کور / تبصرې / هند او افغانستان ته مبارکي‌

هند او افغانستان ته مبارکي‌

د سلما بند چې څو کاله وړاندې د وخت د ولسمشر جلالتماب حامد کرزي په هلو ځلو د دوست هیواد لوی هندوستان په مالي او تخنیکي مرسته پیل او دا دی نن د شنبې په ورځ د ۱۳۹۵ لمریز کال د جوزا (۱۵) نیټه ګټې اخیستنې ته چمتو او رسماً د افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني او د هندوستان د صدراعظم نریندرا مودي په لاسونو پرانستل کیږي.ظریفي

یاده دې وي، چې د نورو ډیرو پرمختیايي کارونو او فوځي مرستو  څخه علاوه په سږني کال کې د هند د دوستۍ دویمه نښه افغانانو ته ډالۍ کیږي، د ملي شورا د تعمیر جوړول د هند د بې تمې دوستۍ پیرزونه، د چابهار بندر د هند په مرسته جوړول د سیمې لپاره لویه لاسته راوړنه ده، چې جنوبي او مرکزي اسیا د افغانستان له لارې سره نښلوي.

د هند افغان دوستي چې د پيړیو راهیسې یې دوام پیدا کړی دی، تقریباً یو بل ته ورته کلتور او شریکې اړیکې لري، د هند او افغان ولسونه پرې فخر کوي، د ۲۰۰ میلیونو په شاوخوا کې مسلمانان په هند کې ژوند کوي، چې ډيری یې افغانان دي، د هند ملي مشر او رهبر مهاتما ګاندهي یوازې د هند لپاره مبارزه نه ده کړې، بلکې د انسانیت لپاره یې د فخر افغان پاچا خان سره یوځای د برتانیا د ښکیلاک په مقابل کې، د عدم تشدد د مبارزې په بنیاد مبارزه کړې ، چې د اعلحضرت غازي امیر امان الله خان په قاطع دریځ انګریزان له سیمې وتلي دي؛ خو په سیمه کې یې د پاکستان په نوم یوه ځاله پریښې وه او وخت په وخت نوي نوي بچي په دې ځاله کې پرورش مومي او سیمه یې نا امنه کړې ده.

زه د سلما د بند د پرانستلو په مناسبت ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني، د هند صدراعظم نریندرا مودي، اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رییسانو ، د سترې محکمې او لوی څارنوالۍ رییسانو ، د کابینې غړو، ټولو امنیتي ځواکونو ، پخواني جمهور رییس حامد کرزي او د هغه کاري ټیم، د افغانستان او هندوستان ټولو ولسونو ته مبارکي وایم.

تل دې وي هند افغان دوستي

وړاندې د یو خپلواک، پرمختللي ، لوی افغانستان او لوی هندوستان په هیله

په درنښت

مدني فعال او د ولسي شوراګانو منشي

بادام ظریفي «فقیر»

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …