کور / ظریفي / خپلواکي که بلواکي ؟

خپلواکي که بلواکي ؟

د کایناتو  خالق، مالک، رازق رب بې وزیره بې مشاوره په خپل قدرت، حکمت او تدبیر سره دا ټول کاینات او نظام په کن سره د یو نامعلوم زمان څخه پیل کړی او تر نامعلومه وخته به همداسې روان وي، فعلونه بدلیږي، موسمونه اوړي او راوړي ، لمر سپوږمۍ ستوري په خپل ټاکلي محور څرخي واورې، بارانونه ، سیلابونه ، باد، ظریفيهواګانې ، توفانونه ، زلزلې، مرضونه پیدا او فنا کیدل، غرونه ، رغونه ، دښتې ، سیندونه ، دریابونه، بحرونه، ځمکې ، اسمانونه دا ټول د یو نظام لاندې رون دي او الله ج د حکم بغیر یوه پاڼه هم نه شي ښوریدی، د بې شماره خلقیت سره یې یو مخلوق خلق کړی، چې هغه ته انسان وايي، چې انس او الفت معنی ورکوي او اشرف المخلوقات هم ورته وايي او خطاب ورته کوي، چې ((ای انسانه! دا ټول مخلوقات مې ستا لپاره خلق کړي او ته مې د ځان لپاره پیدا کړی یې او د خپلې خدایي یو څه برخه واک او اختیار مې تاته درکړی دی، چې په ښه توګه یې استعمال کړې.))

الله ج فرمايي چې ((ما ادم ته اسماء الحسنی ورکړه، یعنې علم مې ورکړ.)) دا مخلوق یعنې انسان د ځمکې پر سر خور اور پروت دی، خالق ذات فرمايي، چې ((انسانه ! ما ته د یو مور او پلار څخه پیدا کړې، چې هغه ادم ع او حوا ده او تاسو مې ټولګي ټولګي ، ډلې ډلې او څانګې څانګې وګرځولئ، د دې لپاره چې یو د بل سره وپيژندل شئ، خو ماته نږدې هغه څوک دی، چې تقوادار او پرهیزګار وي.))  په دې ډلو، ټولګیو، څانګو او قبایلو کې د ژوند تیرولو لپاره خپل خپل نظامونه جوړ شوي دي، په مختلفو دورو کې مختلف نظامونه چلیدلي دي، چې تعریف شوي نظامونه شاهي نظامونه، چې مطلقه شاهي او مشروطه شاهي ، خلافتونه، اماراتونه، نظامي (عسکري) نظامونه، یو حزبه نظامونه، دیموکراتیک نظامونه ، جمهوري نظامونه، ریاستي نظامونه ، پارلماني نظامونه په هر حال دا ټول نظامونه په یو معلوم او تثبیت شوي، قلمرو او د مختلفو ملتونو ترمنځ رایج دي او په هر نظام کې درې قوتونه وي، چې دولت تشکیلوي ، یانې مقننه قوه، قضایه قوه او اجرایه قوه ده .

موږ دلته د ځینوپوهانو نظریات را اخلو چې نظامونه یې تعریف کړي دي، افلاطون یوناني فلسوف چې د اسلام د سپیڅلي نظام او دین وروتسه یوه لاره وښوده چې عدالت ، فضلیت او اخلاقیات یې منلي ټکي و، هغه وویل چې که په یو نظام کې دا درې اصله موجود وي دا به بهترین نظام وي، یو بل پوه جان لاک  د دولت او ملت ترمنځ د فرق په هکله وايي، چې دولت یو سیاسي نهاد دی او ملت یو اقتصادي نظام دی. د یونان یو بل عالم او پوه ژان ژاک روسو چې ټول سیاسي نظامونه ، اډیالوژیګانې او سیاسي مکتوبونه یې په خپل کتاب ، ټولنیز قرارداد کې چې په فارسي ترجمه شوی او قرارداد اجتماعي په نوم یادیږي، وروسته بیا دوه الماني پوهانو هیګل او مارکس څه چپي مکتوبونه هم جوړ کړل چې ایزمونه یې را پيدا کړل یو بل عالم او پوه ورکییم ټولنه یانې ملت هغه وخت بریالی بولي، چې منظم او قدرت منده وي؛ ځکه د نظامونو په پایښت کې لوی رول لوبوي دولتونه ړنګوي او جوړوي یې د ایران یو ټولنیز پیژندونکی عالم او پوه ډاکټر محمد حسین پناهي ملت تعریف کوي، چې ښه نظم ولري، د سیاسي نظم سره په ګډه د مشارکت او تصمیم نیونې مرکز ملت بولي، چې د وضع شوي قانون په چوکاټ کې د سیاسي ، اقتصادي ، د ولسواکۍ څخه برخمنه ټولنه او چې خپل حقوقي حق یانې ذکر شوي درې اصله په عمل کې پلي شي، واقعي دیموکراسي چې د دولت مشروعیت تضمینوي رامنځته کیږي ، زموږ په یاد په افغانستان کې دا څو نظامونه چې مطلقه شاهي او مشروطه شاهي نظام جمهوري نظام بیا دیموکراتیک نظامونه چې په کودتاګانو یو په بل پسې ړنګ شول، اسلامي جمهوري نظام  چې یو د بل ګریوانونه یې څيري کړل او کابل یې وران کړ، اسلامي امارت چې په شپږو کالو کې د ږیرې او چادري څخه اوزګار نه شول او ورپسې د بُن د توفقاتو کوږ بنسټ اسلامي جمهوري نظام په افغانانو مسلط شو ، چې ټولنیز عدالت په کې نه و پلی شو او د اکثریت په سر یې یو اقلیت حاکم کړی دی انګلسانو چې بحر صغیر ته راتلل نو دا یې بهانه کړه چې موږ فرهنګي مبارزه کوو، چې بیا وروسته په پرنګیانو مشهور شول ، د تاریخ بدنامه څهرې شاشجاع او ببرک کارمل دي، خو په هغوی دواړو کې فرق دا و، چې شاشجاع مخکې او د انګریزانو لښکر یې تر شاه و؛ خو ببرک د تاشکند څخه د خپلې غلامۍ اعلان وکړ، همدا شان جلالتماب حامد کرزي په دهراود ولسوالۍ کې و، چې د امریکا لخوا مشر اعلان شو او د اسدالله وفا او عبدالله وفا په مرسته کابل ته راوستل شو.

حامد کرزی یو شنګ افغانیت لري او دیارلس کاله یې د (CIA) سره په جګړه تیر کړل، څو سلنه (CIA) برلاسې او څو سلنه کرزی برلاسی و؛ خو زما په اند کرزی ښه سیاست مدار او ښه سیاسي لوبغاړی دی، د نظام جوړولو او د ملک په پرمختګ کې یې ښه رول ولوباو، امریکا لکه څنګه ، چې مو په تیرو لیکنو کې ویلي و، شمالي ټلوالې سره په ۲۰۰۰ زیږدیز کال کې د مارشال فهیم په وساطت چې هغه ته یې د مارشالۍ د وعدې نه علاوه په نقدو ډالرو هم و نازوه او د تخار د بهاوالدین ولسوالۍ چې د شورای نظار دویم مرکز و، معاهده لاسلیک کړه ، چې د افغانستان دولتي واک به د شمالي ټلوالې سره وي او شمالي ټلواله به د امریکا لپاره د ځمکني عسکرو دنده ترسره کوي.

مخکې ولیکل شول، چې کرزی څو سلنه بې واکه او څو سلنه واکمن و؛ خو دا ځل امریکا بله لوبه وکړه او شمالي ټلوالې ته یې نه منم په خوله کیښودل او نتیجه یې د تفاهم په پایله کې حکومت ففټي ففټي شو، مطلب شمالي ټلواله د افغانستان نیم نفسو شو، حال دا چې څه د پاسه یو میلیون رای د ډاکټر محمد اشرف غني د عبدالله عبدالله څخه زیاتې وې.

لویه بې وسې خو لا دا وه، چې جان کیري لکه څوک چې خپل مامور مقرروي وویلې، چې دا حکومت د دوه کالو لپاره نه بلکې د پنځو کالو لپاره دی، نه خو اپوزیسیون غږ پورته کړ ، چې ته څه حق لرې، چې د حکومت موده تمدیدوې او نه بل چا .

وايي، چې یو وخت خلکو یو غل په مخه کړ او اخر غل په غار کې ترې پټ شو، ټول ورته ودریدل یو کس وول زه به وګورم د غل سره تیره چاړه وه سړي چې سر ور دننه کړ نو په چاړه یې ترې پوزه پریکړه هغه پوزه کلکه ونیوله او وویل دې کې خو ډیر بد بوي دی، بل سر ور دننه کړ، یو بل ته یې حل ونه ویل او د ټولو پوزې پریکړل شوې اوس نو څوک لږ څه ووايي دستي مشاور شي بیا د حکومت ملاتړ شي زه په اخیر کې دغه څو ټکي د سوالیه په شکل لیکم هیله ده چې خپل نظرونه په خپلو فیس بوکونو کې اظهار کړئ.

  • ایا موږ خپلواک یو که بل واک؟
  • ایا دې هیواد کې اکثریت قوم شته؟
  • که اکثریت قوم وي ولې خپل غږ نه پورته کوي؟
  • تر څو پورې به دا خاموش اکثریت د ظلم لاندې وي؟
  • که اکثریت قوم خپل غږ اوچتوي او خپل حق اخلي طریقه یې څه ده ؟ څه باید وشي او د کوم ځایه پیل شي؟
  • دا ظلم او نادودې منل د راتلونکنو نسلونو او خدای ج ته لوی مسولیت نه دی؟

ځکه خو الله پاک فرمايي چې زه ظالم او مظلوم دواړو ته جزا ورکوم، ظالم ته په ظلم کولو او مظلوم ته د ظلم په مقابل کې د نه دریدو او مبارزه نه کولو وايي چې بهترین جهاد د ظالم پاچا په مقابل کې د حق ویل دي.

در په در خاورې په سر شوې د افغان خواره ملته     خلکو خرڅ کړې او خرڅیږې ډیر ارزان خواره ملته

ملتونو نه شوې پاتې د دنیا د سر پيغور شوې       په سرو دې لوبې کاندې نامردان خواره ملته

لکه ږډې یې راټولې په شپاله د ظلم زور کې    ګرد چاپير چاړه لاسو کې قصابان خواره ملته

نه دې ښّې په امان دي نه ماشوم او نه زاړه دي     بس مرګونه دي راغلي په زوړ ځوان خواره ملته

ستا تاریخ چې مسخه کیږي او کلتور دې بیګانه شو      شبکې د څارګرۍ دي لاس ګریوان خواره ملته

شوې اوزار د بیګانه وو یا بوجۍ د شګو ډکې   ستا وطن نه یې جوړ کړی جنګ میدان خواره ملته

سیاستونه بیګانه دي اډیاګانې د پردو دي   زمینې کړي ورته جوړې غلامان خواره ملته

مافیا دلته مصروفه رنګا رنګه دسیسو کې        خور دام یې غوړولی په بل شان خواره ملته

څو بې ننګه مزدوران دي، چې پرتا مسلط شوي       د سوونو نه زیاد نه دي دا کسان خواره ملته

خو یوه خبره دا ده ، چې وحدت په تا کې نه شته     ځانله ځانله نا پوهۍ کې یې روان خواره ملته

حق به اخلي په خپل زور او خپلو مټو د یووالي     حال بدل کاندۍ پخپله د خپل ځان خواره ملته

که یو نه شئ؛ نو ورکیږئ، په پښتو کې دا متل دی      بیا به ډوب شئ په ګرداب کې زمان خواره ملته

لیک:  بادام ظریفي – فقیر

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …