کور / تاج / ټولنیزې ناخوالې / تاج محمد تمکین

ټولنیزې ناخوالې / تاج محمد تمکین

نن سبا چې په خبرونو کې د بیکارئ، وژنو، اختطافونو، غلاګانو او معصومو افغانانو د ژوند سره د لوبو باره کې سړی واوري نو حیران شي چې انسان ولې د وحشي حیوان په شکل راڅرګندیږي،هره ورځ وژنې، هره ورځ اختطافونه، د معصومو انسانانو د ژوند سره لوبې هغه څه دي چې زمونږ ژوند ددغسې سلګونو بیلګو نه ډک دی او ژوند یې زمونږ تریخ کړی دی. د پیسو ارزش د انسان د ارزش نه څو چنده لوړ شوی دی، هر څوک په همدې چیخترمړې پسې ځغاسته کې دی او داسې ځغاسته چې مخې ته یې هر څه راشي نو ختموي یې.د ټولنیزو ناخوالو له لاسه انسان د لالچ انتها ته رسیدلی دی او د پيسو د لاسته راوړلو په خاطر غلا ورته عادي ښکاري،دوکه کول ان د خپل بدن د اعضاوو خرڅولو پورې کارونه عام شوي دي. د انسان ژوند ورځ تر بلې ارزانه کیږي او پیسه ورځ تر بلې باارزشه او قیمته کیږي.د ناخوالو سلنه ورځ تر بلې زیاتیږي او د نن ورځې انسان یې مجبور کړی چې اول پیسه وګوري او بیا وروسته د نورو د ژوند باره کې فکر وکړي. د پیسې په اینه کې هر څه ته ګوري.ټولنیزې ناخوالې / تاج محمد تمکین

د ناخوالو له وجې زمونږه ټولنیز نظام هم ګډوډ شوی دی او دا دې باعث شوي چې ټولنه کې یواځې د دولت مندو خلک عزت کیږي او غریب سړي ته څوک د توت هومره ارزش نه ورکوي.دا نظام مونږ پخپله جوړ کړی او ملامت هم پکې مونږ پخپله یو.یو بام او دوه هوا خبرې دي، د مسجد څخه نیولې تر عامو محفلونو پورې د غریب او مالدار حتی د ناستې ځایونه هم سره ستر توپیر لري او همدا وجه ده چې خلک د پیسو دحصول لپاره د حرام او حلال، روا او ناروا توپیر نه ساتي او په هره طریقه چې وي، ځآن د ثروت لوړې نقطې ته رسول غواړي.د ټولنیزو ناخوالو د زیاتوالي یو بل لامل د حکومتي نظام په منځ کې د فسادي مږو او فیلانو شتون دی چې له امله یې د ولس او حکومت ترمنځ ورځ تر بلې واټن زیاتیږي.قانون چلونکي ادارې پخپله د واک او پیسو غلامانې دي، یو عادي تذکره او پاسپورت باندې ولس ځورول کیږي، حق حلال قانوني کار کې ورته خنډونه پيدا کیږي او ان تر پوزې پورې راوستل کیږي،خلک ګوري چې د پيسو مقابل کې د حکومت ملا هم ټیټیږي او کارونه یې د پیسو مقابل کې ان پن کې تر سره کیږي، دا ټول ددې لامل ګرځي چې انسان یو ځل بیا د پیسو غلامئ ته لاس واچوي او په ګټلو یې دخلکو په سراومال هم صرفه ونکړي.د تجمل پرستې ټولنې طرف ته زمونږ حرکت د هندي او ترکي ډرامو او فلمونو له برکته ښه درز کې روان دی.زمونږه ساده خلک چې دا هر څه ګوري پخپل ژوند کې دغسې سهولتونه رامنځته کول غواړي او بالاخره د پیسو په لالچ کې یا د استرالیا په سمندر کې ډوب شي او یا د ایران په سرحد باندې یې جسد پاتې شي، او یا هم لاوارثه جسد غوندې د کوم هیواد د ښاروالئ لخوا ښخ شي.ټولنیزې ناخوالي د ټولنې د تباهئ باعث ګرځئ او یواځې د پیسو د ګټلو لپاره د حرام حلال تمیز نه ختموی بلکه ورسره ورسره د خلکو په طبیعت کې سختي، غصه ، مرضونه،ډیپریشن او سلګونه نور مرضونه رامنځته کوي چې له امله یې صحت منده ټولنه د مریضې ټولنې طرف ته ځي.ټولنیزې ناخوالې چې میډیا او مطبوعات یې ښه درز کې نشروي د خلکو د اذهانو د خرابیدو او د ټولنې د نیمګړي کیدو لامل ګرځي.مونږ ته پکار دي چې خپل ګریوان کې وګورو او خپلې نیمګړتیاوې او شاوخوا موجود نقصونو د اصلاح کولو لپاره کار وکړو، تر څو چې ځآن اصلاح نشي بل نشي اصلاح کیدای.ټولنیزې ناخوالې که ختمیږي نو زمونږ په ذریعه به ختمیږي او که د ټولنې بااحساسه خلک همداسې چپه خوله پاتې شي نو منفي تاثیرات به یې په ټولنه باندې لازیات وي.

لیکوال: تاج محمد تمکین

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …