کور / سلیم / افغانستان ـ يو ښه او لوى زېری / سلیم صافی

افغانستان ـ يو ښه او لوى زېری / سلیم صافی

که خپل ضد، جذبات او ځينې نورې خامۍ قابو کړي نو ګلبدين حکمتيار نن هم د افغانستان له ټولو لوى سياستمدار دى او که ورته وګورو نو د هغه ګوند يعنې حزب اسلامي نن هم د افغانستان له ټولو لوى ګوند دى.

حکمتيار يواځنى سياستمدار دى چې د افغانستان شمالي او جنوبي خلک يو ځاى کولاى شي (هغه پښتون سياستمدار دى خو اړيکې يې په شمالي ولايت چې د تاجکستان سره په پوله پروت کندوز ولايت سره دى). د پرمختللې نړۍ په وړتياو يقين لرونکى او د ديني عالم په توګه هغه دا وړتيا لري چې د افغانستان ملايان او ښاغلي سره يو ځاى کړي.سلیم صافی

ګلبدين حکمتيار د طالب علمۍ له وخته په مزاحمتي ژوند کې راداخل شوى دى، زندان ته تلى، بيا د برهان الدين رباني په څېر خلکو سره يو ځاى د روس خوښي دولت خلاف يې جنګ پېل کړى. د رباني او مسعود سره يې پاکستان ته هجرت وکړ او وسله وال جنګ يې پېل کړ.

کله چې شوروي له افغانستان نه وتلو نو د حکمتيار ګوند حزب اسلامي له ټولو لوى جهادي تنظيم و. په نړېواله سطحه هغه مشهور جهادي ليډر و او د ګڼ شمېرو نړيوالو شخصيتونو له هغه سره نزدې اړيکې وې. هغه وخت کې د پاکستاني استخباراتو په نظر کې هم و او دلته د جماعت اسلامي په څېر ګوند يې هم په شا ولاړ و.

د مجاهدينو په خپل منځي جګړو کې د هغه ګوند هم ککړ وو، چې ټول افغانستان او په خپله مجاهدين يې هم کمزوري کړي وو، خو حزب اسلامي بيا هم له ټولو لوى او منظم ګوند پاتې شوى.

د طالبانو کابل نيولو نه وروسته هغه د "ماهيپر معاهدې" په ترڅ کې د څه وخت لپاره د افغانستان وزير اعظم هم شو، خو دا موده يې ډېره لږه وه.

طالبانو چې کابل ونيوو نو د طالبانو سره د جنګ په ځاى حکمتيار هر څه پرېښوده او ايران ته يې هجرت وکړ. د هغه په دې پرېکړه د هغه د ګوند ګڼ شمېر مشران په پاکستان، ايران، افغانستان او يا نورو هېوادونو کې خپل ژوند تېرولو ته ترجيح ورکړه، خو ځينې مشران يې د شمالي ټلوالې سره يو ځاى شو او د طالبانو سره يې د جنګ پرېکړه وکړه، چې پکې وحيد الله سباوون او حاجي کشمير خان د ذکر وړ دي.

د نائن اليون د پېښې نه وروسته حکمتيار واپس افغانستان ته راغلو خو په دولت کې د شاملېدو په ځاى يې د امريکا او د هغوى د ملګرو خلاف د جهاد اعلان وکړ.

په کنړ، نورستان، ننګرهار او هم دغه شان په نورو سيمو کې د دوى مجاهدينو د امريکې او د افغان دولت خلاف عمليات پېل کړل خو د دوى برخه د القاعدې او طالبانو په نسبت ډېره کمه وه. نو ځکه له ټولو مخکې په عملياتو کې طالبان وو.

د ګلبدين حکمتيار په ګوند کې د هغه ښکاره ملګري لکه حاجي کشمير خان، داسې ډېر کم کسان وو چې له هغه سره غرونو ته وختل او جنګ يې کوو، ګڼ شمېر مشران په افغانستان کې په څه نه څه شکل کې د سياست برخه پاتې شول. د ده د ګوند اهم مشران انجنئير وحيد الله سباوون، فاروق وردګ او نور د حامد کرزي د دولت برخه شول.

د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ کې حزب اسلامي د يو سياسي ګوند په څېر راجستر شوه او په افغان سياسي بهير کې يې برخه واخسته او په ٣٢ ولايتونو کې يې خپل دفترونه جوړ کړل.

په اوسني افغان دولت کې د "سبا ګروپ" په نوم د حزب اسلامي پنځه دېرش غړي ناست دي. د اوسني چيف ايګزيکټو (اول) حاجي احمد خان تړون هم د حزب اسلامي د همدې ډلې سره دى.

د ډاکټر اشرف غني په کابينه کې نصير احمد دراني (د رورل ډويپلمنټ وزير) او ډاکټر انور (د انصاف وزير) د هم دې ډلې نمايندګي کوي.

هم داسې وحيد الله سباوون د حزب متحده اسلامي په نوم خپل سياسي ګوند پر مخ بوځي. د حکمتيار يو بل زوړ ملګرى خالد فاروقي هم په کابل کې ناست او د حزب اسلامي د يوې ډلې مشري کوي. هم دغه شان په شمالي افغانستان کې يو جهادي قمندان او زوړ والي جمعه خان همدرد هم د حزب اسلامي خپله يوه ډله جوړه کړې ده. د حزب اسلامي د زړو يارانو يو لوى او منظمه ډله د جمعيت اصلاح په نوم په سياسي مېدان کې لګيا ده.

د ګلبدين حکمتيار زوړ مرستيال امير او زوړ وزيراعظم قطب الدين هلال که څه هم کومه ډله نه ده جوړه کړې، خو د افغانستان په سياست کې يو مهم نوم دى او په تېرو ټاکنو کې يې د ډاکټر اشرف غني په مقابله کې په لکونو رايې ترلاسه کړي دي.

هم دغه رنګ د ګلبدين حکمتيار د ځوانۍ د وخت يو نزدې ملګرى قاضي امين وقاد ته په افغانستان کې د هغه علمي مقام او مرتبې ته ډېر د قدر په سترګه کتلى کېږي او دا وخت د هايي پيس کونسل غړى دى.

دا ټول خلک که څه هم په دې وخت کې په بېلا بېلو ځايونو کې ناست دي او د ګلبدين حکمتيار د پالېسيو سره اختلاف ښکاره کوي، خو د حېرانتيا وړ خبره دا ده چې ټول ځان ته "حزبيان" وايي او ټول ګلبدين حکمتيار خپل ليډر يا مشر ګڼي. څوک لږ او څوک ډېر، خو دا ټول په دې تمه دي چې ګلبدين حکمتيار دې واپس د افغانستان سياسي مېدان ته راشي.

د دوى خيال دا وو چې د حکمتيار د ټوپک لار څه نتيجه نه شي راوړى او دا که دوى ورسره لاړ نو ستونزې به يې ډېرې شي.

د جهاد د اعلان نه وروسته امريکا هم حکمتيار د لومړي سر په دښمنانو کې وشمارلو، د ده ملګرى او زوم ډاکټر غېرت بهير، کوم چې اوس هم د ده ښي لاس دى، امريکنيانو د پاکستاني پټو اېجنسو په ذريعه د اسلام اباد نه اوچت کړو او څلور کاله يې په باګرام کې زنداني کړو. د ده ورور شهاب الدين هم يو ځل له پېښوره نيول شوى وو.

په ٢٠٠٣م کال کې امريکا حکمتيار په نړيوالو ترهګرو کې وشمېره او تور ليسټ ته يې واچوو او تراوسه پورې په نړيواله سطحه هغه د امريکې او نړيوالو ادارو لپاره موسټ وانټډ (Most Wanted) کسانو په صف کې شامل دى.

زوړ ولسمشر حامد کرزي د ګلبدين حکمتيار سره د سولې هڅې وکړې خو د بهرني پوځ په اړه د حکمتيار دريځ ډېر سخت و نو ځکه د هغه هڅو څه نتيجه رانه وړه، او امريکا هم د ده نوم د ترهګرو له ليسټه ويستلو ته تياره نه وه.

پر ولسمشرۍ څوکۍ له کېناستو وروسته ډاکټر اشرف غني د طالبانو سره سره د ګلبدين حکمتيار سره هم د سولې هڅې پېل کړې او د هغه ګڼ شمېر خلکو نه يې ګټه پورته کړه، کوم چې په دې حکومت کې شامل وو او تړون يې له حزب اسلامي سره پاتې شوى و.

د سولې په دې بهير کې د ډپټي چيف ايګزيکټيو انجنئير احمد خان او د حکمتيار د زوم ډاکټر غېرت بهير رول هم ډېر مهم وو.

او اخر هم په کابل کې د افغان سولې شورٰى او د حزب اسلامي د ډلې ترمينځ په دې تاريخي معاهدې اتفاق وشو، کومه چې به اوس ګلبدين حکمتيار ته لېږلى کېږي او د هغه له منظورۍ نه وروسته به پرې د عمل پېل کېږي.

د شلو نه زياتو نکاتو باندې جوړې شوې د دې معاهدې اصل خبره هم دا ده چې ګلبدين حکمتيار او د هغه ملګري دې له تور ليسټه وويستل شي.

نو هغوى به د جنګ نه لاس واخلي او افغان دولت به د دوى لپاره سياسي مېدان برابر کړي. د دواړو خواوو بنديان به پرېښودى شي او د بهرني پوځ د زر نه زر ويستلو لپاره به دواړه خواوې خپلې هڅې ترسره کړي.

په جنګي مېدان کې د کم فعاليت له وجې زياتره توکنونکي د حزب اسلامي او د افغان دولت دې معاهدې ته خاص توجو نه ورکوي، خو په اوسني حالاتو، د ګلبدين حکمتيار خپلو خصوصياتو او د ده د ګوند خلک چې په افغان دولت، پارليمان او په ټولنه کې د هغوى اثر ته وکتلاى شي نو دا ډېره لويه او ښه خبره ده.

که چېرې ګلبدين حکمتيار واپس راغلو او تېرې کيسې يې هېرې کړې او خپل ذاتي خوښه ناخوښه يې يو خوا کړل او د حزب اسلامي ياد شوي کسان يې يوې ډلې او د يو بېرغ لاندې راغونډ کړل، نو د افغانستان ټول سياسي مېدان بدلولى شي.

دا پرمختګ د افغان طالبانو سره د سولې او په افغانستان کې د سياسي پرمختګ لپاره ډېر ګټور کېدى شي، څنګه؟ د دې ځواب به بيا کله وليکم.

لیکوال : سليم صافى

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …