کور / تاج / د طالبانو سره سوله باید څنګه وشي؟

د طالبانو سره سوله باید څنګه وشي؟

څو ورځې وړاندې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د حزب اسلامي تر منځ په کابل کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک شو.د سولې هوکړه لیک د حزبِ اسلامي د استازو او د سولې د عالي شورا لخوا لاسلیک شو چې ویل کیږي په نهایی ډول به بیا دا سند د حزبِ اسلامي د امیر ګلبدین حکمتیار او افغان ولسمشر محمد اشرف غني لخوا لاسلیک او د تنفید وړ وګرځي.د نهایی لاسلیک څخه و روسته به حزبِ اسلامي تلپاتې ‌ډزبندئ ته ژمن او همدا شان د افغانستان اساسي قانون به هم مني.د هوکړه لیک لاسلیک که څه هم په جنګي تاج محمد تمکینبرخه کې به دومره ارامي رانه ولي ځکه حزبِ اسلامي په جنګي فعالیتونو کې ډیر کم حضور لره خو بیا هم داسی ویلای شو چې د افغان حکومت په مقابل کې د مخالفت یو بل سنټر وتړل شو او دا د حکومت لپاره لاسته راوړنه ګڼلای شو.هغه څوک چې  سولې د هوکړه لیک مخالفت کوي هم د مدني ټولنې د ازادو وګړو په حیث حق لري چې خپل نظر څرګند کړي او ضروري نده چې د هر کار او پدیدې سره دې ټول نظرونه موافق وي او مخالف دي نه وي.د سولې د عالي شورا موجودیت هم دا په ګوته کوي چې دا شورا د افغانستان لپاره د سولې د راوستلو لپاره جوړه شوېده.د حزبِ اسلامي مخکنیو بیانونو ته که ځیر شو چې ویل به یې که یو خارجي هم افغانستان کې موجود وي مونږ خبرې نه کوو او اوسني د هوکړه لیک دریځ ته یې هم ځیر شو نو څرګندیږي چې واقعا هم یو ستر اوښتوني کار یې کړی ده.حزبِ اسلامي محسوس کړه چې توپک نوره د حل لاره نده او د افغانستان د ولس په زیان تمامیږي، بیځایه وینه پکې بهیږي او د عامو خلکو د وژنو باعث ګرځي.حزب به نور په دموکراتیکه لاره خپل قدمونه ږدي او فکر کیږي چې نور به ملي ګټو ته ژمن پاتې شي.

اوسمهال په افغانستان کې طالبان یوه مهمه ډله ګڼل کیږي او ویلی شو چې په ټوله کې یواځینئ قوي ډله ده چې د افغانستان ټولو ساحو ته هر وخت کې لاسرسی لرلای شي.محاربوي فعالیتونو کې هم بوخت دی او دې ټولو ته په کتو سوله د طالبانو سره اشد ضروري ګڼل کیږي.

د افغان حکومت دریځ او د طالبانو دریځ ته که وکتل شي نو د سولې شرایط یې دومره سخت کړي دی چې دا دوه بعدونه به په مشکله سره وصل شي.طالبان شرط ږدي چې تر څو یو بهرنی هم افغانستان کې وجود ولري مونږ سولې خبرې نه کوو افغان حکومت بیا مقابل کې وایی چې توپک وغورځوئ او راځئ د عادي افغانانو غوندې ژوند اختیار کړئ. د طالبانو د مشرانو د وینا په اساس دا هغه څه دي چې دوی لپاره هیڅ وخت د منلو وړندي ځکه چې ددوی څخه جوړ تیار نظام اخستل شوی دی او قرباني یې ورکړې نو حکومت باید ددوی مشرانو ته او هم ددوی علمي قشر ته په امتیازي فکر قایل شي او میم زرما ټولې زما قاعدې نه تیر شي.که څه هم دا به د حکومت لپاره شاید سخته وي خو بیا هم د سولې راتګ لپاره ضروري ګڼل کیږي او سوله دافغان ولس د ژوند لپاره تر ټولو ضرور ده.طالبانو ته هم پکار دي چې نور د بل چا په اشاره باندې هیڅ فعالیت ونکړي او بین الافغاني مذاکراتو کې برخه واخلي لکه څنګه چې حزب اسلامي د بین الافغاني مذاکرتو په ترڅ کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ.بس دی دا ټولنه ډیره وځوریده، په دې خاوره ډیره وینه تویه شوه نورنو دا خاوره باید مسکا وګوري، سوله وګوري او د تلپاتې سولې د ژوند مزایا وګوري.  طالبانو ته هم اوس ښه چانس په لاس ورغلی دی، یو روډ میپ ورته حزبِ اسلامي کیښود او دغه روډ میپ نه باید دوی ګټه واخلي، بهترین وخت دی چې ارتجاعیت وښي او د افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

لیکوال: تاج محمد تمکین

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …