افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن مازدیګر په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي هیروشی تاکاهاشي سره تودیعي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د هېواد اجرائیه رئيس له افغانستان سره د جاپان له شویو مرستو د مننې ترڅنګ وویل، چې جاپان د افغانستان د بیارغونې په چارو کې مهمې او حیاتي مرستې کړي دي.
هغه وویل، د ملي یووالي حکومت له جاپان هېواد څخه د هغوی د مرستو، همکاریو او هم په بروکسل ناسته کې د مثبت رول څخه منندوی دي اجرائیه رئيس د جاپان د سفیر خدمتونه چې په افغانستان کې یې د خپل ماموریت پر مهال ترسره کړي وستایل او هغه ته يې په خپلو چارو کې د بریا هیله وکړه.

د جاپان سفیر هیروشي تاکاهاشي په خپلو خبرو کې له اجرائیه رئیس مننه وکړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې یې د خدمت دوره یوه نه هېرېدونکې دوره ده. هغه وویل، جاپان به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او تل به یې هېواد د افغانستان ترڅنګ ولاړ و

دا هم په زړه پوري مطلب دی

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …

هلمندچارواکي د ۳۵وسله والودوژلو ادعاکوي

هلمند کې دتیرې ورځې راهیسي جګړه دوام لري ،افغان پوځي چارواکوویلي چي دتازه دمه سرتیرو …