کور / افغانستان او نړۍ / ولسمشرغني دهندحمله ترورستي عمل یادکړ

ولسمشرغني دهندحمله ترورستي عمل یادکړ

د افغانستان ولسمشراشرف غني تیره ورځ سې شنبې د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره تلیفونې خبرې وکړې او د هندي پوځیانو پرمرکز یې وروستۍ حمله په کلکه وغندله دهغوی سره یې خپله همدردي څرګنده کړه.

ویل کیږي چي اشرف غني دهندسره داوږدو اړېکو په برخه کې خبرې کړې په همدې اړه د هند چاپ ورځپاڼې "هندو" په حواله، ولسمشر غني د ترورېزم ضد مبارزه کې یو وار بیا له هند سره د خپل هېواد پر ملګرتیا ټینګار کړی دی.

ځایي رسنیوویلي چي په ډیروخت داسی نه دي شوي خوکیدای شي پاکستان دوسله والو ځواک ښوونه کړې وي،وسلهوالو کسانو چې درنې وسلې ورسره وې، د یکشنبې په ورځ د هند په تر کنټرول لاندې کشمیر کې د هند د پوځ پر یوه مرکز حمله وکړه چې ۱۸ عسکر پهکې ووژل شووخوهندي واکمن وویل دوی به ډیرژرخپل غچ واخلي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …