ایران او روسیه په څرګند ډول مرستې کوي ،هغوی ويلي چي  دیدوی ځینې مشران هلته میشت شوې اواړوند یاڅیرمه ولایتونو څخه ورته د دوی ټپیان هم ور وړل کیږي اوهلته ورته تداوی کیږي ،خویوې سرچنې ویلي چي په پاکستان هم د طالبانود تداوی ټول مصارف سره صلیب ورکول پاکستان تراوسه هم د دوی مالي لګښت اوملاتړنه کړی اونه یې کوي ،بلکي هغوی یواځې خپلې ګټې په پام کې نیسي .

یوه اوونۍ وړاندې دطالب مشرمولوی هبة الله اخندزاده په اړه دنړۍ والې ټولنې لخوا دافغان دولت مشرپه وړاندیزسره ویل شوي چي باید دطالبانو مشردي په تورلیسټ کې ثبت شي اودهغه مالي امکانات دي ضبط شي ،خو دهمدې سرچنې په حواله چي دطالبانو مشران هیڅ ډول شتمنې نه لري خوداسي کړۍ کې شته چي شتمنې دی ،مګراوسنی طالب مشرهیڅ هم نلري اونه بدا کار ګټه وکړي.

 په همدې اړه د دولت عالی شورا اوځينونورو سولیزو ادارو داکا ر دهیواد او دسولي راوستوپه اړه ترټولو زیان مندبللی دی،ویلی چي بایدهرڅه په عفوه اوامیتازاتو ترسره شي ،ترڅو وسله وال دسولې بروسي سره دلچسپی وښيي .

سرچنې داهم ویلی چي دوی کولای شي چي له چین او روسي څخه دامریکا او ملاتړو په نابودولو کې مالي اوپوځي ملاتړ ترلاسه کړي ،هغوی ویلي چي پاکستان ته دهند اوځیني نورو هیوادونو لخوا دورپېښ اړ دوړ له امله دولتي نظام له ګواښونوسره مخ دی کیدای شي کوم سیاسي  بدلون رامینځ ته شي .

دوی وايي چي سږ کال طالبانو دهلمند ،ارزوکان ،فراه ،نیمروز ،بادغیس کندز اولویي پکتیاپه ولایتونوکې له دولت ځواکونو دیری ولسوالۍ اوپراخې سیمې نیولې هم دي ،دوی اوس په خلاصه تڼۍ کولای شي چي په خپلو نیول شوو سیموکې په اسانۍ سره دکورنو سره ژوند وکړي اوهلته یې په ځينو سیموکې دیني مدارس هم جوړ کړی دي.

هغوی داهم ویلي چي په دې یوه اوونۍ کې یې د دولتي هوايي ځواک دوې چورلکي رانسکورې کړي دي چي یوه په فراه اوبله یې په لوګرکې ،خویوشمېرفعالان وايي چي طالبانوته په یقني ډول دالوتکوضد وسائل او ویشتونکي توغندۍ ورکړل شوی دي.

بلخوا د دولت په داخل کې هم یوقسم دبلتون اوکمزورۍ نښې لیدل کیږي چي په دې وروستیوکې ولسي جرګې دافغان وزیران په سلب صلاحیت باندې لاس پورې کړی چي ډيری وزیزان یې له کاراودندې ګوښه کړې همدې کارپه دولتي نظام کې پراخه بې باوري رامینځ ته کړې اوځینې نوريې هم ناهیلي کړي دي،خودافغان دولت په پوځي مرال یې هم سخت ګوزار کړی دی.

په دې وروستیوکې ګڼ افغان ځواکونه وسله والوطالبانو ته تسلیم شوي اویا دجګړې په مهال دځينوسببونو لخوا ورته دجګړې په ناکامۍ کې خنډونه ایجاد شوي دي ،همدابهیراوس ټکنی اوچټک شوی نن دفراه په ولایت کې په دوو جلاپښوکې یوشمیرافغان ځواکونه وژل شوي اوځیني يې د طالبانو سره داړیکوپه موخه په دې جګړو کې مرسته هم کړې چي د دوی دوژلو سبب شوي دي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …