کور / افغانستان او نړۍ / په دوبۍ کې دافغان انرژۍ جوړولوکانفرانس نن پرېکړه کوي

په دوبۍ کې دافغان انرژۍ جوړولوکانفرانس نن پرېکړه کوي

 

په دوبۍ کې د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزارت لخودائره شوې دوه ورځني کنفرانس   به نن پرېکړه کوي چي دافغانستان انرژۍ په کوم کیفیت اومعیارسره ورغیږي   چې هدف‌یې د انرژۍ په سکټور کې په افغانستان کې د پانګوالو هڅول دي.

د افغانستان د برېښنا او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني په دوبۍ کې د دې کنفرانس پرونۍ غونډې ته وویل، افغانستان د برېښنا د تولید پروژو د تمویل لپاره نهه میلیارد ډالرو ته اړتیا لري چې د امریکا، جرمني او نور مرستندویو هېوادونو او د نړیوالو مؤسسو لکه د نړیوال بانک، اسیايي پراختیايي بانک او نورو له‌خوا یې د دوه میلیارد ډالرو ژمنې ترلاسه کړې او له پنځو تر شپږ میلیارد ډالرو پورې د خصوصي شرکتونو پانګونو ته په تمه دی ښاغلي عثماني زیاته کړه چې د ګاز او اوبو او سولر برېښنا له څو شرکتونو سره خبرې روانې دي څو په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې یې پانګونو ته وهڅوي.

په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه کنفرانس چې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت، د امریکا نړیوال پراختیايي ادارې«USAID»  او په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت په مرسته جوړ شوی دی، نن پای ته رسېږي.

ویل کیږي چي دې کانفرانس ته نژدې تر۲۰۰کمپینواستازي راغلي په یوه صمیمانه ډول يې په کې شرکت کړی هرې کمپینۍ خپل اخلاص دکارکولو جوګه کیدل غوښتي دي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …