کور / تاج / د عبدالله عبدالله ناندرئ نظام تخریبوي

د عبدالله عبدالله ناندرئ نظام تخریبوي

د ملي وحدت حکومت شاوخوا دوه کاله کیږي چې په کار یې شروع کړې. د ملي وحدت حکومت د یو تریخ غړپ په توګه افغانانو د نظام د بقا لپاره ومانه. اختلافات خو د اول سر نه د ولسمشر او اجرایه رییس تر منځ وو خو دوه ورځې وړاندې د ځوانانو د نړیوالې ورځ په مناسبت دا اختلافات د رسنیو مخکې په علني توګه د اجرایه رییس لخوا وویل شول.اجرایه رییس په ډیره غیرمسولانه توګه  د ځوانانو او رسنیو مخکې وویل چې ولسمشر ورته درې میاشتې کیږي د یو په یو لیدو لپاره وخت ندی ورکړی،د ملي وحدت حکومت که د ویټو مانا نلري نو د خودسرئ مانا هم نلري،جمهور رییس هیڅ حوصله نلري او کوم رییس چې حوصله نلري نو د ریاست ظرفیت هم نلري،د خلکو غوښتنه ده چې حبیب الله کلکاني بیرته د نوو مراسمو په ترڅ کې په عزت سره تدفین شي،زه نزدې دوه درې ورځو کې د ولسمشر سره ګورم او هر څه ورسره سپینوم خو خدای وکړه چې عقل سلیم یې فعاله وي.ولسمشر  غني هم اشارتا د ځوانانو د پارلمان پرانستې په مهال ترخه ځوابونه اجرایه رییس ته ورکړل.تمکین

د هیواد کړکیچن حالاتو ته په کتو چې یو طرف نه هلمند باندې بده ورځ ده، بل طرف نه بغلان باندې د طالبانو ډله ایز بریدونه روان دي، په ننګرهار شینوارو کې سیلاب قهر عملیات روان دي او د هیواد په مختلفو نورو ولایتونو کې حکومتي ځواکونه د سختو ننګونو سره مخ دي،د اجرایه رییس دا بیان او حکومتي ناندرئ کاملا غیر مسوولانه دی او د نظام د تخریب مانا ورکوي. کله چې په هلمندئ پوسته کې جنګیدونکی کمانډو سربازو په خبرونو کې د ددې ناندریو څخه خبریږي نو په زړه به یې څه تیریږي چې مونږ د څه لپاره جنګیږو، د چا لپاره قرباني ورکوو، د واک وږو لپاره خپل سر نه تیریږو،کله چې په بغلان کې جنګیدونکی عسکر دا ناندرئ اورې نو زړه به یې نه ماتیږې،په خپله دنده به افسوس نکوي چې مونږ څه کوواو زمونږ مشران څه کوي.د ملي امنیت کارمند چې خپل ټول فامیل په خاطر کې اچوي او دنده ترسره کوي ددې ناندریو په اوریدو به یې زړه باندې څه تیریږي د دندې او حکومت نه به یې زړه نه توریږي.

اجرایه رییس که دا خبرې د عطا نور په اشارو کوي، که د جمعیت کسانو د حمایت د اخستو لپاره یې دا بحث پیل کړی وي او که د ځان د صدراعظم جوړولو لپاره، خو په هر صورت په رسنیز ډګر کې داسې خبرې کول د نظام د بقا لپاره سرطاني مثال لري.غیرمسولانه او خودسرانه بیان ځکه ورته وایو چې اجرایه ریاست او ولسمشر ماڼئ دوه متره کې موقعیت لري،بهرنی سفر هم دواړو سره یو ځای وکړ.د همدې بیان په ورځ سهار دواړه سره یو ځای ناست وو نو دا یو په یو کیناستل څه مانا.د اجرایه ریاست دا ډول څرګندونې دا مانا لري چې د ځآنځآنئ او خودخواهئ په مرض اخته دي.

ولسمشر غني هم د داسې مشاورینو په جال کې راګیر شوی چې هیڅ خیر یې ورته نه رسیږي او تل یې ړندې مشورئ ورکړي دي.په دې کې شک نشته چې ولسمشر شریف او محبِ وطن سړی دی خو د مشاورینو د غلطو مشورو او د چاپلوسانو د غلطو نظریو له وجې ترې نه په ده مین خلک ورو ورو لرې کیږي او محبوبیت یې کمیږي.د ولسمشر غني بهرنی سیاست خورا په تیزئ سره ښه روان دی خو داخلي سیاست کې ترې تر کافي حده شړیدلې ده.

ملي وحدت حکومت ته پکار دي چې هم په دې ملت رحم وکړي او هم په هیواد او دا خپله دوره په نیک نیتئ او مثبتو انګیرنو سره سرته ورسوي او نیمه لار کې د نظام د کاروان ټیرونه پنچر نکړي.په دې کې هم ددوی خیر دی او هم د ملت.بس دی دا ملت ډیر کړیدلی دی، دې هیواد ډیرې ورانئ لیدلي دي او همدا اوسمهال هم د سلګونو ننګونو سره مخ دی او په داسې حال کې د هیوادمشرانو دا څرګندونې د روان نظام لپاره د سرطان د ناروغئ مثال لري. پخوانی ولسمشر حامد کرزی او نور سیاسي مشران باید د ولسمشر او اجرایه رییس تر منځ دې جنجال ته د پای ټکی کیږدي کنه دې اور ته به هیواددشمن عناصر او زمونږ بدنیته ګاونډیان نور هم پوکی ورکړي تر څو یې لمبې په سرتاسري توګه ټول افغانستان ته ورسیږي. 

لیکوال: تاج محمدتمکین

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …