کور / افغانستان او نړۍ / طالبان ادعاکوي چي ۲جلاپېښوکې یې ۱۵پولیس وژلي

طالبان ادعاکوي چي ۲جلاپېښوکې یې ۱۵پولیس وژلي

طالب وسله والو ادعاکړې چي تیره ورځ دکندهارپه شاولیکوټ کې د دوی ځواکونو دیوې حملې په ترڅ کې ۵ پولیس وژلی دي هغوی داهم ویلي چی  د دوی ځواکونو په دووجلاپېښوکې ۱۵پولیس وژلي چي هغه دشوراوک د پوستویادونه کړې ده .

په یوه لیږدول شوې خبرپاڼه کې د کندهار ولایت چارواکو ویلي چې تېره ورځ دوسله والو طالبانولخوا د امنیتي ځواکونو پردفاعي  پوستو بریدونه ترسره کړي چې له امله یې ۵تنه  دولتي پولیس وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

په همدې اړه د کندهار ولایت ویاند صمیم خپلواک ځايي رسنیو ته ویلي چې یاده پيښه د شاولیکوټ ولسوالۍ د کیخي کوتل په سیمه کې را منځته شوې ده چي یادو پولیسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا نن دکندهارپه مربوطاتوکې ځايي امنیتي سرچینودیوې درې کسیزې وسله وال ډلې دینول ادعاهم کړي چي د دوی په ګومان داډیراهم اوتخنیک کسان وو،خوطالب وسله والو لاپه دې اړ څه نه دي ویلي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …