کور / تاج / د افغان نظام مازغه /تاج محمد تمکین

د افغان نظام مازغه /تاج محمد تمکین

د ملي یووالي حکومت سر د اولې ورځې نه د مشکلاتو سره مخ وو،یو طرف نه د افغانستان نامناسب حکومتي شرایط، خرابیدونکی امنیت، د فساد سترې څټې او فسادیان هغه څه وو چې حکومت یې ننګاوه او د حکومت لپاره هم ستر ګواښ ګڼل کیده.د ملي وحدت حکومت پیل له ستونزو سره وکړ خو د بهرني سیاست په ډګر کې یې هغه څه وکړل چې ټوله نړئ یې حیرانه کړه.د سوداګریزو تړونونو لاسلیکول د ازبکستان او تاجکستان او ترکمنستان سره تر څو تر ممکن حده په خوراکي توکې کې په پاکستان انحصار کم شي،همدا شان د سولې په څلور اړخیزه خبرو کې دچین شاملول، ددې پخاطر چې تاج محمد تمکینچین د پاکستان دوست هیواد دی او زیات باور پرې لري او چین هم پوه شي چې سوله پروسه کې څوک مخلص او څوک نامخلص دی،د هند هیواد سره د وسلو اړوند تفاهمنامې چې په ترڅ کې یې یې څو جنګي هیلي کاپټره افغان حکومت ته ور هم کړل شوې.همداشان په داخل د هیواد کې د بريښنایی پروژو په شمول د چابهار فورټ پرانسته ټول هغه څه دي چې مونږ ورته دکامیاب سیاست نښې ویلای شو.

په هر هیواد او هر نظام کې ځینې ځینې داسې کسان وي چې هیواد، نظام او خلک پرې ویاړي، له نیکه مرغه اول خو زمونږ ولسمشر زمونږ د نظام چلونکی او قوي مازغه مثال لري او ورسره بیا ډاکتر عمر زاخیلوال،حنیف اتمر او څو نورکسان دي چې د افغان نظام د مازغو بیلګه لري او په ښه سمه توګه فعالیت کوي.کیږي چې د روانو فعالیتونو له وجې موقته توګه باندې یو څه ستونزې د ناامنئ په شمول راودریږي خو دا هم په دې مانا ده چې نظام په سمه لور روان دی ځکه یې څوک برداشت کوای نشي هغه که داخلي حریفان دي او که بهرني، په دواړو د نظام د اصلاح ګوزارونه درانه تمامیږي.

د طورخم په معرکه کې هم افغان ځواکونو ثابته کړه چې په هر قیمت د خپلې خاورې د استقلالیت نه دفاع کوای شي، د طورخم د معرکې یوه ګټه دا شوه چې ځواکونو د خلکو زړونه وګټل اوبله ګټه یې دا شوه چې پاکستان ته سره کرښه کش شوه چې نور نو ستا وار دی چې تاته د چا ګټې مهمې دي،د هغو چې تاسو یې د نورو د نظامونو په تخریب کې همکاري کوۍ او که د خپل ځان بقا درته ګرانه ده.د حکومت دا سیاست د ولس له لوري په بیساري کچه وستایل شو او مخالفین یې هم په مینه والو بدل کړل.

په دې کې شک نشته چې نظام د هرې خوانه د مشکلاتو سره ګیر دی، په نظام کې داسې امنیې قومندانان شته چې په خپله د ناامنئ خپرولو لپاره کار کوي، داسې سرحدي قومندانان شته چې سرحدونه خرڅوي، داسې وزیران شاید هم وي چې د عیش و نوش او فساد لپاره په واک کې راځي، داسې کسان شاید هم وي چې په په لوی لاس ولایاتو کې ستونزو او اور ته پوکی ورکوي، د عام ولس موټرې سوځوي، خلک اختطافوي او هدفي وژنې کوي خو ددې ټولو باوجود یې چې سړی وسنجوي، نو بیا دې هم په نظام کې د ددې څو موجودو خلکو افرین وي چې دومره لیوانو کې کاروان په مخ وړي.ثبات او سوله او نافسادي هغه بطي پدیدې چې ټیکاو ترلاسه کولو لپاره به ترکافي وخته پورې ورته منتظر یو خو حتما به نتیجه ورکوي.

تر هرڅه د مخه د افغانستان دشمنانو په شمول د ځینو امریکایی چارواکو ټولو یو رواني جنګ پیل کړی وو او رواني جنګ یې په افغانانو باندې تحمیلوه، هله نظام سقوط کوي، هله ولایتونه د کنتروله وځي، تکړه شئ ځوانان بهر ته ولیږئ، د افغانستان نوره خونده لاړه ، حکومت حکومت نشته فقط نوم یې پاتې ده وغیره وغیره هغه جملې وي چې د رواني جنګ د بهیر په ترڅ کې پرې افغان ولس ډارول کیده تر څو یې په نظام بې باوري زیاته شي، د جمهور رییس د نورمال سیاست له امله اوس د رواني جنګ پیلونکي پخپله خفه دي چې څنګه ځان ددې چنګاو نه وساتي، هغوی ې پخپله اوس د ټولولو په چل نه پوهیږي.همدا نیویارکر پاڼه وه چې افغان نظام پسې به یې تخریبې کالمونه خپرول، اوس چې پوه شول چې نه کامیابیږي نو بیرته یې د جمهوررییس غني او افغان حکومت توصیفونو باندې صفحې ډکې کړي دي.د افغانستان د مقننه قوې دې هم کور ودان وي هغه که مشرانو جرګه او که ولسي جرګه وي چې تر کافي حده یې د ولسمشر سره هم غږي ساتلې ده.راځئ مونږ او تاسو ټول د سیسټم د غښتلتوب، د رواني جنګ د ختمون او همداشان د خپلو مشرانو د تخریب او سپکاوي مخه ونیسو تر څو زمونږ راتلونکي نسلونه د یو ښه ژوند څښتنان شي.د افغانانو راتلونکی پخپله د افغانانو پلاس کې دی، که د افغان نظام د مازغو په شمول د نظام په قدر پوه شول، تخریبکاران، فسادیان او همداشان سرکشه او بې دینه خلکو ملاتړ نه یې لاس واخست نو لرې نده چې افغانستان به تلپاتې شي، افغانستان به سوکاله شي.

لیکوال : تاج محمد تمکین

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …