کور / سلیم / له شربت بي بي نه تر شربت قیدي پوري ! سلیم صافی 

له شربت بي بي نه تر شربت قیدي پوري ! سلیم صافی 

په اتیا یمه لسیزه کې چې دجنرال ضیا الحق واکمني وه ، ټوله پاکستان افغان کډوالو ته پاملرنه کوله . علت داوو چې افغان کډوالو خپل کور کلی پرې ایښی او ټوپک ته یې لاس اچولی وو او دپخواني شوروي اتحاد په خلاف جنګېدل .‌

هغه وخت له پولیسو سره سره دجمعیت اسلامي ګوند غړو هم دکډوالو دپنډغالو بهر په دې نیت ګزمې کولې چې خدای مکړه کوم څوک افغان کډوالو ته تاوان وروانه ړوي . سلیم صافی

هغه وخت دپاکستانیانو لپاره دوسلې لایسنس اخیستل اسمان ته خاته وو ، خو افغان کډوالو په پنډغالو او له پنډغالو بهر کلاشنکوفونه په ښکاره ګرځول . 

هغوی ته هغه مهال دپاکستان په ډېرو حساسو سیمو کې خورا دروند پروټوکول ورکول کیده . 

اتیا یمه لسیزه کې دیوه پاکستاني لپاره اروپايي نړۍ یا دمنځني‌ ختیځ هیواد ته تګ ډېر ګران کار وو ،خو افغان کډوالو ته دتنظیمي مشرانو پر دوې ګوتي خط داروپا او امریکا وېزې ورکول کېدې . 

دا یو داسي‌ وخت وو چې ډېری پاکستانیان له لوږي او خوارځواکي سره مخامخ وو ، خو افغان کډوالو«میلمنو» ته به له سعودي عربستان نه نیولې ، بیا تر مصر ، قطر او آن له چین نه د(من او سلوی) الوتکې راتلې . 

په همدغه لسیزه کې پاکستان دکډوالو دخوشحال ساتلو او هغوی ته دلا مرستي رسولو په نیت دکډوالو لپاره دځینو خلکو شخصي ځمکي هم قبضه کړې او پنډغالي‌ یې پر جوړ کړل . 

ټول پوهېږو چې هغه مهال کډوال دومري ‌معتبر شوي‌ وو چې زرګونو پآکستاني پښتنو هم افغان پاسپورټونه جوړ کړل او دکډوالو دکارتونو په جوړولو یې پیل وکړ ، ځکه افغان کډوالو دپاکستان او ددغه هیواد دملاتړو ځواکمنو نړۍ والو هیوادونو اتلان وو، افغانان دپخواني شوروي اتحاد په خلاف جنګېدل . 

افغان کډوالو ته دنړۍ دنېژدې ټولو هیوادونو پام او ښتی وو او هم دا علت وو چې دنړۍ ډېری خبریالان په افغان پنډغالو ګرځېدل او ښايي دا به یې هم معلومول چې ایا ددوی ورکړل شوې پیسې پر کډولاو هم خرڅېږي او کنه ؟ 

په هم دې لړۍ کې د نیشنل جیوګرافیک یوه عکاس سټیو میک کېري (Stev MeCurry) دخیبر پښتونخوا په یوه پنډغالي کې دیوې ماشومې افغانې انځور واخیست . 

دا انځور دومري‌ جزاب وو چې دنیشنل جوګرافیک دنړۍ والي مجلې پر پښتۍ چاپ شو . 

دښکلو سترګو او معصومیت له کبله دا انځور په ټوله نړۍ کې ډېر زیات مشهور شو او آن تر دې چې دغه انځور د مونالیزه له مشهور پینټنګ سره مقایسه کېده . 

دا چې دا افغانه ماشومه یوه کلیواله او کلتوري پښتنه وه نو ویې نه شو کړای چې له خپل شهرت څخه ګټه واخلي . 

بیا چې دطالبانو په خلاف امریکا او نړۍ والي ټولنې دجګړې غږ اوچت کړ ،نو یو ځل بیا افغانستان او دافغانستان له کبله پاکستان دنړۍ والو دپام وړ وګرځېدل او په هم دې لړ کې سټیو میک کېري (Stev MeCurry) یو ځل بیا وپتېیله چې هغه افغان ماشومه ومومي چې انځور یې نړۍ وال شهرت خپل کړی وو. 

دځايي خبریالانو په مټ سټیو میک کېري (Stev MeCurry) وتوانېدو چې دپېښور په ناصر باغ پنډغالي کې یوځل بیا هغه دښکلو سترګو خاونده افغانه ومومي . 

بیا یې انځور واخیستل شو او دا ځل د شربت ګلې انځور دتصدیق لپاره نړۍ والو لیباټریو ته لاړ . 

هغه وو چې شربت ګله – شربت بي بي شوه او یوه ډاکومنټري ورباندي جوړه شوه . 

داخل بیا شربت بي بي خورا ډېره مشهوره شوه او دنړۍ والي میډیا سره سره پر افغان او پاکستاني رسنیو هم دهغې په تړاو خبرونه او تبصرې خپرې شوې . 

که څه هم دا ځل هم شهرت دهغې لپاره کومه ګټه ونه کړه ، او دهغې په ژوند کې کوم بدلون رانغلو ، خو دا یو تریخ حقیقت دی چې شربت ګلې ته دهغو کسانو پام ورواوښت چې افغان کډوال په پښتونخواکې یو لوی بوج بولي . 

دخیبر پښتونخوا ډېری واکمنو دافغان کډوالو دپنډغالو ځمکو ته سترګي پټي کړي‌او هڅه کوي چې هر څومره ژر کېدای شي ‌باید دا کډوال له پاکستان نه وایستل . 

په دې وروستیو کې دافغانستان حکومت پاکستان ته دخښتي ځواب په ډبره ورکړ ، او په افغان میډیا کې دپاکستان په خلاف خورا زیاتي منفي تبصرې وشوې ، او دهم هغو تبصرو په بدل کې پاکستاني ‌رسنیو هم داسي‌ زهرجن پیغامونه خپاره کړل چې هغه داتیا یمي لسیزي اتلان یې له ډول ډول رسواییو سره لاس او ګریوان کړل . 

پاکستاني چارواکو په جرمونو کې دککړو افغان کډوالو پر ځای ،بې وسه افغانانو ته لاس ورواچاوه . 

دپاکستان دشناختي کارډ ادارې نادرا – ایف آی آې او ځینو نورو ادارو دافغانانو په ځورولو او شړلو لاس پوري‌ کړ، په همدغه سلسله کې دغه افغان بي بي هم را ګیر شوه . 

شربت بي بي یوه کونډه ، بې وسه او ناروغه افغانه مېرمن ده چې په هیڅ ډول او هیڅ صورت کې هیڅ‌ زیان پاکستان ته نه رسي . 

خو دا بې وسه بي بي دحالاتو ښکار شوه ، له کورنه را وایستل شوه او دپېښور زندان ته واچول شوه . 

دپاکستان دې کار دخپلو مخالیفینو تبر ته لاستی ورکړ ، ښايی دشربت ګلې آزار به وو یا دپاکستان ناسمه پالیسي خو هند او افغانستان کې یو ځل بیا پاکستان دشربت بي بي دنیولو په تړاو ښه بدنام شو . 

پاکستاني حکومت ته خو هسي‌هم خدای ورپېښه کړې ده ، عمران خان او مرکزي حکومت په یو بل بوخت دي‌ او سره خوري ، خو بده داده چې په داسي‌ حساس وخت کې دومري مهمه موضوع له رسنیو پاتې شوه او دا موضوع هغه ډول ونه څېړل شوه څنګه چې په کار وه . 

په پاکستان کې دافغانستان دسفیر ښاغلي عمر زاخیل وال یې کور ودان چې دشربت بي بي دخلاصون پوره هڅه یې وکړه ، خو له بده مرغه هغه هڅه هم بریالۍ نشوه . 

دپاکستان د دکورنیو چار دوزیر چوهدري نثار ژمنه هم عملي نشوه ، هغه دیوه ژمن کس په نوم شهرت لري‌. 

هغه تېره ورځ اعلان وکړ چې شربت ګله به په ضمانت خوشي‌ کوي ، خو بیا هم هغه خوشي نشوه . 

ما دپاکستان دپوځ داطلاعاتو دشعبې له مشر عاصم سلیم باجونه غوښتنه وکړه چې په دې تړاو مرسته وکړي ‌او دا مجبوره او مشهوره افغانه مېرمن په عزت خوشي‌کړي ، هغه هم د (هو) ځواب راکړ خو بیا هم شربت ګله خوشي نشوه . 

زما لپاره دردونکې داده چې له یوې خوا کونډه ، له بله لوري ‌دنړۍ وال شهرت لرونکې ،‌او تر ټولو بده لا دا چې یوه ناروغه پښتنه خور په زندان کې دیوې داسي‌ګناه په تور اچول شوې ، چې که ګناه وشمېرل شي نو ښايي سلګونه زره افغانان زندانونو ته واچول شي . 

ماسره میجرصیب عامر دشربت بي بي دټول علاج ژمنه وکړه ، او ویې ویل چې دهغې له اولادونو سره به هم مرسته کوي . 

خو دم ګړی دشربت ګلې خلاصون تر هرڅه اړین دی . 

کیدای شي‌ پاکساني واکمن به نه پوهېږي چې دا څېره یې زندان ته اچولې ، خو دا دپاکستان په تړاو یو ډېر منفي اغیز کولای شي ، البته پاکستاني واکمن به هغه وخت په دې پوهېږي ، چې دوی پخپلو کې دیوبل له ګروان نه لاس وباسي او دسیمي او نړۍ پېښو ته یې پام شي . 

لیکوال : سلیم صافی 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …