کور / افغانستان او نړۍ / جوزجان کې یوې سرګلولې ۳تنه ماشومان ټپيان کړي

جوزجان کې یوې سرګلولې ۳تنه ماشومان ټپيان کړي

دجوزجان ولایت ځايي چارواکي وايي چي د جوزجان په ولایت کې د راکټ یوې سرګلولې له امله دری تنه ماشومان ټپي شوي دي.

په همدې اړه د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي وایي؛ دری واړه ټپي شوي ماشومان چوپانان دي ،خود ده په وینا ګولۍ هغه وخت وچاودېده چې ماشومانو پرې لوبې کولې. د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر زیاته کړه؛ ماشومان د شبرغان ښار روغتون ته رسول شوي او تر درملنې لاندې دي. عبدالحفیظ خاشي زیاته کړه؛ د جوزجان ولایت په اکثرو سیمو کې له پخوا نه نه چاودلې ګولۍ پاتې دي چې ډېری وخت ماشومان ورسره د لوبو له امله ټپیانېږي.

ځايي ولسي خلکو ویلي چي باید دولت په دې اړه دمین پاکوني یوټیم وګرځوي دوی نورهم ورته پېښوڅخه خطراحساسوي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …