کور / افغانستان او نړۍ / جکسن  ۱۰۰ میلیونه  سندر پلورونکي سندرغاړې مسلمانه شوه

جکسن  ۱۰۰ میلیونه  سندر پلورونکي سندرغاړې مسلمانه شوه

د نامتو سندرې غاړي مایکل جکسن خور مشهوره سندر غاړې جانت جکسن په اسلام کې له ژورې مطالعې وروسته مسلمانه شوه580f0cffe05c5

د مایکل جکسن خور په اسلام د مشرفیدو نه وروسته دا ځل حجاب پر سر کړاونوریې ټول اسلام کړه وړه په ځان ومنل.

  ویل کيي چي د نړۍ د نامتو سندر غاړي مایکل جکسن  خور  مشهوره  سندر غاړې جانت جکسن  د اسلام په مبارک  دین د مشرفیدو نه وروسته  اسلامي  حجاب  پر سر کړاو ویې غوښتل چي نورټول اسلام امورپه ځان ومني.

د مایکل جکسن  خور  مشهورې سندرې غاړې  جانت  جکسن  په ۲۰۱۲ کال کې  د یو قطري  سوداګر سره  د واده کولو نه وروسته مطبوعاتو او تلویزیون  د کمرو نه لرې  ژوند پيل کړ.

۵۰ کلنې سندر غاړې  جانت جکس  د واده نه وروسته  د اسلام مبارک دین  قبول کړ. همداشان هغه  د اپریل په میاشت کې  د حامله داره کیدو نه وروسته د یوې مودې لپاره د موسیقۍ  چارې هم  وځنډولې.

خوبیا یې ورو ورو اسلامي احکام مطالعه کړل چي نوموړې مشهورې  سندر غاړې  اسلامي حجاب هم په ځان ومنلوچي ټول بدن برخې یې پټې وساتلې .

اغلې جګسن په نړۍ کې یواځنۍ سندرغاړې وه چي ترنوریې ډېرې سندرې ویلي وې ،خوپه نړۍ کې ترټولو خوښه سندرغاړې ده،د یادولو وړ ده چې  تر اوسه پورې  د جانت جکسن  ۱۰۰ میلیونه  سندریز البومونه  خرڅ شوي دي.

هغه  په نړۍ  کې  د سولو موزیک په برخه کې  تر ټولو  د  ښو  سندر غاړو  په کتار کې ځای لري.

خودنوموړې احساسات ټول اسلامي شوې اوله اسلام سره بې حد ډیره مینه لري ،اغلې له نورڅخه هم داسلام راوړنې غوښتنه کوي اغلي نورته وايي چي په اسلام کې سکون تربل هرڅه اوهرې پارمولې ډیردی ،خواسانه هم دي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …