کور / افغانستان او نړۍ / ولسمشردهندپه پوځي اډه مرګونی برید په کلکه وغندی

ولسمشردهندپه پوځي اډه مرګونی برید په کلکه وغندی

ولسمشردهندپه پوځي اډه مرګونی برید په کلکه وغندی

 له ارګ څخه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چي  د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په اوري سیمه کې د هند پر یوې پوځې اډې په ننني تروریستي برید چې له امله یې د هندوستان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې خواشیني څرګنده کړه د هېواد جمهور رئیس د دغه ترهګریز برید د سخت غندلو پرمهال وویل، تروریزم د سیمې او نړۍ د ثبات او امنیت پر وړاندې منځمهاله خطر دی او د دغه مشترک خطر د دفعه کولو لپاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو ګډې ستراتیژۍ ته اړتیا ده جمهور رئیس غني تروریزم د بشریت ضد هغه شومه پدیده بولي چې هیڅ دین او قانون ته درناوی نه لري او یو ځل بیا د تروریزم پر ضد له استثنی پرته د نړۍ د ټولوهېوادونو پر ګډه مبارزه ټینګار کوي جمهور رئیس غني د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب د هندوستان دوست هېواد حکومت، خلکو او د قربانیانو کورنیو ته څرګندوي. 

دهند اوافغانستان روانې دوستانه اړېکې ښيې چي دوی به ترډیره بریده یوبله ته لاسونه ورکړي اوپه هرډول مرستوکې به یوبل ته لاس رسی ولري.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …