کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / دطالبانو نوی مشر او دافغانستان راتلونکې !

دطالبانو نوی مشر او دافغانستان راتلونکې !

 

کله چې تېر کال دطالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر اخوند مړ اعلان شو ،نو د ملا عمر پر ځاى د ملا منصور ټاکل کېدو ته د طالبانو ګڼو پياوړو قوماندانانو دشک او حتا ځینو د کودتا په سترګه کتل او دا مسئله په افغانستان کې د طالبانو د سيالو ډلو ترمنځ د خونړيو شخړو سبب شوه ، چې په پایله میرویس افغانکې دملا دادالله اخوند دوه وروڼه او ډېری نور طالبان ووژل شول . 

ملا اختر محمد منصور ته دملا عمر اخوند پر ځای راتګ اسانه کار نه وو، خو دملا منصور ځای ته دمولوي هبت الله ورتګ ځکه اسانه دی ،چې یو خو هبت الله اخوند زاده مستقیمأ دملا منصور مرستیال وو او دمشر تر مړینه وروسته څوکۍ ته د مرستیال ورتګ اسانه وي . 

بل اړخ ته پخپله هبت الله اخوندزاده په طالبانو کې ډېر زیات نفوس لري‌او دطالبانو ډېری قوماندانان په مستقیم او غیري ‌مستقیم ډول دده ددیني زدکړو شاګردان پاتې شوي ‌دي‌.

دملا اختر محمد منصور په انډول ښايی دطالبانو په لیکو کې دهبت الله اخوندزاده مخالفت ډېر لږ او په نشت حساب وي ، خو په بهر کې بیا دملا منصور بر خلاف دمولوي‌ هبت الله لپاره اختلافات او جدت ښايي ډېر زیات وي . 

که چېرته دا ثابته شي‌ چې امریکا يي پوځ ته داختر محمد منصور په تړاو معلومات پآکستان ورکړي دي‌، نو دا به د هبت الله اخندزاده او پاکستان تر منځ اړیکي ‌ترینګلې کړي .

اوس دطالبانو مشرانو ته پردې فکر کول په کار دي چې که چېرته پاکستان دا کار کړی وي ‌نو دپآکستان ګټه ورکي‌ څه وه ؟‌

ښايي پاکستان دوه هدفه لرل . 

لومړی دا چې له امریکا او افغان حکومت سره یې اړیکي ‌ډېري ‌خرابي ‌شوې وې او دملا اختر محمد منصور دوژنې پر بنسټ به افغانستان او امریکا ته د طالبانو پر ضد خپله رښتينولي ښودله . 

دويمه دا چی: 

 داسې راپورونه دي چې ملامنصور له روسيې او ایران سره نژدې شوی وو او پاکستان نه یوازې دا چې دغه اړیکي نشوای زغملای بلکه نه یې غوښتل چی نوموړی دې نور د طالبانو مشر پاتې شي.

که دا اټکل رښتیا وي‌نو دمولوي‌هبت الله اخوند زاده په تړاو به هم دپآکستان همدغه پالیسي وي. پاکستان به مولوي هبت الله ته له نوري نړۍ سره داړیکو اجازه ورنکړي او همدا ډول که کله ضرورت شي‌نو د امریکا دخوشالولو لپاره به یې تر تېغ تیر کړي‌.

له بله لوري‌ دملا اختر محمد منصور دمرګ په تړاو امریکا خپلو اهدافو ته درسیدو یوه هڅه وکړه . 

لومړى: واشنگټن پاکستان ته وښودله چې ملا منصور پاکستان کې وو او له پآکستاني ‌پاسپورټ نه یې کار اخیستو .

‌له بلی خوا د ملا منصور په ادعا شوي پاسپورټ د ايران ويزې راښکاره کېدو سره واشنگټن په غير مستقيم ډول ایران ته هم گواښ ورکوي چې ایران هم د طالبانو په ملاتړ کی لاس درلود، او له بل پلوه دا په افغانستان کی د ایران پر ضد د عامه ذهنيت بدلولو هڅه هم کېدای شي . 

همدا راز دواشنګټن دوې نوري‌ هیلي‌هم وې :‌

یوه دا چې دملا اختر محمد منصور په وژنه یې هڅه کوله چې طالبان بیا دواک پر سر سره وویشل شي ، خو دا سي‌ښکاري‌چې دواشنګټن دا هیله نیمګړې پاتې شوه . 

بله دا چې دوی هڅه کوله چې دطالبانو رهبري ته یو داسي‌کس لار ومومي‌چې دسولي‌خبرو ته غاړه کښېږدي‌.  

دواشنګټن دوهم هیله هم دم ګړی ناشونې ځکه برېښي چې مولوي هبت الله داختر محمد منصور په انډول په جګړه زیاته عقیده لري‌. 

کیدای شي‌دا دنړۍ یوازینی هغه لیډر وه اوسي ‌چې خپل ځوان زوی یې د «ځانمرګي برید» لپاره هڅولی دی .

نو دا چې یوکس خپل زوی ځانمرګي برید ته هڅوي او نوم لیکنه ورباندي‌کوي ، دغه کس تر سوله په جګړه زیاته عقیده لري . 

دمولوی صیب هبت الله اخوندزاده یوه ملګري‌راته وویل : 

هبت الله اخوند زاده دطالبانو تر هر مشر دسولي‌لیوال دی ،خو سوله په خپلو شرایطو غواړي .

اوس خبره داده چې هر هغه کس چې سوله په خپلو شرایطو غواړي‌سوله نه کوي . سوله دشرایطو دراکړي‌ورکړي پر بنسټ شونې ده .‌ 

داسي‌ښکاري‌ دطالبانو دمشر په صفت دمولوي‌هبت الله اخوندزاده ټاکنې سپینه ماڼۍ او امریکا يي چارواکي هم اندیښمن کړې دي .

ښاغلي اوباما ویلي دي چې د طالبانو د مشر په توگه د یو لیبرال دموکرات د ټاکلو تمه یې نه لرله او د هغه په وینا طالبان به خپلو هدفونو ته د رسیدو لپاره تاوتریخوالي ته دوام ورکړي.  

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس د طالبانو د نوي مشر ملا هیبت الله اخندزاده له ټاکل کیدو وروسته په خپل لومړني غبرگون کې هیله څرگنده کړه چې طالبان د سولې په جدي خبرو کې د گډون اړتیا درک کړي که څه هم چې د هغه په وینا دغه کار ښایي دومره ژر عملي نه شي.   

 دسي آی ای یو پخوانی مامور بروس ریډل وایي د افغانستان د سولې راتلونکې کمزوری گڼي او دده په وینا چې طالبان د مولوي ‌هبت الله اخندزاده په گډون په اوس کې د پوځي لارې په بریالیتوب باور لري.

ښاغلي ریډل ویلي دي‌ چې حتا د پاکستان استخباراتي سازمان آی ایس آی په دې باور دی چې طالبان کولای شي د پوځي لارې بریالي شي. هغه خبرداری ورکړی چې د افغانستان جگړه خورا سخت پړاو ته رسیدلې ده.

بل پلوته دامریکا متحده ایالاتو لا له وړاندي‌اعلان کړی دی چې دخپلو (۹۸۰۰) پوځیانو شمېر به په افغانستان کې دروان (۲۰۱۶) کال تر پایه (۵۵۰۰) پوځیانو ته راټیټ کړي .

که څه هم دا چاره لا تر ارزونه لاندي ده ، خو بیا هم په افغانستان کې دامریکا يي ځواکونو دشمېر په راټیټیدو سره ښايی دافغان پوځ مورال راټیټ شي . 

همداراز دطالبانو نوی مشر مولوي ‌هبت الله اخوندزاده چې نسبتأ په جګړه او پوځي عملیاتو باور لري هڅه وکړي چې نړۍ والي ‌ټولنې او افغان حکومت ته خپل زور ورمعلوم کړي . 

په دې صورت کې به په افغانستان کې جګړه تر بل هر وخت زور اخلي‌ ، او دطالبانو سیمه یز قوماندانان چې غواړي خپل نوي‌ مشر ته خپله وړتیا وروښيي هڅه وکړي چې بریدونه زیات کړي او له خپله نوي‌ مشر نه لانور امتیازات تر لاسه کړي .

دامریکا متحده ایالاتو او دافغانستان حکومت که څه هم دملا منصور په وژل کېدو دطالبانو دتحریک دګډوډولو هیله لرله ، خو ددوی دهیلو برخلاف طالبان داځل بر خپل مشر په ډېر لږ وخت کې سره صلاح شول ، او دطالبانو پر اوسني مشر مولوي هبت الله اخوند زاده هغه طالبان هم راغونډ شول چې وړاندي یې له دغه تحریک نه یا خو سرغړونه کوله او یا هم پر کورونو ناست وو.

له بله لوري اوس طالبانو ته دخپل پخواني مشر ملا اختر محمد منصور په تړاو هم ډېر څه په لاس ورغلل . 

هغه اوس ددوی او یاغي شویو طالبانو لپاره هم یو اتل شو . 

ملا اختر محمد منصور دهغو خلکو له لوري ‌ووژل شو چا ته چې دی په مرسته او ملګرتیا تورن شوی وو.

 اوس دطالبانو دتحریک خوابدو مشرانو هر یو شیخ نظر محمد اڅګزی ، مولوي ‌عبدالروف  ساګزی ، مولوي ‌عبدالمنان نیازي ، مولوي‌ عبدالرزاق اڅګزی ، مولوي محمد رسول، او شیخ عبدالرازق نورزی ته هم ښايي هغه بهانه نه وي‌ ورپآتې چې دوی داوسني‌ مشر مولوي‌ هبت الله اخوندزاده مخالفت وکړي‌. 

په دوی کې ځینو له دې کبله مخالفت کاوه چې دلوی ملا صیب زوی مولوي‌ یعقوب دتحریک مشر کړي‌، خو دا چې ملا یعقوب پخپله دشیخ الحدیث هیبت الله اخوندزاده ددیني‌علومو شاګرد دی او مرستیال هم وټاکل شو دا بهانه هم له منځه لاړه . 

پخپله مولوي‌ هبت الله اخوندزاده ته په کار دي‌چې اوس خپلي‌پرېکړي دصلاح مشورو له لاري‌وکړي‌او تر ډېره بریده له هغه جدیت کار وانخلي‌چې دی ورباندي مشهور دی . 

دوه عمله ډېر ضروري بلل کږي ‌چې دطالبانو اوسنی مشر یې په پام کې ونیسي‌. 

یو دا چې په خپل تحریک کې دم ګړی له تغیراتو ډډه وکړي‌او هغه کسان بېرته ځانته رانېژدې کړي‌چې په یوه نه یوه ډول له دنه لیري ‌شوي‌ وو.

په دې شکل به دی دنورو طالب مشرانو او له ده سره دولاړو طالبانو زړونه خپل کړي‌. 

بل دا چې په زغرده دملکي‌تلفاتو دمخنیوي‌هڅه وکړي‌او ټول قوماندانانو ته جدي‌ امر وکړي‌چې دملکي تلفاتو په مخنیوي ‌کې جدي وه اوسي ‌او هیڅ ډول غفلت ونه کړي‌. 

په دغه عمل سره به نوموړی نوی مشر دولس اعتبار تر لاسه کړي‌ او دنړۍ والي‌ ټولنې پام به ځانته راواړوي‌. 

هم داراز افغان حکومت  ته په کار دي‌چې نور پر خپله تېره (۱۴) کلنه پالیسي‌غور وکړي‌. دطالبانو دماتولو پرځای هغوی په ریښتونې توګه دسولي‌لورته راوبولي‌.

نن دطالبانو مشران تر بل هروخت په دې پو هېدلي‌ دي چې له پاکستان سره دوستي‌ ورته په لویه بیه تمامېږي ، نو افغان حکومت ته په کار دي‌چې  له دې موقع په استفادې سره افغان حکومت طالبانو ته مخامخ دسولي‌لاس وروغځوي‌.

افغان حکومت کولای شي‌چې له کابل مېشتو طالب مشرانو مولوي ‌متوکل صیب او ملا عبدالسلام ضعیف او په هیواد کې دننه او بهر له ځینو هغو اشخاصو دسولي‌په بهیر کې مرسته وغواړي‌ چې یا خو یې طالبان خبري ‌ته غوږ نیسي ‌یا لږ ترلږه خبره تر طالبانو رسولای شي‌. 

که چېرته افغان حکومت مخامخ له طالبانو سره دخبرو لار ومومي‌او ددوی غوښتنو ته مثبت ځواب وویل شي ، ‌ډېر امکان لري ‌چې دطالبانو دنوي‌ مشر له نویو جنګي پلانونو څخه هیواد او خلکو ته دنجات لار ومومي‌. 

او که بیا هم دوسله والو طالبانو مشران او افغان حکومت دپاکستان دسولي‌ رحم او کرم ته کښېني‌،  لیري‌ نه ده چې ډېر ژر به دافغان ولس دوینو تویولو سره سره ، دا ځل موږ ډېری افغان چارواکي او دوسله والو طالبانو دمشرتابه قربانیاني ‌ورکړو . 

لیکوال : میرویس افغان   

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …