کور / افغانستان او نړۍ / افغان دفاع وزارت دګڼووسله والو دوژلو ادعاکوي

افغان دفاع وزارت دګڼووسله والو دوژلو ادعاکوي

د افغانستان دفاع وزارت مطبوعاتي دفترپه یولیږدول شوي خبرکې رسنیزه خبرپاڼوته ویلي چي  په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې څلورشپېته دولت-ضد وسلهوال وژل شوي دي.

د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر په هغه اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې راغلي چې دغه عمليات چې هوايي ملاتړ هم ورسره و، په کونړ، لغمان، غزني، پکتيا، لوګر، خوست، ميدان وردګ، کندهار ارزګان او نورو ولايتونو کې شوي دي د دفاع وزارت مطبوعاتي دفترداهم ویلي  چې په وژل شويو کې د وسلهوالوطالبانو پنځه مهم قوماندانان هم شامل دي.

خودې جګړه کې افغان ځواکونو هم دخپلې لورې په اړه ویلي چي په دغو عملياتو کې د ملي اردو د ١٢ سرتېرو د وژل کېدو خبر هم ورکړل شوى دى.

خووسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …