کور / رسنۍ / قبايلي دود دستور او د طالبانو زياتېدونکى افراطيت

قبايلي دود دستور او د طالبانو زياتېدونکى افراطيت

له امريکا دې خپرېدونکې ورځپاڼې په غور ولايت کې د وسله والو له خوا د يوه ځوان د وحشيانه وژنې په باب يوه ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې سرليک دى: يو ځوان ژوندى پوست کړاى شو، ايا دا د طالبانو د نوي وحشت نښه ده؟

واشنګټن پوسټ ليکي:

د افغانستان په يوه ليرې پرته سيمه کې د زرګونو کلونو حاکم قبايلي دود دستور او د طالبانو زياتېدونکى افراطيت د دې سبب شو چې فضل احمد په دې شکل ووژل شي.

که څه هم دا پېښه څه باندې نيم کال مخکې شوې، خو واشنګټن پوسټ او څو نورو ورځپاڼو اوس دې مسئلې ته پام اړولى دى.

د غور چارواکو ويلي، شک کېږي چې د فضل احمد يوه ليرې خپل به د طالبانو يو پخوانى قوماندان وژلى وي. په ډسمبر مياشت کې سخت دريځو وسلوالو د غچ په ډول احمد له کوره وايست او د هغه سترګې وايستلې.

د واشنګټن پوسټ په مطلب کې راغلي، ٢١ کلن احمد چې مزدوري يې کوله، لا هم ژوندى و، خو کله چې وسلوالو بريدکوونکو يې د سينې پوستکى جلا کاوه، ده چيغې وهلې، دوى يې زړه ترې راوايست او وروسته يې د چارواکو په خبره له يوې لوړې پرښې (ګارې+کړنګ) نه لاندې واچاوه.

له غور نه د ولسي جرګې استازې رقيې نايل وويل: دوى دغه ځوان ژوندى پوست کړ.

واشنګټن پوسټ زياتوي وروسته له هغې چې د دې قضيې ويډيو او عکسونه هره خوا خپاره شول، وسلوالو طالبانو په دې وحشتناک جنايت کې خپل دخالت رد کړ.

ډېلي مېل:

ډېلي مېل بريتانوۍ ورځپاڼې په يوه مطلب کې له طالبانو د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري د بيعت پر مسئله ليکنه خپره کړې چې په يوه صوتي پيغام کې يې دا موضوع اعلان کړې ده.

ورځپاڼه ليکي چې د القاعده شبکې مشر، ايمن الظواهري ته د منسوب صوتي پيغام کره والى نه شي تاييدولاى.

ډېلي مېل ورځپاڼه زياتوي، وروسته له هغې چې د امريکا سمندري ځواکونو د القاعده شبکې پخوانى مشر، اسامه بن لادن په ٢٠١١میلادي کال په پاکستان کې وواژه، ګومان کېږي ايمن الظواهري به د پاکستان او افغانستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې پټ وي.

د مطلب په حواله د بن لادن له وژل کېدو وروسته داعش ډلې چې په عراق او سوريه کې يې خلافت اعلان کړى، پر القاعده شبکې غلبه حاصله کړه.

د ډېلي مېل د مطلب په يوه برخه کېراغلي، د روان ميلادي کال په لومړيو کې د اسامه بن لادن ٢٣ کلن زوى حمزه هم يو پيغام خپور کړ او په نړۍ کې يې له "مجاهدينو" غوښتنه وکړه چې د غرب پرضد د مبارزې لپاره يوموټي شي.

په مطلب کې لولو: ايمن الظواهري د هغه پلان ملاتړ هم کړى چې د داعش ډلې پرضد د مقابلې لپاره دې د القاعده شبکې خپل "خلافت" ايجاد شي.

له ازادي‌ راډیو په مننه 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …