کور / رسنۍ / پر محاکمو بریدونه په نړۍ والو رسنیو کې

پر محاکمو بریدونه په نړۍ والو رسنیو کې

له امريکا خپرېدونکې ورځپاڼې ډېلي سټار په خپله پرونۍ ګڼه کې په لوګر ولايت کې پر استنياف څارنوالۍ پر پرونۍ وسلواله حمله ليکنه خپره کړې ده.

پرون تر غرمې مخکې پر دې څارنوالۍ په داسې حال کې حمله وشوه، چې د استنياف څارنوالۍ لپاره نوى رئيس محمد اکرم نجات معرفي کېده.

ډېلي سټار ورځپاڼې دا حمله، د سخت دريځو وسلوالو له خوا پر عدلي او قضايي مامورانو د بريدونو يوه لړۍ بللې ده.

ورځپاڼې د لوګر د امنيت د امر سمونوال نثار احمد عبدالرحميزي خبرې هم رااخيستي چې ويلي يې دي: دغه بريد پرون تر غرمې مخکې په داسې حال کې وشو، چې د استنياف نوي رئيس د خپلې معرفۍ غونډې ته خبرې کولې.

په دې بريد کې د نوي رئيس تر څنګ د ٦ نورو کسانو د وژل کېدو او تر ٢٠ د زياتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى دى. درې واړه بريدکوونکي د افغان امنيتي ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.

د ورځپاڼې په مطلب کې د اسوشېټېد پرېس اژانس په حواله راغلي، وروسته له هغې چې افغان حکومت تېره مياشت شپږ سخت دريځي وسلوال اعدام کړل، وسلوالو طالبانو پر محاکمو او قضايي ادارو خپل بريدونه زيات کړي دي.

د مطلب په حواله دغو اعدامونو وسلوالو طالبانو ته د افغان حکومت جديت ښکاره کړ. دا په داسې حال کې ده چې د سولې د مذاکرو لپاره د حکومت دوه کلنو هڅو لا هم نتيجه نه ده ورکړې.

دي هندو:

دي هندو هندۍ ورځپاڼې هم په لوګر کې پر استنياف څارنوالۍ پر پرونۍ وسلوالې حملې يوه ليکنه خپره کړې او په يوه برخه کې يې ليکلي:

په لوګر دا حمله په داسې حال کې کېږي، چې څلور وسلوال طالبان تېره اوونۍ په غزني کې پر استيناف محکمې د حملې لپاره د ښځو په چادرۍ او پوځي يونيفورم کې راغلي وو.

دي هندو ليکلي، په غزني کې په هغه حمله کې يو پوليس او پنځه ملکيان وژل شوي وو.

ډي، اين، اې:

له هنده خپرېدونکې بلې ورځپانې DNA په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغان ولسمشر له خوا د هند صدراعظم ته د غازي امير امان الله خان عالي دولتي نښان د ورکړې پر مسئله ليکنه خپره کړې ده.

محمد اشرف غني دغه مډال د شنبې په ورځ د افغان-هند د دوستۍ يا سلما بند د پرانيستنې پر مهال نريندرا مودي ته ورکړ.

د ليکنې په پيل کې راغلي، هندوستان د يکشنبې په ورځ له افغانستانه مننه وکړه، چې د دغه هېواد دا عالي نښان يې د هند صدراعظم ته ورکړ.

DNA ليکي: د هند د ماليې وزير ارون جايتلې له افغانستانه د مننې په لړ کې ويلي، د وياړ دا نښان يوازې د هند د صدراعظم لپاره نه، بلکې د ټول هندوستان لپاره و.

له ازادي راډیو په مننه 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …