کور / افغانستان او نړۍ / دعلامه اقبال لنډ پيژند لوري او ادبي توري

دعلامه اقبال لنډ پيژند لوري او ادبي توري

نن داقبال دزوکړې ورځ وه په همدې ورځ یې نړۍ ته سترګې را رغړولې وي اقبال دنړۍ یوپيژندل شوی شاعر،لیکوال اودتصوفو لارښود بلل شوی دی ،خودادب په بڼه کې یې دفاړسی او اردو خورا دپام وړمنزوله طی کړي دي.

ډاکتر محمد اقبال لاهوري د 1294 ق د ذي القعدې دمیاشتې په درېيمه د 1877م دنومبر په نهمه د جمعې د ورځې د سهار په څلورو بجو نړۍ ته سترګې پرانیستي او د 1357ق صفرې دمیاشتې په شلمه د 1938م داپریل په 12مه دپنجشنبې دورځې دسهار په پنځو بجو وفات شوی.

دنوموړي پلار نور محمد او نیکه یې محمد رفیق نومیده غور نیکونه یې دکشمیر د برهمنانو د ( سروی ) له قبیلې څخه و چې په اولسمه میلادي پیړۍ کې مسلمانان شوي دي. داقبال نیکه له خپلو دریو وروڼوسره له کشمیر څخه سیالکوټ ته لیږدیدلی دی سیالکوټ د همالیا دغره په لمنه د پنجاب په شمال لودیځ کې یو ښار دی.

اقبال خپلې زده‌کړې دسیالکوټ د کشمیریانو کوڅې د حسام الدین په جومات کې له قران کریم څخه پیل کړې؛ دی بیا ( سکاچ مشن ) ښوونځي ته ولاړ او لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې هلته سرته ورسولې، اقبال لا د همدغه ښوونځي شاګرد و چې اول یې په پنجابي او بیایې په په اردو ژبه شعرونه جوړول اوخپل لومړني شعرونه یې دسمون له پاره ( داغ دهلوي ) ته لیږل، نوموړی په 1895م کې دلاهور په دولتي پوهنځي کې د فلسفې په زده کړه بوخت شو او دلیسانس درجه یې واخیستله وروسته په 1899م کې دپنجاب له پوهنتون څخه تر لیسانس په پورته درجه فارغ شو.

عطا محمد میاخیل په لومړتوب کې لیکلي چی اقبال په 1905م کې دلوړو زده کړو په نیت لندن ته ولاړ دکیمبرج دپوهنتون د فلسفې په څانګه کې شامل شو په همدې مهال دحقوقو دزده کړې له پاره د ( لینکولیس ان ) په پوهنځي کې هم شامل شو کیمبرج دپوهنتون داخلاقو دفلسفې له څانګې څخه تر فراغت وروسته جرمني ته ولاړ او په 1907م کې د مونیخ په پوهنتون کې یې دخپلې دوکتورا له اثر چې د  په    (ایران کې د حکمت پراختیا ) سرلیک لاندې و ، دفاع وکړه.

دعربي ژبې په ازموینه کې یې هم له دغه پوهنتون څخه په اعلی درجه فراغت وموند او دهمدغه پوهنتون د تاریخ او فلسفې  داستاد په حیث ومنل شو په دغه مهال یې دشاعرۍ شهرت دهند په نیمه وچه کې خپور شو او په همدغه وخت کې یې د اقتصاد په موضوع کې په اردو ژبه لومړنی تالیف دکتاب په بڼه په 1901م کې چاپ شو دا کتاب په 1908م کال په لندن کې چاپ شو اود هغه په برکت نوموړي داروپا په علمي ټولنوکې دختیځ دیو نامتو فیلسوف په حیث وپیژندل شو.

ډاکټر اقبال درې کاله په اروپا کې و د وکالت ازموینه یې هم په لندن کې ورکړه او څو موده یې دکیمبرج په پوهنتون کې دعربي ژبې او ادبیاتو درس هم ورکاوه.

ډاکټر اقبال په 1931 م کال په لندن کې په هغه ګردي میزکې برخه واخیسته چې د هندوستان د اساسي قانون دبنسټ ایښودلو له پاره جوړشوی و او په همدې کال کې یې دهند دنیمې وچې دمسلمانانو داستازي په حیث په بیت المقدس کې د فلسطین په لومړني اسلامي موتمر کې او په 1933 م کال په لندن کې د درېیم ګردي میز په کنفرانس کې برخه واخیستله .

علامه اقبال په 1933م کال دافغانستان پادشاه اعلیحضرت محمد نادرشاه په بلنه دهند داسلامي  دیني علماو په یو هیت کې کابل ته راغی او دافغاني دیني علماو په ملګرتیایې دکابل دعربي دارالعلوم درسي پروګرام جوړ کړ دغه درسي نصاب په یاده مدرسه او دافغانستان په ټولو دیني مدرسوکې تراوسه پورې چلیږي نوموړي د دې سفر خاطرات پخپله ( مسافر ) نومې مثنوي کې لیکلي او تر دې دمخه دخپلو شعرونویوه ټولګه ( پیام شرق ) یې اعلیحضرت امان الله خان غازي ته اهدا کړې ده

دعلامه د شعریوڅوبېلګې چي هسي یې دنمونې په ډول یوڅوابیات وړاندې کولای شو ولي دهغه واړه څه خو تردې هم ډیردي.

دعلامه اقبال رباعی

مــرا روزی گل افســرده یی گفت

نمود ما چــــو پرواز شـــــرار است

دلم بر محنت نقش آفرین سوخت

کـه نقش کلـک او ناپایدار است

                                         د جهاني منظومه ژباړه

زمولېدلی گل می ولید چی پر ښاخ باندی ځړېږي

ویل موږ لکه بڅرکي په شېبه مو ژوند تېرېږی

موږ یې څه لره یو کښلي د زمان پر سپینه پاڼه

چي لنډي ژوند ته مي گورم پر نقاش می زړه خوږېږي

اقبال ډیرې زده کړې په اروپاکې هم کړې دي هلته یې ډیروخت تیرکړی دهغوی له تمدن یې استفاده کړې ولي ښکارشوی نه دی اقبال په خپل وطن كې له غربي مستشرقينو زده كړه كړې،دهغوئ نظريات یې معلوم كړي،وروسته بيا غرب ته تللى،په اروپا كې یې دغرب له فكري رهبرانو او فيلسوفانو سره وخت تيركړى،او دهغوئ نظريات یې د اسلام په رڼا كې څيړلي دي. هغه له غرب څخه ډير څه زده كړي،خو د غرب په دام كې ندى ښكيل شوي. هغه دده په خپله وينا لكه ابراهيم عليه السلام دوخت د نمرود له اوره(دغرب دکافر تمدن له تأثیراتو) سلامت راوتلى لكه چې وايې:              

طلسم عصر حاضر را شكستم         ربودم دانه و دامش گسستم

خــدا دانــد كه ماننـد براهـيـم         به نار او چه بې پروا نشستم

اقبال يوازې له دغې فكري جګړې روغ راوتلى،خو نور خلك یې ډير وليدل چې څنګه ددغې جګړې قرباني شول،هغه وايي:

ما همه افسونى تهذيب غرب     كشتۀ افرنگيان بې حرب وضرب

اقبال ددغې جګړې قربانيانو ته چې په غرب مين دي،په هر څه كې د غرب تقليد كوي او په لاره ئې ځې،بيرته خپل ځان ته دراګرځيدلو توصيه كوي،او د(خودۍ) درس وركوي، هغوئ ته وایې چې تاسې غرب په حقيقي شكل نه دى پيژندلى،يوازې دهغه له (خُم) څخه د څو جامونو په څښلو له ځانه بيخوده شوي ياست، لكه چې وايې :

بيا اقبال جامى از خمستان خودى دركش

تو از ميخانۀ مغرب زخود بيگانه مى آيی

دنړۍ پيژندشوې ادبې څیرې علامه اقبال دافغانانوپه اړه  په نړۍ والو ږغ کړی چي دزمرو په هیواد ،دین اوناموس کار مه لري ګنې بیابه مو نیکونه هم هیڅکله ددې خاورې نوم وانه خلي ،خواوس هغه خبرنه دی چي لاهوري صیب نن خو لاهور هغه ښارنه دی چي دبل ډوډۍ ته یې لاس نیولی اوس افغانان ټول دهمدې څخه په تنګ راغلي دهغوی په خاوره او هرڅه تیری کړی ،خوزمري نشته .

لاهورې دپښتوادب ستوري بینواته ویلي چي تاسو دپه هیواد کې دپښتوادب په ډیر ورو ډول خپورکړي داځکه چي تاسوپه هیواد کې فاړسیان لري هغوی ترتاسو په تعصب کې کلک دی ګنې بیابه داپښتوهم نیم فاړسۍ شي،خوهغه نشته اوهمدا سي وشو.

ډاکټرهادي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …