کور / افغانستان او نړۍ / لوګرکې دارالمعلمین ښځینه زده کونکوته بمې بریدزیان اړولی

لوګرکې دارالمعلمین ښځینه زده کونکوته بمې بریدزیان اړولی

تیره ورځ د لوګر په عالي دارالمعلمین کې د لاسي بم د چاودنې له کبله څلور ښځینه زده کوونکې ټپیانې شوي دي

دلوګرولایت ځايي چارواکي وايي چي تیره ورځ دناپيژاندو وسله والو لخوا دیوه لاسې بم په توسط د دارالمعلمین څلورښځېنه زده کونکي ټپیانې شوې.

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح رسنیوته  ویلي چې لاسي بم د یوه نامعلوم کس له لوري دغه دارالمعلمین ته ګوزار شوی او د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.

ښاغلی سلیم وايي، که څه هم د دغې پېښې په اړه څوک نیول شوي نه‌دي خو په اړه‌یې څېړنې روانې دي.

ځايي ولسي خلکو ویلي که چیرې ددې نښتې په اړه پوره تحقیقات ونه شي دوی په دې صورت کې نشي کولای چي خپل ښځېنه ماشومان اومیرمني تعلیم ته ولیږي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …