کور / افغانستان او نړۍ / دننګرهار-کابل په لارترافیکي پېښې ۱۸تنوته مرګ ژوبله اړولې

دننګرهار-کابل په لارترافیکي پېښې ۱۸تنوته مرګ ژوبله اړولې

دلغمان ولایت ځايي چارواکوپه یوه لیږدو شوي خبرکې رسنیزوخبرپاڼوته ویلي چي تېره شپه د کابل – جلال اباد په لويه لاره ترافيکي پېښې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله واړولې ده .

 دیوې ځايي سرچنې له قوله چي د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک ورته ویلي ، چې د کابل – جلال اباد په لويه لاره د قرغيو ولسوالۍ اړوند د مشالې کمر په سيمه کې تېره شپه شاو خوا اته نيمې بجې د يو ملي بس او يو مارسيډيز موټر د ټکر له امله ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا په دغه ټکر کې يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ تنه نور يې ټپيان شوي دي چې په دوی کې د شپږو تنو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی هغه وويل، چې د پېښې مړه او ټپيان د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ته انتقال شوي دي..

د  کابل – جلال اباد پر لويه لاره دترافیکي پېښولړۍ اوس دمرګ ژوبلواوقربانیانوشمیرسلګونو ته اوړې ولي په اړه یې داسي جدې اقدام نه کیږي چي یادې ستونزې کابوشي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …