کور / افغانستان او نړۍ /  لغمان کې دطالبانومشهور قومندان (سلیم ) وژل شوی  

 لغمان کې دطالبانومشهور قومندان (سلیم ) وژل شوی  

د لغمان ولایتي چارواکو په یولیږدول شوي خبرکې خبرپاڼوته ویلي چي تېره شپه په الیشنګ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو په یوه کمین کې د وسله والو طالبانو  یو مشهور قومندان وژل شوی دی.

دیوې سرچنې په حواله چي د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک خبري رسنیو ته وویل، چې تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ په شکرمان سیمه کې سیمه ییزو پولیسو د وسله والو طالبانو مشهور قومندان سلیم ته کمین نیولی و، چې پرمهال یې د دواړو له لوريو تر نښتې وروسته د وسله والو یاد قومندان وژلی دی د لغمان ولایتي چارواکي وایي، چې وژل شوی قومندان څو کاله وړاندې په بادپښ ولسوالۍ کې د سیمه اییزو پولیسو د یوې پوستې قومندان و، چې له وسله والو سره تر جوړ جاړي وروسته یې پوسته وسله والو طالبانو ته تسلیم او د وسله والو له لیکو سره یو ځای شو و، چې اوسمهال یې د الیشنګ او بادپښ په ولسوالیو کې په زیاترو تروریستي کړنو او فعالیتونو لاس درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …