دننګرهارځايي چارواکي وايي چي د ننګرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې ناڅرګندو وسله والو دوه ولسي سپين ږيري له موټرڅخه کوز کړي اوبیایې وزلي دي.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب د رسنیوته ویلي چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د يادې ولسوالۍ د سياچو په سیمه کې رامنځته شوې ده چي له امله يې دوه ولسي مشران وژل شوي دي.
ځايي چارواکوپه یوه لیږدول شوي خبرکې لیکلي چي داقومي مشران د له غني خېلو ولسوالۍ څخه د ولايت مرکز جلال اباد تهپه لار ووچي په ياده سیمه کې د وسله والو له لوري له موټره پیاده او بيا وژل شوي دي
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ددې پېښې تړاو خواشينی څرګنده کړې او اړوندو امنيتي ارګانونو ته يې د پلټنو لارښوونه کړې ده ترڅو ددې قضيې اصل علت څرګند کړي اومجرمین دقانون منګلوته وسپاري.