کور / افغانستان او نړۍ / ننګرهاراولغمان ته برېښنادوسله والو په خوښه راځي

ننګرهاراولغمان ته برېښنادوسله والو په خوښه راځي

دننګرهار اولغمان برېښناهغه مهال بیرته فعاله شوه چي له نغلو څخه لغمان او ننګرهار ته د غځېدلې برېښنا مزي دوې اوونۍ  مخکې په بادپښ ولسوالۍ کې د مخالفو وسله والو له لوري غوڅ شوی وو چي نن یې دتړلو چارې بشپړې شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک رسینوته ویلي  چې له نغلو څخه لغمان او ننګرهار ته د غځېدلې برېښنا مزي ١٣ ورځې مخکې په بادپښ ولسوالۍ کې د مخالفو وسله والو له لوري پرې شوي وو هغه زياته کړه، د ننګرهار او لغمان ولايتونو د لوړپوړو چارواکو او د برېښنا د مسوولينو او قومي مخورو د هلو ځلو په پايله کې پرون غرمه مهال د مزو د تړلو چارې پيل شوې او مازيګر ناوخته برېښنا خوشې شوه.

ددې ولایتونو مدني فعالانو مخورو مشرانو په دولت ږغ کړی چي باید دداسي چاروپه اړو ژوګامونه واخیستل شي .

دوی څوورځي په ننګرهارکې دغوښتنوپه موخه خېمې وهلې وي چي دولت دي دبرېښناپه اړه داسي ګام واخلي چي بل وخت ولسونه ورسره لاس اوګیروان نه وي.

فعالان وايي د دولت توره نه ده بلکې دملي او ولسي خلکو زوږ دی چي هم په وسله والو بردی اوهم په ځايي دولت باندې هغوی وايي چي داملي ارزښتونه دي باید دواړه جنګي غاړې ورته پوره درناوی ولري.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …