کور / رسنۍ / دملا منصور وژنه او دطالبانو راتلونکی

دملا منصور وژنه او دطالبانو راتلونکی

یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې د طالبانو د نوي مشر د ټاکل کېدو په اړه مقالې او مطالب خپاره کړي دي.

د انګلستان چاپ ګارډین ورځپاڼې لیکلي: د طالبانو د نوي مشر په ټاکل کېدو سره مختلفو کړېو بېلابېل توقعات څرګند کړي دي.

افغان حکومت هیله مند دی چې هبت الله اخونزاده به د سولې خبرو ته مخه کړي او طالبان بیا توقع لري چې نوموړی به دا پاشل شوې ډله بیرته یوځای او منسجمه کړي.

ورځپاڼه وايي:

افغان حکومت او نړیوال متحدان يې داسې نښې نښانې لټوي چې له مخې يې د طالبانو نوی مشر جګړه پای ته ورسوي خو طالبان په دې اند دي چې د ملاعمر له مرګ وروسته نوموړي ته په څو ډلو ویشل شوي طالبان په میراث کې رسیدلي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان چارواکو په حواله لیکلي چې طالبان یوه لار لري او هغه سوله ده او که دا لاره تعقیب نه کړي نو نوی مشر به يې هم د ملااختر محمد منصور له برخلیک سره مخ شي.

ورځپاڼې د افغانستان د څیړونکو د شبکې د مسول تامس روټیک له قوله لیکلي که څه هم هبت الله اخونزاده په سخت دریځۍ مشور دی خو تمه کیږي چې نوموړی به د ملا منصور په مقایسه سولې ته زیاته لېوالتیا وښيي.

واشنګټن پوسټ د پاکستاني کارپوه حسن عسکري رضوي دا خبره نکل کړې چې وايي د اخونزاده لپاره به لومړی کار دا وي چې د طالبانو په لیکو کې خپله مشري او ولکه ټینګه کړي او ښايي په نږدې راتلونکې کې د سولې پروسې ته زیاته توجه وکړي.

بریتانوي ټایمز ورځپاڼې لیکلي:

د ملا منصور وژنې د طالبانو مشرانو ته ټکان ورکړی دی او په هغې غونډه کې چې د نوي مشر د ټاکل کېدو لپاره جوړه شوې وه،یو شمېر طالب مشرانو یا د خپلو استازو او یا د وټس اپ له لارې خپله رایي ورکړه.

د مطلب لیکوال وايي، طالبان اوس غواړي معلومه کړي چې ملامنصور په څه ډول په بلوچستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا په نښه شو.

ټایمز ورځپاڼه وايي، طالبانو ته پوښتنه پیدا شوې ده چې ایا د پاکستان استخباراتو او یا ایران خو د ملا اختر محمد منصور په وژنه کې لاس درلود؟

له ازادي راډيو په مننه 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …