کور / افغانستان او نړۍ / دننګرهارمازیګرنۍ چاودنه کې ډګروال عارف وژل شوی

دننګرهارمازیګرنۍ چاودنه کې ډګروال عارف وژل شوی

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي یوې ځايي سرچنې ته ویلي چي نن مازیګرشاوخوا۵ بجي په جلال اباد ښار دکمپونوپه سیمه  کې پر یوه شخصي موټر چاودنه شوې چي له امله یې ددې ولایت دقبائلو چارو یومسؤل کس وژلی دی.

دیوې بلې باوري سرچنې په حواله چي د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، د شنبې ورځې ناوخته شاوخوا پينځه بجې د جلال اباد ښار اړوند د کمپونو په ساحه کې پر یوه فیل‌‌‌‌‌‌ډر ‌‌‌‌‌‌ډوله موټر د چسپکي ماین چاودنه شوې چې له امله د ‌‌‌‌‌‌ډګروال عارف په نامه د قبایلو چارو ریاست امنیتي مسؤل وژل شوی او یو ماشوم زخمي شوی.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …