کور / افغانستان او نړۍ / مشرانوجرګې دحزب اودولت دسولې تفاهم لیک ملاتړکړی

مشرانوجرګې دحزب اودولت دسولې تفاهم لیک ملاتړکړی

د افغانستان مشرانو جرګه وافغان ولسمشرپه ملاتړدولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې له تفاهم لیک څخه خپل ملاتړپه دسې مهال  اعلان کړچي ځینې ناڅرګنداشخاصویې مخنوی کولو.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې اکثر سناتورانو ټینګار کاوه چې باید ژر تر ژره د حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د سولې موافقتنامه لاسلیک شي د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار بیا پر حکومت غږ وکړ چې هغه کسان او ډلې چې د سولې مخالفت کوي باید افشا یې کړي ښاغلی مسلمیار وايي سوله د ټول ولس غوښتنه ده اوهیڅوک حق نه لري چې د ولس د دغې غوښتنې په وړاندې ودرېږي.

ویل کیږي چي په همدې اوونۍ کې به دحزب دمشرراتګ څرګند شي اودسولې بهیرسره به یوځای شي دسولې شورا دمشرانوجرګي دملاتړمننه کړې اوهغوی یې دسولې دوستان بللی دي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …