کور / رسنۍ / داورلنډو پېښه له افغانستان او اسلام سره تړاو نه لري

داورلنډو پېښه له افغانستان او اسلام سره تړاو نه لري

سټارس اينډ سټرايپس امريکايۍ ورځپاڼه چې تر ډېره د امريکايي پوځيانو په باب ليکنې خپروي، په خپله پرونۍ ګڼه کې د ناټو د درېيو سرتېرو پر ټپي کېدو ليکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه د ناټو په حواله ليکي چې دغه درې سرتېري بګرام هوايي اډې ته نژدې هغه وخت ټپيان شول چې موټر يې پر يوه منفجره وسيله وربرابر شو.

د ناټو چارواکو د دغو سرتېرو د هويت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي، خو ويلي يې دي، پېښه د چهارشنبې په ورځ شوې ده.

سټارس اينډ سټرايپس ليکي، تېره مياشت هم بګرام ته نژدې د ائتلافي ځواکونو يو موټر پر يوه بمي وسيله وربرابر شوى و، خو د ناټو کوم پوځي په کې نه و زيانمن شوى.

مليټري ټايمز:

له امريکا خپرېدونکې مليټري ټايمز اوونيزې چې پر پوځي مسايلو زيات تمرکز کوي، د وسله والو طالبانو له خوا د زياتو سيمو پر نيولو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو نوي امريکايي قوماندان د دې جګړه ځپلي هېواد د وضعيت په اړه خپله درې مياشتنۍ ارزونه د امريکا دفاع وزارت ته سپارلې ده.

په ليکنه کې د يوه امريکايي چارواکي خبرې رااخيستل شوي چې اسوشېټېډ پرېس اژانس ته يې ويلي، په دې راپور کې د وسله والو طالبانو د ماتولو لپاره هم ځينې پېشنهادونه شوي دي.

د مليټري ټايمز اوونيزې په مطلب کې راغلي، جنرال جان نيکولسن په مارچ مياشت کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو قومانده پر غاړه واخيسته، له هغې راهيسې يې د جنګ په لومړيو کرښو کې له افغان سرتېرو سره د کتنې او د هغوى د جدي ضرورتونو د معلومولو لپاره بېلابېلو ولايتونو ته سفرونه وکړل.

د مطلب په حواله نيکولسن تر دې مخکې هم په افغانستان کې څه باندې درې کاله ماموريت اجرا کړى، خو د عمومي قوماندان په توګه نه.

مليتري ټايمز زياتوي، د نيکولسن دغه درې مياشتنۍ ارزونه به په افغانستان کې د فعالو سخت دريځو ډلو له درکه د ګواښونو اوسنۍ سطحه معلومه کړي.

د دې ارزونې له مخې به د دغو ګواښونو په وړاندې د مبارزې لپاره اوسنۍ او راتلونکې ضروري عملياتي اړتياوې مشخصې شي.

دي ډيپلومات:

دي ډيپلومات خپرونې د امريکا د فلوريډا ايالت په اورلاندو ښار کې په يوه نايټ کلب کې د تېرې اوونۍ پېښې ته کتنه کړې ده.

د ليکنې سرليک دى، د اورلاندو پېښه له افغانستان او اسلام سره ارتباط نه لري.

د ليکنې په پيل کې راغلي، د نورې نړۍ او امريکا په څېر افغانانو هم د يوه امريکايي تبعه عمر متين له خوا د شوي جنايت له کبله ټکان وخوړ.

عمر متين د يکشنبې سهار وختي په وحشيانه ډول ٤٩ تنه بېګناه ملکيان په ډزو ووژل او ۵۳ تنه نور يې تپيان کړل.

دي ډيپلومات ليکلي چې د نورې نړۍ په څېر افغانستان هم دغه غير انساني عمل په کلکو ټکو وغانده.

خپرونې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغې مرکې ته اشاره کړې چې د دوشنبې په ورځ يې له CNNټلويزيون سره وکړه، ده له امريکايانو سره د دې پېښې له کبله خواخوږي څرګنده کړه.

عمر متين په امريکا کې زېږېدلى او مور و پلار يې افغانان دي.

په مطلب کې راغلي، که څه هم بريدکوونکى د خپل مور و پلار له کبله تر يوه حده له افغانستان سره تړلى ګڼل کېږي، خو ولسمشر غني ويلي، يو شخص نه شي کولاى د کوم کلتور يا مدنيت استازيتوب وکړي.

له ازادي راډیو په مننه 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …