کور / افغانستان او نړۍ / دننګرهاربټي کوټ په سړک دموټروټکرله امله ۳تنه وژل شوي

دننګرهاربټي کوټ په سړک دموټروټکرله امله ۳تنه وژل شوي

د ننګرهار ولایت  ځايي چارواکي وايي، تېره شپه ناوخته د جلال اباد څخه دتورخم په لویه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ د شینوارو کلا په سیمه کې د۲موټرودټکر دپېښې له امله ۳ تنه وژل شوي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوږياڼی وايي، دغه پېښه د ټوډي او هينوګاډۍ موټر د ټکر له امله رامینځ ته شوي چي  په وژل شویوکسانو کې دوه تنه د یوې کورنۍ غړي دي ،خوهغه زیاته کړې دټرافیکي قوانینو ترتحقیقاتوموضع څیړل کیږي خو نوموړی وايي، د پېښې لامل د ټوډي موټر ګړندۍ تګ ښودل شوی.

څوځلې عام ولس اوځايي موټرچلونکوله دولت څخه غوښتي چي په دې لارو دي سخت ټرافیکي قوانین وضع شي ترڅو دتیزرفتارو اونااشناموټروانانو ناوړه چلندکابواوکنترول شي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …