کور / تاج / دمذهب په نوم دا څه دي ؟ تاج محمد تمکین

دمذهب په نوم دا څه دي ؟ تاج محمد تمکین

 

افغانستان داسې یو هیواد دی چې په مختلفو نومونو پکې افغان وژنه صورت نیسي.دلته وژونکی هم د وژلو پوخت د الله اکبر چیغه وهي او قتلیدونکی هم د وژل کیدو په وخت د شهادت کلمه په خپلو شونډو څرخوي.دلته قاتل هم د اسلام نوم کاروي او مقتول هم د اسلام نوم کاروي.د ګاونډیو ناوړه سیاست، د افغانستان د دایمي دشمنانو منافقت او ټګي او همدارنګه د داخلي دشمنانو وژنیز سیاست او د بهرنیانو ظلمونه هغه څه دي چې قرباني یې یواځې او یواځې افغان ولس ورکړېده.په همدې انډوخر کې یواځې افغان مظلوم ولس وژل کیږي او لا تراوسه دوام لري.

دا که کافر که مسلمان وي مونږ ترې کرکه کوو

زمونږ په کلي کې په هر نوم چې وژنه کوي

د تیرې شنبې په ورځ کابل کې د هزاره ګانو د روشنایی حرکت په تظاهراتوباندې ځانمرګی برید دا ښيي چې لا هم زمونږ ټولنه کې داسې خلک شته چې افغان وژنه توجیه کوي او د اسلام پنامه د مظلومو او بیګناه خلکو وینه تویوي.په پرونئ مظاهره کې اتیا بیګناه خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ او درې سوو نو زیاتو خلکو پکې زخمونه ولیدل.زمونږه د افغان ملت که هر ملیت وي د نااهله او منافقو سیاسیونو د دسیسو ښکار شوي تاج محمد تمکیندي.افغان حکومت مخکې له مخکې هزاره مشران راټول کړي وو او ورته یې ویلي وو چې حالات خراب دي، امنیتي ستونزې جدي اود مظاهرو څخه لاس واخلئ خو باوجود ددې نه هم بیا مظاهره وشوه.حکومت د ټیوټاپ لانجې په سر کې کمیسون تشکیل کړ، د بامیانو د 40 کیلو ولټه بریښنا په ځای یې ورته 300 کیلو ولټه بريښنا منظور کړه؛ ددې نه باوجود د مظاهرې ضرورت نه احساسیده خو د مظاهرو راښکل او د خلکو په مظاهرو کې ګډون دا مانا ورکوي چې زمونږ ګوسفندي ملت اوس هم د منافقو سیاسیونو د ټګ او برګ سیاست ښکار کیږي.فدرام، بهزاد او نور هغه مشکوکې څیرې دي چې ویل کیږي هیڅکله یې هم د ملي ګټو لپاره کار ندی کړی او کوشش یې کړی چې داخل د هیواد کې په یو نوم او بل نوم حکومت ته ستونزې او حرج مرج پیدا کړې.زمونږ هزاره ورونو کې هغه کسان ډیر زیات دي چې د هغوی په مفکورو کار شوی او د تجزیې پیچکارئ او پښتون دشمنئ مفکورې ورته په مغزو کې پیچکاري شوي دي.د کابل غمیزې په وخت زمونږ افغان ملت ټولو قشرونو یاده غمیزه وغندله او هزاره ورونو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه خو برعکس په ټولنیزو رسنیو کې د فاشیستو هزاره ګانو لخوا پښتنو ته ډیر ناولي کنځل وشول او د تفرقې اچونې هڅه وشوه.په هزاره قوم د مهربانئ مثال د ولسمشر خبري کنفرانس،د دهمزنګ چوک نومول د یادې پیښې د قربانیانو په نامه او همدا شان هغوی ته د هر راز همکارئ ډاډ ورکول ښې بیلګې دي.

دښمن کوشش کوي چې افغان ملت دا ځل د مذهب پنامه خپلو کې سره وجنګوي ، هزاره د پښتون او شیعه د سني مقابل کې په غم اخته کړي خو افغان ملت ته پکار دي چې ددشمن دې دسیسې ته ډیر متوجه اوسي او د خلکو د دسیسو ښکار نشي.دا وخت حساس وخت دی او زمونږ هیواد د یو نازکه حالت څخه تیریږي. د یوې خوا داخلي شرمښان او دبلې خوا زمونږ ټګ ګاونډیان هڅه کوي چې افغانستان داخل کې ګډوډي رامنځته کړي او افغان حکومت ته هره ممکنه ستونزه پیدا کړي، په داسې حالاتو کې د پښتنو په شمول ، تاجک، هزاره وغیره ټولو ته پکار دي چې یو موټی شي او د دشمن دغې دسیسې ته تریخ او زغرده ځواب ورکړي.

افغان ملت نور باید د فاشیستانو د سیاست قرباني نشي کوم چې د سیمې، ژبې او قوم په بنسټ داسې سیاست کوي چې ګټه یې د افغانستان دشمنانو ته رسیږي او د افغانستان په تاوان تمامیږي.فاشیزم نور افغان ملت ته دمنلو ندی ځکه د وطن ورانی او دحکومت لپاره ګڼې ننګونې راولاړوي.

د مذهب بنیاد پرستو د انسان خونریزي پریږدئ

لوی مذهب انسانیت دی، محبت لویه سجده ده.

لیکوال: تاج محمد تمکین

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …