کور / کلتور / د مغرب تنقيدي اصول (دوېمه برخه)

د مغرب تنقيدي اصول (دوېمه برخه)

د اپلاتون تنقيد

اپلاتون د خپلو تنقيدي رايو اظهار په تفصيل سره نه و کړى. د سياسياتو، اخلاقياتو او ما بعد الطبعياتو د لاندې د ادبي تنقيد څو اصول د هغه څخه په لاس راځي. د هغه کتابونه خصوصاً رياست (Republic) او قانون (Laws)  د زوال پزيرې زمانې د لارښونې لپاره ليکلي شوي دي او د دغې لارښودنې په لړ کې په او د دې په معاشرتي منصب او د دې د قدر په هکله يې لږ بحث کړى دى.

د اپلاتون زمانه د معاشرتي انحطاط زمانه وه او دشاعرۍ انحطاط هم د ګړدې معاشرې د انحطاط يوه حصه وه، خو اپلاتون په شعري او ادبي انحطاط صرف تر دې حده نظر لري تر کومې چې هغه ته شاعري د خېر ښېګړې او اخلاقياتو اثراندازه ښکاري. له دغه نقطه نظره هغه په الميه کې د ښځو کردارونه د عامو اخلاقياتو لپاره مضر ګڼل ځکه چې ښځه ژړه انګولا کوي، ايرۍ وهي او په عشق کې ډېرې زر مبتلا کېږي.

په طربيه کې هم د هغه د پست او عاميانه مزاج خلاف دى. د هغه خيال دا و چې شاعر د عوامو پست خيالات رالړزوي او په هغوى کې لا قانونيت، بدتهذيبي او  بد مزاجي پېدا کوي. که چرې په شاعرۍ کې د جذباتو د هستۍ او هېجان انګېزۍ رجحان پېدا شي، هغه به يقيناً د پستو اخلاقي رجحاناتو هنداره وي او نوره اخلاقي پستي به پېدا کوي.

تر دې خو به شايد مونږ ټول د اپلاتون سره متفق يو خو هغه په دې غورځنګ کې د يونان د عظيم ادب خلاف هم جهاد پېل کړو. د اپلاتون په زمانه کې يو عام تصور دا و چې شاعري د علم او صداقت سرچينه ده. د اپلاتون نظريه دا وه چې شاعري مونږ ته صحيح علم نه راکوي او دا انساني اخلاق کمال ته نه شي رسولى. په دغه اړه هغه هومر او هېسيډ د علم سرچينه ګڼلو نه انکار کوي. ډرامه هغه د ټولنې لپاره ضروري ګڼله، ځکه چي دا انساني جذبات په اشتعال کې راولي. د دې په وجه په قومي کردار کې سادګي او معصوميت ختم شي او په قوم کې داسې کردارونه پېدا شي چې مصنوعي زيات او مخلص کم وي. د شاعرۍ په هکله د اپلاتون دا هم خيال و چې دا د کوم الهامي قوت نتيجه وي، ځکه د شاعر فن شعوري نه وي. د نورو هنرمندانو په ضد، څوک چې د خاصو تکنيکو اصولو او فني صلاحيتونو نه کار اخلي، شاعر د خپل فن او هنر نه کار نه اخلي. بلکې د فطري صلاحيتونو او غېر جذباتي هېجان د لاندې شعرونه وايي. هغه په لاشعوري توګه هم هغه څه وايي چې پرې د شاعر ملکه وايي. ځکه نو شاعري د هاغه علم حامله نه شي کېدى، د کوم بنياد چې په عقل وي. شاعر د جذباتو په موټي کې وي. په هغه کې د اخلاقي تنظيم کمى وي او له دغې وجې هغه د سنجيده انسانانو لارښود نه شي جوړېدى.

اپلاتون د خپل عهد د دې نظريې هم خلاف دى چې که چرې د شاعرۍ صحيح ترجماني او وضاحت وکړى شي نو په دې کې به اعظيم صداقتونه ترلاسه شي. د اپلاتون جواب دا دى چې اول خو شاعر د خپل کلام د جواب نه قاصره دى. بل دا چې بېلا بېل نقادان ترې مختلفې معنې اخذ کوي، دکومو چې د صحيح او غلط د ناپ څه پېمانه نه وي، ځکه د شاعرۍ نه څه حتمي مانا نه شي اخذ کېدى. دغه شان اپلاتون د شاعرۍ تمثيلي او علامتي حېثيت رد کوي. د هغه خيال دى چې که چرې يو تمثيل يا دېومالا (myth) د خپله انده نقصاني وي نو مونږ له دې سره څه کار نه دي لرل پکار، چې تمثيلي او علامتي معنې ترې څه راوځي. د اپلاتون خيال و چې هغه زمانه لاړه چې شاعران به د علم او صداقت سرچينه ګڼلى شو.نوې زمانه د فلسفې ده ځکه فلسفه د صداقتونو او علمونو سره پېژندګلو کولى شي. ددې اعتراض نه علاوه چې شاعري د صداقت سرچينه نه ده د اپلاتون دوېم اعتراض دا و چې د شاعرۍ تاثرات د اعظيمو اخلاقي صلاحيتونو لپاره ضروري دي. د هغه په نظر کې داسې شاعري د معاشرتي اخلاقو لپاره مضره وي، په کومه کې چې دېوتاګان د مثالي حېثيت نه په بل څه حېثيت پېش کؤلى شي. صحيح قسمه  اخلاقياتو لپاره دا خبره ضروري ده صحيح الهي قوتونو تصور پېش کړى شي. د هغه خيال وه چې دېوتاګان څوک چې سراسر د خوبيو هنداره وي، يو بل سره په جنګ ښودل يا د جرمونو ارتکاب کونکي او په انسانانو ظلم کونکي ښودل غېر اخلاقي خبره ده او د انساني ټولنې لپاره د ضرر باعث جوړېدى شي. د دې عامو اعتراضونو نه پس اپلاتون د شاعرۍ په مختلفو صنفونو اعتراض کوي، لکه شاعري په درې صنفونو کې وېشي:

بيانيه شاعري، ډرامايي شاعري، رزميه شاعري.

هغه په اخري دوو قسمونو کې د نقالۍ عنصر ښکاري. د هغه په خيال شاعر په دغه دواړو قسمونو کې خپل ځان په مختلفو کردارونو کې پېش کوي او دغه شان هغه کتونکو او اورېدونکو له هم دا موقع ورکوي چې خپل ځانونه د کردارونو په ذات کې ضم کړي. هغه د يو فرد د چا په ذات کې ضم کېدل غېر ضروري او غېر صحت مند ګڼي. هسې خو د نقالۍ او  تقليد صلاحيت په انسان کې په جبلي توګه موجود ګڼي خو د دې زيات والى د انسان په کمزورى انګېري. د څه په وجه چې د انسان کردار او شخصيت کمزورى کېدو ويره پېدا کېږي. نقالي او تقليد د يو فرد د کردار او او د هغه د ذهني بلندۍ لپاره زياني دي. په خصوصي توګه کله چې د داسې کردارونو نقالي وکړى شي څوک چې بزدل بدمعاش يا پاګل وي. ځکه چي بيا بيا نقل کول د سړي عادت جوړ شي او عادت دوېم فطرت جوړ شي. دغه شان د نقل نتيجې د ډېرو خرابو باعث کېدى شي.

تر دې خو اپلاتون نقالي او تقليد د څهرې بدلولو په معنا استعمالوي، خو وړاندې هغه دا اصطلاح فلسفيانه ستطحې ته ورسوي. د هغه خيال دى چې ډرامايي او رزميه دواړه شعري صنفونه محض د ظواهرو نقل کوي او څيزونه اصلي حقيقت نه پېش کوي. دا حقيقت په ځاى د واهمي سره تعلق ساتي. اپلاتون شاعري د مصورۍ په شان ګڼي. داسې چې دواړه څېزونه تقليد کوي. يو د لفظونو په ذريعه او بل د رنګونو په ذريعه. شاعر او مصور چې څه پېش کوي هغه هاغه شان اصلي نه وي. څنګه چې نور هنرمندان او کاريګران پېش کوي. د شاعرانو او مصورانو پېشکش محض د دغه څيزونو نقل او تقليد وي او دغه شان دا دواړه قسمه فنکاران د حقيقت نه ډېر وروستو پاتې شي، خو د اپلاتون نظريه دا ده چې د نورو هنر مندو مصنوعات هم اصلي نه وي. هغه هم د هاغه خيال يا هيت نقل وي کوم چې د جوړونکي په ذهن کې موجود وي. البته کاريګر او هنرمند په دې لحاظ حقيقت ته نزدې وي چې هغوى کوم څيز جوړوي، د هغې باره کې علم خامخا لري. د دې بر عکس شاعر د کاريګر د نقل نقل کوي او دغه شان هغه د سل حقيقت نه وروستو وي. لنډه دا چې د اپلاتون په شاعرانو اعتراض دا دى  چې دوى محض موهوم عکس پېش کوي. داسې عکس کوم چې فطرت ته د ائينې نيولو نه حاصلېږي. دغه عکس خارجي شکل يا څهره د اصل په رنګ پېش کوي او غېر حقيقي ته د حقيقي شکل ورکوي. هاغه خلک څوک چې د دې غېر حقيقي دنيا عکاس وي، هغه خپله د واهمي په دنيا کې اوسي او ټولو خلکو ته دغه دنيا ته د راتلو دعوت ورکوي.

 

ليکوال: توقير ابشار

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …