کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / دپاکستان خلاف دافغانستان طلايي چانس!

دپاکستان خلاف دافغانستان طلايي چانس!

سیمه په دې وروستیو کې دځینو جغرافیايي سیاسي بدلونونو شاهده وه .

په دې کې دپام وړ پرمختګ دچابهار بندر دپراختیا تړون وو چې دهند،‌ایران او افغانستان ترمنځ لاسلیک شو . 

له دې سره هند مخامخ دافغانستان او دمنځنۍ اسیا بازارونو ته لار ومونده . میرویس افغان

په هند کې د«کارنیګي‌ څېړنیز بنسټ» مشر وايي ‌چې له ۱۹۴۷ میلادي کال وروسته دپاکستان له بیلېدو او له ځانه سره دکشمیر دیوې برخي‌ رانیولو سره دهند او افغانستان فیزیکي ‌اړیکي ‌وشلېدل او اوس دادی یوځل بیا دچابهار بندر دتړون له کبله شاوخوا (۷۰) کاله وروسته بیا فزیکي اړیکي‌وتړل شول .

دې چاري ‌په پاکستان کې لويي‌اندېښنې راپاورولې دي . 

دپآکستاني‌ چارو کارپوهان یې پړه پر پاکستاني ‌بهرني سیاست وراچوي‌. 

دوی داسي ‌انګېري‌ چې پاکستان تر بل هروخت په سیمه او نړۍ کې ډېر یوازي‌ شوی دی . 

آن تر دې چې دامریکا په متحده ایالات کې خپل دوستان له لاسه ورکړي دي‌ .‌

دپاکستان یو پخوانی پوځي ‌او دچارو کارپوهه ذاهد حامد وايي چې پاکستان له ۱۹۷۱ کال وروسته په لومړي ځل داسي‌یوازي‌ شوی چې تر دې وړاندي یې بیلګه نه وه لیدل شوې . 

پر پاکستان په کور دننه او بهر دا نیوکې کېږي چې اوس هم دناسمي‌ پالیسي په مټ هڅه کوي چې پر افغانستان فشار راوړي ترڅو ددغه هیواد او هند تر منځ داړیکو او ښې دوستۍ مزي‌ وشلوي‌. 

پآکستانی حکومت وېره لري چې په راتلونکو کې به چا بهار دګوادربندر  سیال شي او افغانستان به دهند په مرسته آزادو اوبو ته لار پیدا کړي . 

همداراز پاکستاني ‌چارواکي هڅه کوي ‌چې په اوسنیو شرایطو کې دافغانستان سره دډیورنډ‌ دفرضي کرښي موضوع راوسپړي . (داسي‌مهال چې افغانستان دم ګړی ددغې موضوع دراسپړلو په حالت کې نه دی.

دا علت دی چې «پاکستان اوبه خړوي ‌او کبان ‌نیسي‌.» او پر تورخم یې دشوي‌تړون برخلاف په صفر نکته کې ددروازې دجوړولو هڅه وکړه .

دتورخم پر ښارګوټي دپآکستان له لوري‌ د دروازې جوړول تصادفي ‌نه بلکه دیوه پلان له مخي‌ ترسره شوی عمل دی چې ډېری شنونکي‌یې دناسمي بهرنۍ پالیسي پایله بولي . 

دا پروتو کول دی چې پر ډیورنډ کرښه دواړي ‌غاړي دتاسیساتو جوړولو په تړاو ددواړو هیوادونو هوکړه ضروري ده . 

دتورخم په برخه کې داسي‌ ټاکل شوې وه چې له (۰) نکتې نه به (۳۰) متره دا تاسیسات هاخوا جوړوي ‌خو پاکستان په (۲) متري کې ددروازې دجوړولو هڅه وکړه چې دافغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوه . 

که څه هم جګړه دهیڅ هیواد په ګټه نه وي ،خو په دغه جګړه کې پاکستان دخپلي ‌همېشنۍ پآلیسي ‌برخلاف دوه لوی تاونونه وکړل . 

یو دا چې همېشه یې دافغانانو دجنګولو او بیلولو هڅه کړې ده او داځل پر دغه موضوع افغانان په یوه خوله سره راغونډ او یوموټي ‌شول . 

بل دا چې په افغان ولس کې ددغه هیواد په خلاف لا نور نفرت راوټوکېده . ورسره دافغانستان حکومت پرېکړه وکړه چې دتورخم په تړاو اسناد به نړۍ والي ‌ټولنې ته وسپاري‌، او په دې کار سره به پآکستان لانور په نړۍ کې دیوازي‌ توب سمڅي‌ ‌ته نېژدې شي‌. 

که څه هم  پاکستاني چارواکي‌ پلان لري چې په واشنګټن کې داسي ډلي پیدا کړي چې د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کیدو لپاره کار وکړي او په امریکا کې د پاکستان په هکله ښه ذهنیت را پیدا کړي.

پاکستاني‌ لوړرتبه چارواکي‌ دامني‌ چې د امریکا په متحده ایالاتو او په ځانګړي‌ ډول په کانګریس کې دپآکستان مخالفین ډېر زیات شوي دي . 

دنوري ‌نړۍ سره سره امریکايي چارواکي‌ اوس دپآکستان په دوه مخي ‌سیاست پوهېدلي دي او پآکستان ته اسانه نه ده چې یوازي ‌په لابينګ باندي ‌دامریکا او نړۍ والي ټولنې نظر بدل کړي‌. 

ډېری‌ شنونکي په دې باور دي چې ترڅو پاکستان په خپلې پاليسۍ او تگلاره کې بدلون رانولي ، هغه ذهنيت او فکر چې د امريکا په کانگریس کې د پاکستان په هکله پيدا شوې په لابي کولو نه سميږی .

دا دپاکستان لپاره لویه ننګونه خو دهند او افغانستان لپاره یو طلايي‌ چانس دی . 

هند په خپله بهرنۍ پالیسي کې بریالی ښکاري ، او تر ډېره بریده یې نړۍ واله ټولنه او په ځانګړي ‌ډول دامریکا متحده ایالات دپاکستان په دوه مخې پالیسي‌ پوهولی دي ، خو دافغان حکومت ښکاره څرک لاتر اوسه نه لیدل کېږي‌. 

افغان حکومت او په افغانستان کې سیاسي ‌کړۍ او په ددغه هیواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی که رښتیا غواړي چې دپاکستان ددومخي سیاست او له افغانستان سره ددغه هیواد دشویو ناخوالو پرده پورته کړي ، دا یې تر ټولو سم وخت دی . 

دامریکا له لوري دپاکستان په بلوچستان ایالت کې دطالبانو دپخواني ‌مشر ملا اختر محمد منصور وژنه او هلته دنوي مشر ملا هبت الله اخوند ټاکنه ددې سبب شوې ده چې اوس نړۍ دپآکستان په خبره په اساني‌ باور نشي‌ کولای .

افغانستان ته په کار دي ‌چې دوی هم په امریکا کې دپاکستان په خلاف لابینګ وکړي او دپاکستان خلاف نظرونه راوپاروي او د افغانستان په تړاو دپاکستان کړنې یوځل بیا نړۍ والي‌ ټولنې او امریکا يي چارواکو ته وروښيي .  

هغه ثبوتونه چې افغان حکومت یې په پاکستان کې دطالبانو دشتون او دهغه هیواد له لوري دطالبانو ‌دحمایت په تړاو لري‌ نړۍ والې ‌ټولنې او دامریکا متحده ایالاتو ته وړاندي کړي‌. 

دا کار به له یوې خوا پر پاکستان نور هم فشار زیات کړي او دافغانستان دسولي ‌په تړاو به خپله پالیسي بدله کړي ،او له بله اړخه به افغانستان په دیپلوماتیک ډګر کې له پاکستان نه غچ واخلي‌.‌

لیکوال :‌میرویس افغان 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …