کور / افغانستان او نړۍ / لغمان کې دترافیکي پېښې۵تنوته مرګ ژوبله اړولې

لغمان کې دترافیکي پېښې۵تنوته مرګ ژوبله اړولې

 د لغمان ولایتي چارواکي وایي، نن سهار د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره د یو کورولا موټر دټکر له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې د ه چي دې اوونۍ دا دویمه ترافیکي پېښه ده .

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک رسنیوته په یوه لیږدول شوي خبرکي ویلي، چې نن سهار ۹ بجې د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره، د قرغیو ولسوالۍ په عزیز خان کڅ سیمه کې یو کورولا ډول موټر، چې له کابله ننګرهار ته په لاره و، له یوه پله سره د ټکر له کبله یو تن وژل شوی او د درېیو مېرمنو په ګډون څلور تنه ټپیان دي ځواک وایي، چې ټپیان له لومړنۍ درملنې وروسته د ننګرهار عامې روغتیا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کابل ـ جلال اباد په لویه لاره ډېری وخت د لارو تنګوالی او د موټر چلوونکو د بېغورۍ له امله ورته پېښې را منځ ته کېږي هغه وايي چي ډيرستونزې دناقانونه چلندله امله رامینځ ته شوې ،په یوه اوونۍ کې دا دویمه پېښه ده چي رامینځ ته کیږي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …