کور / کلتور / ادب او معنوي اضافيت

ادب او معنوي اضافيت

ادب لپاره د ادب د مفکورې منونکيو يوه زمانه کې دا بحث پېل کړى ؤ چې د سياسي او سماجي چاپېرچل له مخه چې کومه شاعري کېږي، د چاپېرچل بدلون سره به دغه شاعري هم مړه شي. د دغه مفکورې ازانګه تراوسه پورې اورېدلى کېږي او بحث مباحثه پرې هم کېږي خو زما په خيال په دې مفکوره د خبرو ډېر ځاى نشته دى، دا يو ساده باده ځواب هم لري، هغه دا چې زمونږ د کلاسيک زياته شاعري د وحدت فېصل فارانالوجود او د خانقاه د فضا اينداره ده، ولې نن په ټولنيزه توګه بنيادم د دې ډول اعتقاد او چاپېرچل نه ډېر وړاندې راغلى خو پرته له دې هم د کلاسيک شاعرۍ ارزښت کم شوى څۀ چې لا سېوا شوى دى او دغه سېوا شوى اهميت مونږ ته ښايي چې تخليقي عمل چې نيمګړى نۀ وي نو د زمانې اغېزې د خوندي کولو سره خپل معنويت هم هره زمانه کښې په ځاى ساتي. لکه د مُلا عبدالرحمان دا شعرونه وګورئ:

نور د شمع په فانوس کله پټېږي

تا کۀ واغوستې د خيال جامې نرۍ

پۀ سبب د ظالمانو حاکمانو

اور او ګور او پېښور درې واړه يو دي

دا دواړه شعرونه دلته ما په ښۀ شعوري توګه رواخستۀ، ځکه چې دا دواړه بيل بيل معنوي تناظر لرونکي شعرونه د شاعر په نماينده شعرونو کښې شمېرلى شي. يو شعر د تصوف مشهوره عقيده بيانوي چې مخلوقات د خداى د خيال جامه ده چې هغه اغوستې ده او بل شعر کې د هغه وخت د پېښور مغل نايب صوبېدار غالباً د ناصر خان ناکړدو ته اشاره ده، يعني دواړه شعرونه د زماني تناظر نه هيڅ کله بهر نه دي، ولې دې زمانې سره بېخي تړلي دي، خو بيا هم نن هم د پخوا غوندې په هره حواله د معنې او مفهوم نه برجغ ډک دي.

خو بيا هم د دې زماني او اعتقادي شاليد نه پرته دغه شعرونه د يو ښۀ تخليق په توګه مونږ باندې ځان رامني او د دې وجه ښکاره ده يعني د تخليق هغه اضافيت دى کوم چې د ليک نه تخليق جوړوي او دغه معنوي اضافه هله ليک کښې پېدا کېږي چې د تخليقي واردات په وخت د تخليقکار د تخيل او يا د تفکر ارتکاز کـې د لفظونو د سکوټو معنو تر حده پاتې نۀ شي، يا دې سره د چاپېرچل د حالاتو بدلون نورې معنې وروتړي، د دې نورو معنو لاره د علامت او يا نخښکي په ذريعه کېږي، د دې ښه بېلګه د خوشحال خټک دا شعرونه دي:

چې په نوم پښتون غوڅېږي پرې خوښېږي

اورنګ زېب هسې بادشاه دى د اسلام

په ناحق د اورنګزېب په بند بندي يم

خداى خبر دى په تهمت او په بهتان

خوشحال خان خټک د خپلې اندې هيڅ کله هم د اورنګ زېب مغول نامه د نخښې يا الامه په توګه نه وه راوړې خو د هغه د دې شعرونو په ګډون نور شعرونه سياق و سباق کې د اورنګ لفظ د علامت يا نخښکه دپاره جوړوي، دا هم ځکه چې کله ترقي پسند شاعران راغله نو اورنګ لفظ يو خوا د پښتون دښمنه استعماري سوچ لرونکي دپاره نخښکه وګرځېده، بل خوا ورسره هغه منافقت هم څرګند ؤ چې د اسلام دعوې سره سره يې خپلې بادشاهۍ دپاره هره ناروا کوله، نو دغه نخښکه کې د دې دوېم معنې له رويه نخښکه (Sign) نه علامت (Symbol) جوړ شۀ، څه ته چې مونږ تخليق وايو، هغه د ليک نه هم د دغه اضافيت له کبله بيل کېږي. اضافيت بنيادي توګه باندې يوه فلسفيانه اصطلاح ده، د دې مطلب غېر اصلي تعلق يا اعتباري تړون يا نسبتي اړيکې دي.

فلسفيانه مفکورې له رويه د دې نه مطلب دا دى چې يو علم د حالاتو واقعاتو سره د نسبت شرط لري، يعني حقيقي نۀ اعتباري وي، د آئن سټائن په نظريه کې هم وخت اضافي ګڼلى شوى، ځکه ورته د اضافيت (Relitivity) نظريه وايي. دې ته کاتۀ هم پکار دي چې اضافه ودې او زياتېدۀ ته ويلى کېږي، يعني د شعر دغه اضافي معنې چې ليک نه يې تخليق کوي، اصل کې په تړلو ټاکلو معنو باندې اضافه ده يا د دې معنو وده ده، لکه څنګه چې بوټى وده کوي او ښاخونه سېوا کوي، هم دغسې دغه اضافيت د فن پارې د بوټي معنوي ښاخونه پېدا کوي، که مونږ ګورو نو اضافه هر څو که اصلي نۀ وي خو اصل ته مرسته ورکوي. معاونت يې کوي او په دې معاونت ليک د خپل لغوي معنو د حد نه سېوا شي، ګويا دغه سېوايي معاونت کونکي معنې کومې چې اضافيت سره تړلي دي، ليک کې متن د تخليقي معنويت سره ورتړي. مونږ ګورو که د ملا عبدالرحمان مومند وړومبنى شعر هډو اعيان ثابته او تنزل ناسوت سره تړون لري، خو هم دې کې چې د ذکر شوي عقيدې نه پرته کوم تخليقيت دى، هغه د اسلوب جمالياتي عنصر نه هم ټوکېدلى دى او په دې موضوع زما د مطالعې له مخه فارسۍ، اردو، پښتو کې بل غوره شعر داسې نۀ دى تېر شوى، اګر که ډېرو صوفيانو دغه موضوع راغستې ده، يعني دې کې د تخليق کار تخيل او فکر د لفظونو د سکوټو معنو تر حده نۀ دى پاتې شوى، دغه سکوټې معنې مونږ روښاني مکتب کې اکثر وينو. دغسې دوېم شعر کې بظاهره معنې سکوټې راغلي، خو که وکتى شي بيا هم د ظالم واکمنانو تعين نشته دى او که مونږ يې تاريخي تناظر کې ناصر خان او د هغه ډلې ته منسوب ګڼو، نو هم شعر دغه معنې د پښتونخوا په لر و بر کې پرله پسې په صديانو د سرو، سپينو او تورو استعمارچيانو ځبېښاک د شعر سکوټې معنې رد کړي دي، يعني دلته اضافيت د شاعر د تخيل و تفکر نتيجه نۀ ده، د حالاتو د جبر نتيجه ده، ځکه دلته ظالم حکمران د هر غاصب او پېښور د کلهمې پښتونخوا نخښکه ګرځېدلې ده.

د دې ټول بحث رڼا کې جوتېږي، معنوي اضافيت د تخيل يا تفکر پرانستى انداز او يا د زماني چاپېرچل نه راټوکېږي او په هغه مطلب اضافه وي کوم چې د موضوع ته د مضمون صورت ورکولو په وخت د شاعر وړاندې وي او دا د اعتقاداتو او حالاتو د بدلښت نه پس ته هم ځاى نۀ پرېږدي. د دې يوه بېلګه فوکلور شاعرۍ هم ده، فوکلور شاته پروت ثقافتي عکسونه د زمانې کېنوس نه کوز شوي، خو بيا هم دغه عکسونه په مونږ ښۀ لګي.

د غم ښاخۍ دي په لاس راکړې

د غم په درمند پرې غمونه بادومه

د ادهيلې په صابون سپينه

په کوټه ګرځې د څرخې دي وويستمه

دې نه دا هم ښکارېږي چې کومه شاعري چې د خپلې زمانې عکسونه يا مسئلې کشالې حواله کوي، هغه په تاريخي حواله هم د پام وړ وي او دا يې هم په هغه وييي (لغوي) معنو يوه اضافه وي، کوم چې شاعر د خپلې عقيدې، مفکورې يا زماني شاليد له مخه وړاندې نه منلي وي، ځکه مونږ ويلى شو چې ادب لپاره د ادب د منونکيو دا سوال هيڅ جواز نۀ لري، چې د سياسي او سماجي حالاتو د بدلون نه پس دې سره تړلې شاعري اهميت بايلي خو شرط دا دى که داسې تړلې شاعري د معنوي اضافيت خوبي لري.

لیکوال : فېصل فاران

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …