کور / افغانستان او نړۍ / کندهارکې یوه ۳کسیزه وسله واله ډله نیول شوې

کندهارکې یوه ۳کسیزه وسله واله ډله نیول شوې

د کندهار ملي امنيت رياست وائې په یوه خبرشوې خبرپاڼه ویلي چي د دوی ځانګړو ځواکونو لخوا تیره ورځي دوسله وال یوه درې کسیزه ډله هغه مهال نیول شوې چي دوی غوښتل په امینتي اودولت ځایونو بریدونه ترسره کړې ،خودبرید ته رسېدلو مخکې کشف اونیول شوي دي.

یوې ځايي خبرپاڼې دملي امنیت دراپورپه اساس لیکلي چي د کندهار ملي امنيت رياست وائې چي درې تنه هغه  وسلوال ئې  نیولي چي د هلمند په ځينو ولسواليو کي د دولت پر نظامي مرکزونو، امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو وسله وال بريدونه کول او د دې تر څنګ يې په نورو زياتو ترهګريزو بريدونو کي لاس درلود د ملي امنیت مسولین وائې چي یادو کسانو منلې چي په هلمند کي ئې په لویو لاروکي  د ماینونو د ایښولو ترڅنګ  په زیات شمیر بریدونو کي برخه اخیستې ده  خوددوی په وینا چي هويت  به يې  د باصلاحيته محکمې تر پرېکړي وروسته په ډاګه سي

ویل کیږي چي جنوبي ولایتونو کې دنورو ولایت پّ نسبت کندهار ښآرکې دامینت خوندي کولو لپاره ګړندي تدبیرونه نیول شوي دي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …