کور / افغانستان او نړۍ / افغان ځواکونو ننګرهار کې ګڼ داعشان وژلي  

افغان ځواکونو ننګرهار کې ګڼ داعشان وژلي  

افغان ځواکونه ادعاکوي چي ننګرهار کې ګڼ  داعشان وژلي  

دننګرهارځايي چارواکي وايي ،په کوټ ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله ٣٠ او په اچين ولسوالۍ کې درې داعش وسله وال وژل شوي دي.

جلال اباد – چارواکي وايي، په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريدونو له امله ٣٣ داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، دغه هوايي بريدونه وړمه شپه ناوخته په اچين او کوټ ولسواليو کې ترسره شوي دي. د نوموړي په وينا، په کوټ ولسوالۍ کې د هوايي بريدونو له امله ٣٠ او په اچين ولسوالۍ کې درې داعش وسله وال وژل شوي دي. د والي وياند زیاتوي، چې په یادو بريدونو کې د داعش وسله والو ګڼې وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي. د خوږياڼي په خبره، په دغو بريدونو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی. اچين او کوټ د ننګرهار هغه ولسوالۍ دي، چې په کې داعش وسله والو ډېر فعاليت درلود او په دې وروستيو مياشتو کې د دولتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې يو شمېر سيمې له دوى پاکې شوې دي.

خویوشمېر مدني ټولنې د داعش په وژلو شک لري ،دوی وايي چي هره ورځ په لسګونو داعش وژل کیږي خو ورکیږي نه ،هغوی وايي داهم یوه پټ څیره ده چي یووخت به يي زیان ووینو،خوځینې نوربیاپه دې اند دي چي داکه چرته کوم فاجعه هم شي کیدای شي دهیواد لپاره دې پدې خاطرګټه ولري جي زموږ اردو به له همدې لارې دنړوالو توجه دخپلوامکاناتو او وسائلوپوره کولو لپآره په کاراچوي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …