کور / تاج / حکومتي حساب کتاب / تاج محمد تمکین

حکومتي حساب کتاب / تاج محمد تمکین

حساب او کتاب هغه پروسه ده چې انسان خپلو تیروتنو ته متوجه کوي او په اینده کې د ورته تیروتنو د تکرار مخه نیسي.د حساب او کتاب یوه ګټه دا ده چې دم او قدم دواړه په حساب او پام سره اخستل کیږي.د پخواني ولسمشر حامد کرزي وخت کې د حساب کتاب طمع چا سره ځکه نه کیده چې نوی نوی سیسټم وو او حکومت هم دومره پياوړی نه وو چې خلک د حساب کتاب میز ته راکش کړي.هغه وخت کې مهمه دا وه چې څنګه د انډیوالئ سیستم مخ ته لاړ شي او خلک فقط او فقط حکومت تش په نوم ومني.وشو، دا دی هغه دوره تیره شوه، سخته دوره وه او که اسانه، قضاوت یې تاریخ ته پریږدو.خو اوس الحمدالله نظام تر کافي حده پورې جوړ دی او دا ظرفیت لري چې د زورواکو په شمول چارواکي د حساب کتاب میز ته راکش کاږي.میډیا فعاله ده، ټولنیز مطبوعات هم ښه درز کې روان دي نو اوس که د حساب کتاب پروسه کې ځنډ کیږي دا به یو ډول ناانصافي وي.تاج محمد تمکین

د ډاکټرصیب اشرف غني د حکومت دا دی شاو خوا دوه کاله کیږي، خو خلک د ولایتي چارواکو په شمول د مرکزي چارواکو څخه سر ټکوي.اداري سیسټم په بشپړه توګه د داسې خلکو لاس کې دی چې ولس تل ځوروي.د یو عادي دولتي کارمند ناز نخرې دومره وي چې عام سړی یې نشي وړلای.په غیرقانوني توګه دې کار ځنډوي، دولتي دفتر د خپل پلار شخصي شتمني ګڼي، ناقانونه پیسې درنه غواړي، څه ښه خلک به هم پکې وي خو عام ولس د دولتي مامورینو د برخورد څخه نور بیخي تنګ راغلی دی.دا هر څه پدې دلالت کوي چې کوم کسان والیان ګمارل شوي دي، ندي توانیدلي چې مدیریت وکړي او کارونه په توګه سره مخ ته یوسي.

یو مشکل دلته دا دی چې زمونږ والیان او وزیران چې په اصل کې مدیران دي، ځانونو نه یې رهبران جوړ کړي،د والیانو او وزیرانو کار په عملي توګه د کارونو پلانیز کول، تنظیمول او په توګه په مخ وړل دي نه دا چې د رهبرانو ځانګړتیاوې ځآنته خپلې کړي.اکثر والیان صیبان او وزیران خو دوه او درې ویاندیوان لري او بیا د هغوی هم مرستیالان وي.که څوک ورسره د یو مشکل حل پخاطر کتل هم وغواړي نو باور وکړئ که یې څلورو میاشتو کې هم وګوري.نه پوهیږم چې دا د ویاندویانو کلچر چا دلته عام کړی دی کنه وزیر ، والي باید مستقیما ولس او مطبوعاتو جوابده وي.مرستیالان لري، امرین ددفترونو لري خو بیا هم ځآن د یو رهبر په توګه دا کتګورئ خلک دومره مصروفه ښيي چې ته به وایې ملک یې ټول شړشم کړی دی او ډیر مصروف دي.

د حساب کتاب بله ګټه دا ده چې کار به اهل کار ته وسپارل شي.نااهله کسان چې فقط شپې تیرول غواړي، ژورنالستان او فرهنګیان خوشاله ساتل غواړی او وخت تیرول یې هدف وي باید نور ورته حوصله ونشي او له مخې نه لرې شي.د ولس داسې کسان پکار دي چې په درد یې دوا شي.دلته خو ټول د فیسبوک حکومت او فیسبومت لپاره زمونږ چارواکو کار پیل کړی دی.نه د خدای رضا شته او نه د ولس خوشالي هدف دی فقط چې په رسنیو کې یې عکسونه وځلیږي نور دې خدای ټول ولس په بدمعاشانو اختطاف کړي، ټول جایدادونه دې د پانګوالو لوټ شي.د دوی خو پرې هیڅ هم نه ځي.ډاکتر صیب اشرف غني باید په جدی توګه دحساب کتاب پروسه شروع کړي.تیره د هلمند دوره کی یې وویل چې د فساد په ضد عالي شورا به جوړیږی چې د چارواکو د جایدادونو او کړنو دوسیې به څیړل کیږي.زمونږ وړاندیز دادی چې لکه د نورو هیوادونو پشان دا کار دې هم علني شي.هر چارواکي دوسیه چې څیړل کیږي باید خپله د تلویزون په سکرین حاضر واوسي او خپله مستقمیا ولس ته حساب ورکړي.تر څو به دا د بې حسابئ او انډیوالئ نظام مخې ته ځي.

که رښتیا هم د حساب کتاب دود رواج شي نو لرې نده چې د یوې بادسپلینه او پاکې، خوشالې ټولنې او هیواد څښتنان شو.

لیکوال : تاج محمد تمکین

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …