کور / افغانستان او نړۍ / غزني کې ټرافیکي پېښې له امله ۸کسانوته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې ټرافیکي پېښې له امله ۸کسانوته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې دټرافیکي پېښې له امله ۸کسانوته مرګ ژوبله اوښتې

دغزني ولایت مطبوعاتي دفترپه  یوه لیږدو شوې خبرپاڼه کې رسنیوته ویلي چي ، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په اړوندو کې نن سهار د یوې ټرافیکي پېښې له کبله د درېیو ښځو او دوو ماشومانو په ګډون ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د والي ویاند جاوېد سالنګي یوې سرچنې ته ویلي ، چې ټرافیکي پېښه نن سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د دې ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند، د کابل ـ کندهار د لویې لارې په اوږدو کې، د یوې سراچې او ټانکر موټر ترمنځ رامنځته شوې ده، چې په پایله کې یې د درېیو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۵ تنه وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون 3 تنه نور ټپیان دي.

چارواکي وايي چي قربانیان روغتون رسول شوي چي دجاغورولسوالي اوسیدونکي دي ټانکرموټروان نیول شوی دی .
 
د یادونې وړ ده، چې د کابل ـ کندهار لویه لار ډېری مهال د خرابوالي او د چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله د خونړیو ټرافیکي پېښو شاهده وي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …