کور / افغانستان او نړۍ / پاکستان کې داداري تشکیل بدلون اوپوځي کودتااحتمال ډیرشوی

پاکستان کې داداري تشکیل بدلون اوپوځي کودتااحتمال ډیرشوی

ویل کيږي چي پاکستان کې دوه احتمالي شته چي پاکستان دي له روان سیاسي وضعیت اواقتصادي بهران څخه وژغوري یودا چي پوځ کودتا وکړي بل داچي نوازشریف ترخپل واک تیرشي اویاپه اداري تشکیل کې بدلون راولي.

دپاکستان سیاسي ډلې غواړي چي راتلونکي میاشتې کې پاکستان خپل دریځ اوسیاست بدل کړي له نړۍ والوسره دهغودقانون په وړاندې خنډ نه شي اودافغانستان په داخل کې نورلاس وهني بندکړي وسله والوطالبان له پاکستان څخه وشړي اویایي سولې ته اړ کړي ،خوپه همدې خاطرسیاسي ډلو په مظاهرو لاس پورې کړی .

بلخوادپاکستان دفوج هم دقدرت نېټه پوره شوې کیدای شي ترقدرت تیرنه شي اویا داسي کس5ec93314e56e46308eb875d29146841b رامینځ ته کړي چي موجوده چارواکولاسوه ترې غوڅ نه شي .

خودې سره نوازشریف اوشمیردولت مشرانو یې غوښتي چي ددې هیواد داستخباراتو مشرهم بدل کړي ،خوډیرکوشش یې کړی ،خوداسي انګیرل شوي چي استخبارات اوپوځيان به یوشي دنوازشریف حکومت به رانسکورکړي.

په همدې اړه د پاکستان د حکومت دوه اپوزیسون ګوندونه تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک په دې خبره صلا شوي چې یو وارې بیا به د مظاهرو په ترڅ کې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف نه د استعفی ورکولو غوښتنه کوي دواړو ګوندونو ادعا کړېده چې د نومبر په دوهمه نېټه به اسلام اباد تړي او د وزیراعظم نه به د استعفی ورکولو غوښتنه کوي.

دوې اواې   دراپورپه اساس چي پاکستان عوامي تحریک نن په خپله رسمي فیسبک پاڼه لیکلي چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان، طاهر القادري ته ټیلیفون کړی او ترېنه یې غوښتنه کړېده چې په دې ممکنه احتجاجي غونډه کې دې ورسره برخه واخلي. د عوامي تحریک مشران وايي دواړه ګوندونه په هیواد کې د درغلۍ خلاف مبارزه کوي نو ځکه په دې خبره موافقې ته رسېدلي چې د احتجاج شریکه لړۍ به پیلوي.

دواړو ګوندونو څو کاله وړاندې هم په اسلام اباد کې تر څو ورځو پورې په شریکه د اوسني حکومت خلاف مظاهره کړې وه دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تېره ورځ په ملاکنډ کې د خپل ګوند پلویانو ته د وینا پرمهال وویل چې دوی به ارو مرو په اسلام اباد کې مظاهرې کوي او د وزیراعظم نوازشریف نه به د استعفی غوښتنه کوي د پاکستان پیپلز ګوند سره تړاو 201663161238935 لرونکي سناتور اعتزاز احسن هم ویلي چې دوی د عمران خان د احتجاج بدرګه کوي او که حکومت د مظاهرو پر مهال د تحریک انصاف پلویان وځورول نو دوی به هم د حکومت خلاف په احتجاجي غونډه کې برخه واخلي.

خو بل پلو، د سياسي چارو یو شمېر کار پوهان وايي چې د ملک موجوده حالاتو په تناظر کې سياسي ګوندونو ته د یو والي ضرورت دی د سياسي چارو کار پوه سليم احمد مشال ريډيو ته وويل چې د اپوزیسون او حکومتي ګوندونو لخوا د سختو بيانونو تبادله په اصل کې په يو بل فشار اچول دي خو دا وخت د يو بل پر ضد د بيانو ورکولو نه بلکې د ناستې او يو بل سره د مصلحت د لارې د مسئلو حل کولو ضرورت دي.

د سياسي چارو یو بل کار پوه افتخار ګيلاني بیا وایي چې په ملک کې مسئلې د احتجاج له لارو نه حل کېږې او نه د دې څه نتېجي راووځي، بلکې اولس پکې نقصاني کېږي۔ نوموړی وايي په ملک کې د ترهګرۍ پېښې مخې ته راځي او د کوټې د تروریستي برید نه پس سیاسي ګوندونو له پکار دي چې د مرکزي حکومت ملاتړ وکړي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …