کور / افغانستان او نړۍ / پښتو پاډ کاسټ نړۍ والي خپرونې پیل کړې 

پښتو پاډ کاسټ نړۍ والي خپرونې پیل کړې 

دپښتو ژبي دا نړۍ وال سندریز او کلتوري‌ پاډ کاسټ اوس دنړۍ په هره برخه کې اورېدل کېدای شي . 

دغه انټرنیټي پروګرام په پښتو ژبه خپرونې لري او دخپل نوعیت او کیفیت له کبله ځانګړی بلل کېږي . 

ددغه لړۍ لومړنی پروګرام دپښتونخوا ایالت په پېښور کې جوړشوی او دپروګرام دجوړولو دا لړۍ به کابل او کندهار ته هم وغځېږي . www.wuluszhagh.podbean.com

دا په نړۍ کې لومړنی داسي یو پروګرام دی چې دلراوبر پښتنو روزلو پروډیوسرانو په مټ چمتو کېږي او اورېدونکي کولای شي چې په اساني سره یې په خپلو ګرځنده ځیرکو تلیفونونو او کمپیوټرونو کې واوري . 

دا پروګرام دتخنیکي لحاظه داسي جوړ شوی چې په څو ثانیو کې ځیرک تلیفون ته ډانلوډ کېدای شي‌او وروسته یې دانټرنیټ داسانتیا پرته هم اورېدونکی اورېدلای شي‌. 

په نړۍ وال معیار جوړشوي دا پروګرامونه به په پرله پسې ډول له  www.wuluszhagh.podbean.com انټرنیټي پتې خپرېږي . 

دپښتون کلتور او پښتو معیاري موسیقي‌مینه وال کولای شي چې اوس دنړۍ پّ هره برخه کې دغه پروګرام واوري‌. 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …